د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

انډيپینډینټ: په افغانستان کې خلکو د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې


شهزاده هري د سپېیر یا اضافي په نوم په خپل کتاب کې چې له چاپ مخکې یې ځینې برخې تېره اونۍ په اسپانیا کې افشا شوې لیکلي چې ده په افغانستان کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچي هیلیکوپټرو د پیلوټ په توګه د پوځي دندې پرمهال ۲۵ طالبان وژلي دي.
شهزاده هري د سپېیر یا اضافي په نوم په خپل کتاب کې چې له چاپ مخکې یې ځینې برخې تېره اونۍ په اسپانیا کې افشا شوې لیکلي چې ده په افغانستان کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچي هیلیکوپټرو د پیلوټ په توګه د پوځي دندې پرمهال ۲۵ طالبان وژلي دي.

انډيپینډینټ:

د برتانیا چاپ انډيپینډینټ ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه د برتانوي شهزاده هري د اعتراف پر وړاندې غبرګونونو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې په افغانستان کې دننه خلکو د اعتراضونو پرمهال د شهزاده هري د محاکمې غوښتنه کړې.

شهزاده هري د سپېیر یا اضافي په نوم په خپل کتاب کې چې له چاپ مخکې یې ځینې برخې تېره اونۍ په اسپانیا کې افشا شوې لیکلي چې ده په افغانستان کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د اپاچي هیلیکوپټرو د پیلوټ په توګه د پوځي دندې پرمهال ۲۵ طالبان وژلي دي او ورسره یې زیاته کړې چې په دې کار نه پښېمانه دی او نه پرې ویاړي بلکې دا کار ده ته داسې اېسېده لکه د شطرنج له تختې چې دانې لېرې کوي.

د هغه دا څرګندونې په بریتانیا او نوره نړۍ او په افغانستان کې دننه له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوې.

انډيپینډینټ په هلمند کې د شاوخوا ۲۰ استادانو او محصلانو په ګډون د یوې اعتراضیه غونډې د جوړېدو یادونه کوي. هلمند د افغانستان هغه ولایت دی چې د نړیوالو ځواکونو د حضور پرمهال برتانوي ځواکونه پکې دېره وو.

د دې غونډې یوه ګډونوال ملا عبدالله، چې وايي په ۲۰۱۱ کال کې یې د کورنۍ ۴ غړي په نهرسراج ولسوالۍ کې د برتانوي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي، اسوشیتیدپریس خبري آژانس ته ویلي دي چې د شهزاده هري عمل د بشریت له ټولو اصولو سره په ټکر کې دی او دوی یې غندي. هغه غوښتنه کړې چې شهزاده هري باید د دې عمل په خاطر له قانوني اقداماتو سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف او طالبانو ترمنځ د تېرو شلو کلونو په جګړو کې لسګونه زره افغانان وژل شوي چې اکثر ملکي وګړي دي. ډېری ملکي تلفات د نړیوال ایتلاف په هوايي حملو او د طالبانو په ځان وژونکو بریدونو کې اوښتي دي.

نیویارک پوسټ:

امریکایۍ نیویارک پوسټ ورځپاڼې په دې اړه په یوه مطلب کې خبر ورکړی چې د بریتانیا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر پین فارتینګ د شهزاده هري د همدې څرګندونو له کبله د کابل پرېښودو ته اړ شوی دی.

۵۳ کلن فارتینګ همغه برتانوی وګړی دی چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، د جمهوري نظام د سقوط پرمهال یې یو شمېر سپیان او پیشوګانې له کابله واېستلې.

نوموړي، چې وايي د شهزاده هري کتاب یې نه دی خوښ شوی د جمعې په ورځ برتانوۍ دې سن خپرونې ته ویلي و چې په افغانستان کې د دندې پرمهال د شهزاده هري انقلابي څرګندونو د ده ژوند له خطر سره مخامخ کولای شوای نو ځکه دی د احتمالي انتقامي حملو له وېرې له کابله ووت او حیواناتو ته د استوګنې د ځای د برابرولو کار یې نیمګړی پاتې شو.

د نیویارک پوسټ د لیکوال په وینا داسې ښکاري چې په افغانستان کې د فارتینګ هغه هڅې چې په تېرو اتلسو میاشتو کې یې د کوڅه ډبو حیواناتو د ژغورنې لپاره پیل کړې وې، اوس ځنډېدلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG