د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

محبوبه سراج: که د سولې نوبل جايزه واخلم دا به د ټولو افغان مېرمنو د مبارزې پايله وي


محبوبه سراج
محبوبه سراج

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت د افغان ښځو د حقونو د فعالې محبوبه سراج او د ایران د بشري حقونو د فعالې نرګس محمدي نومونه د نوبل د سولې د جایزې د کاندیدانو د نوملړ په سر کې راوستي دي.

افغانستان په ځانګړي ډول د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم له حقه په‌کې محروم دي.

له همدې کبله په داسې هېوادونو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه مهمه ګڼل کېږي.

په اوسلو کې د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر هینریک اوردل (Henrik Urdal) هم دې موضوع ته په اشارې ویلي، په افغانستان او ایران کې استبدادي حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي، په افغانستان کې طالبانو نجونې له پوهنتوني زده‌کړو منع کړي او په ایران کې د جنسیتي برابرۍ لپاره مظاهره چیانو ته د اعدام سزاوې ورکړل شوي دي.

محبوبې سراج د اوسلو د سولې د څېړنیز انستیتیوت له لوري د نوبل د سولې جایزې ته د کاندیدو په اړه ازادي راډیو ته وویل، خوشاله ده چې له دې سره یوه ایرانۍ مېرمن هم کاندیده ده ځکه چې، په دواړو هېوادونو کې د ښځو د حقونو موضوع مطرح ده او د دواړو هېوادونو د ښځو د حقونو موضوع د دنیاوالو پام ځان ته اړولی دی.

نوموړې وويل: "دا موضوع زما لپاره ډېره مهمه ده، که خدای وکړل او زه جایزه وګټم او موږ دواړه جایزه ترلاسه کړو، دا به زما او د افغانستان لپاره یو لوی ویاړ وي ځکه چې دا به د افغان ښځو د هغو ټولو قربانیو او زحمتونو نتیجه وي. د هغو نجونو او ښځو د مبارزو چې واټونو ته راووتې، د هغو کسانو چې غږ یې اوچت کړ، د هغو کسانو چې ژوند یې په دې لاره کې وبایله، د هغو کسانو چې بندیان شول، د هغو کسانو چې وکړول شول، د دوی ټولو د هلوځلو نتیجه به وي."

محبوبه سراج
محبوبه سراج

د سولې د څېړنیز انستیتیوت مشر ښاغلی اوردل وايي، د محبوبې سراج نوم یې د کاندیدانو د لېست په سر کې د دې لپاره راوستی چې هغې په افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو په ګډون د حقونو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق لپاره هلې ځلې کړي دي.

۷۴ کلنه محبوبه سراج له اوږدې جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ م کال افغانستان ته بېرته لاړه او لا هم په خپل هېواد کې اوسي.

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتیوت پر خپله وېبپاڼه د محبوبه سراج په اړه کښلي چې، هغې له ۲۶ کلونو وروسته خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د ماشومانو د روغتیا او زده‌کړو لپاره د هلوځلو ترڅنګ د فساد پر ضد او د کورنیو ناخوالو د قربانیانو د ملاتړ لپاره هلې ځلې وکړې.

دې همدا راز د افغان ښځو غیر انتفاعي مؤسسه او د سولې په جرګه کې د ښځو د ګډون لپاره یې د سولې او پیوستون څېړنیز سازمان ایجاد کړی دی.

XS
SM
MD
LG