د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

د سږ کال نوبل جايزه د طبابت په برخه کې اعلان شوه


د روان کال د طبابت به برخه کې د نوبل جايزې ګټونکي څوک دي؟

د طب په برخه کې د ۲۰۱۴م کال د نوبل جايزې اعلان شوې. د نوبل کميټې منشي "ګوران هانسون" د سږ کال د طبابت د نوبل جايزې لپاره نن په دې اړه وويل:

"په کارولنسکه پوهنتون کې د نوبل اسمبلۍ نن پرېکړه کړې ده چې؛ د ۲۰۱۴م کال د نوبل نيمه جايزه John O'Keefe جان او کيفې ته او د دې جايزې بله نيمه خوا مې بريت موزر May-Britt Moser او Edvard I. Moser ايډوارډ آی موزر ته ورکړي. دا جايزه د دوی د هغه هجرو د کشف لپاره ده چې؛ په مغزو کې د لارې موندنې سيسټم جوړوي."

د طبابت په برخه کې د نوبل جايزه له ۱۹۰۱م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې د نړۍ ۱۰۴ عالمانو ته ورکول شوې ده چې؛ په کې ۱۰ تنه يې ښځې دي.

په ۱۹۲۳م کال کې تر ټولو کم عمره کس "فريدريک جي بانټنګ" و؛ چې د طبابت په برخه کې يې د نوبل جايزه وګټله. بانټنګ ۳۲ کلن و چې، د انسولين ماده يې کشف کړه او تر ټولو د زيات عمر نوبل جايزه ګټونکی ۸۷ کلن "پايتون روس" و چې؛ په ۱۹۶۶م کال کې يې دا جايزه وګټله.

د نوبل جايزه د نړۍ تر ټولو معتبره علمي جايزه ده؛ چې د سويډني سرمايه دار او کيميادان، الفرډ نوبل د وصيت له مخې وټاکل شوه.

الفرډ نوبل د خپلې اختراع، ډاينامايټ، چې د چاودېدونکو توکو په جوړولو کې کاريږي؛ لپاره ډېر پېژندل کيږي.

الفرډ نوبل د خپل ژوند په اوږدو کې ډېر وصيتونه ليکلي دي. ويل کيږي، چې د ده له اختراع څخه د نظامي ګټې اخيستل کېدو له کبله، دی ډېر خواشینی اوسېده.

کله چې يوې فرانسوۍ ورځپاڼې دی د (مرګ سوداګر) په نامه ياد کړ؛ دی يې په لوستلو ډېر اغېزمن شو.

ده له هغه وروسته پرېکړه وکړه چې؛ خپل اخري وصيت وليکي چې؛ د ۱۸۹۵م کال د نومبر د مياشتې په ۲۷مه ليکل شوی دی.

الفرډ نوبل د دې وصيت په يوه برخه کې ليکلي دي:

"زما د ټولې شتمنۍ، چې په خوندي پانګو کې لګول شوي دي؛ ګټه باید د جايزې په توګه هر کال داسې خلکو ته ورکول شي چې؛ د بشريت لپاره يې کومه ښېګڼه کړې وي."

الفرډ نوبل د خپلې شتمنۍ په سلو کې ۹۶ مه برخه د پنځو علمي جايزو لپاره ځانګړې کړه.

د دې وصيت پر بنسټ، د الفرډ نوبل شتمني بايد په پنځو برخو کې ووېشل شي. درېيمه برخه يې بايد په هغو عالمانو کې وېشل شي چې؛ د فزيک، کيميا، فيزيولوژي يا طبابت په برخه کې يې کوم کشف يا اختراع کړې وي.

د شتمني پاته برخه يې د ادبياتو په برخه کې تر ټولو غوره لیکوال ته يا داسې چا ته چې د هيوادونو تر منځ يې د ورورولي يا د سولې لپاره هڅې کړي وي؛ ورکول کيږي. خو په دې وروستيو کلونو کې د نوبل جايزې په نورو برخو کې هم ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG