د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د سولې نوبل جايزې ته د نوماندې 'محبوبه سراج' پر څرګندونو د فارن پاليسۍ تبصره


محبوبه سراج
محبوبه سراج

فارن پالیسي خپرونه:

فارن پالیسي خپرونې په یوه مطلب کې د نوبل د سولې د جایزې د نوماندې او د افغان ښځو د حقونو د فعالې محبوبې سراج هغو څرګندونو یادونه کړې چې وايي، ښځې نور د افغاني ټولنې په هيڅ برخه کې هم حضور نه‌لري.

مېرمن سراج وايي، افغان مېرمنې، په هيڅ ځای کې نه لیدل کېږي، د هيڅ کار اجازه نه‌لري، هيڅ ځای ته نه‌شي تللی او نه‌شي کولای چې تعلیم او کار وکړي.

هغې خپرونې ته ویلي دي، د ښځو په برخه کې د طالبانو ټولې هغه ژمنې چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د سولې د خبرو پر مهال یې کړې وې دروغ وې.

د فارن پالیسي مطلب د مېرمن سراج له قوله زیاتوي چې وايي، طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته هم همغه دروغ تکراروي او په حقیقت کې سختدریځي قوانین عملي کوي.

خو د نوبل د سولې د جایزې دې نوماندې د فارن پالیسي خپرونې ته ویلي، د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز سقوط له رانږدې کېدو سره سم هغه وخت رارسېدلی دی چې نړیوال له طالبانو سره تعامل وکړي.

د محبوبې سراج په باور ځینې موافقې باید له طالبانو سره د خبرو په نتیجه کې ترلاسه شي ځکه د هغې په وینا که داسې ونه‌شي نو د ناوړه عواقبو بیه به یې د افغانستان بې‌وزلي خلک، ښځې او ماشومان پرې کوي.

۷۵ کلنې محبوبې سراج همدا راز ویلي دي، دا له طالبانو سره په هره لیدنه کې هغوی ته وايي، چې دوی افغانستان یرغمل کړی دی.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم، د سختو محدودیتونو له اعلان وروسته د نړۍ هيڅ هېواد هم په تېر یونیم کال کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼه:

واشنګټن ایکزامینر ورځپاڼې د کریستوفر میلر نوي چاپ شوي کتاب ته کتنه کړې.

میلر چې د ۲۰۱۹ کال په وروستیو کې د امریکا سرپرست دفاع وزیر شو د لنډې مودې لپاره پر دې مقام کار وکړ.

هغه په خپل کتاب کې لیکلي چې، په افغانستان او عراق کې د امریکا د جګړو په مسئله کې له هېچا سره هم حساب کتاب نه‌دی شوی.

میلر هغه منصبدار دی چې په دواړو جګړو کې یې ګډون کړی دی.

د هغه کتاب د سه‌شنبې په ورځ (د فبروري ۷مه) بازار ته راووت.

میلر چې له یوې نیمې میاشتې وروسته د ټرمپ له‌خوا له دندې لیرې شو، دا یادونه هم کړې ده چې د یو شمېر جګپوړو پوځي چارواکو ارزونو کولای شوای امریکا په افغانستان کې د خپلې جګړې اهدافو ته ورسوي، خو دی استدلال کوي چې د ټرمپ ادارې دا غږونه نه اورېدل.

د اوسني ولسمشر جو بایډن اداره هم له افغانستانه په بېړني ډول د امریکايي ځواکونو د اېستلو په خاطر د جمهوریپال ګوند د یو شمېر غړو له انتقاد سره مخاخ شوې ده.

خو د بایډن د ادارې چارواکي د دې پرېکړې دفاع کوي او وايي، له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو توافق چې په نتیجه کې یې طالبان له دوو لسیزو وروسته یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال شوی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG