د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

افغان سیاستوال اوباما ته د نوبل د سولې د جایزې د ورکړې په اړه څه وايي؟


ټاکل شوې چې اوباما په نېږدې راتلونکې کې ناروي ته ولاړ شي او دا جایزه ترلاسه کړي.
ټاکل شوې چې اوباما په نېږدې راتلونکې کې ناروي ته ولاړ شي او دا جایزه ترلاسه کړي.

د امريكا ولسمشر بارك اوباما ته د نوبل د سولې د نړيوالې جايزې د وركولو په اړه د افغانستان په چارواكو سياستوالو او عامو خلكو كې بېلابېل نظرونه موجود دي.

ځينې يې دا تمه لري چې په دې سره به بارك اوباما په نړۍ او په خاصه توګه افغانستان كې د سولې لپاره لا ډيرو اقداماتو ته وهڅول شي.

د ولسمشر حامد كرزي يوه وياند سيامك هيروي د شنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل:
ولسمشر کرزي ویلي ، هیله کوي چې ددغې نړیوالې جایزې په ترلاسه کولو سره دسولې په خاطر دښاغلي اوباما هلې ځلې لا پراخې او په افغانستان کې دسراسري سولې دټینګښت سبب شي.


" د افغانستان اسلامي جمهوريت اوباما ته د دې سترې نړيوالې جايزې چې د سولې جايزه ده، د ګټلو له امله مباركي ويلې.
د افغانستان اسلامي جمهوريت هغه له نړۍ سره د اړيكو د ټينګولو يو مبتكر بولي او موږ هيله من يو چې افغانستان او نړيوالو سياستونو ته د هغه پاملرنه په نړيوالو مناسباتو كې يوه نوې طرحه رامنځ ته كړي او نړى د سولې او ثبات په لور لا ډير ګامونه واخلي."

خو نور افغانان بارك اوباما ته د سولې د نوبل د نړيوالې جايزې وركولو په اړه بېلابېل نظرونه لري.


ځينې اوباما د دې جايزې وړ بولي، خو يو شمېر بيا وايي، هغه په افغانستان كې د سولې لپاره عملي اقدامات نه دي كړي، بلكې برعكس لا ډير سرتېري يې افغانستان ته د جګړې لپاره استولي دي.

د افغانستان د جمهوري رياست يو تن كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله بيا اوباما ددې جايزې وړ بولي خو وايي چې په دې سره د هغه د مسـئوليت پيټۍ لا دروند شو.

هغه ازادي راډيو ته وويل:
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره سیما سمر چې دا هم دې جایزې ته کاندیده وه وايي د نوبل کمیټه په ډېر غور پریکړه کوي>


"ښاغلى اوباما د دې جايزې وړ و. دا يو ډير مهم مسـوليت هم پر اوباما اچوي او له هغه څخه د خلكو توقعات لا ډير وي.
كه يو ولسمشر د خپل كار په پاى كې دا جايزه واخلي، نو ورته پاتې كيږي، خو كه كوم ولسمشر يې د خپل كار په پيل كې واخلي، نو د كار په دوام كې ورته د خلكو توقعات لا ډيريږي.
زه تمه لرم چې ښاغلى اوباما لكه څرنګه چې د كار پيل يې ښه و، د كار دوام او پاى يې هم په همدې مسير و اوسي."

د نوبل د سولې نړيوالې جايزې ته سږ كال له څلورو مهمو كانديدانو څخه يو هم د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كميسيون مشره ميرمن سيما ثمر وه.
سيما ثمر د نوبل د كمېټې پريكړه ستايلې او ويلي يې دي چې د دې كمېټې چارواكي په ډير غور پريكړه كوي.

په افغانستان كې وسلوالو طالبانو ولسمشر اوباما ته د سولې د نړيوالې جايزې وركول غندلي او دا كار يې ملنډې بللي.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، اوباما د امريكا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بش په پل پل ږدي او په افغانستان كې يې د سولې لپاره يو ګام هم نه دى اخيستى.
افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر عبدالله عبدالله وايي دې جایزې د اوباما مسولیت نور هم زیات کړ.


خو په ناروې كې د نوبل د کمېټې چارواكي وايي، اته څلويښت كلن اوباما ته یې د نوبل د سولې جايزه د خپلې ولسمشرۍ په لس میاشتنۍ دوره کې د نړیوالې سولې لپاره د هلوځلو په خاطر ورکړه .


تاسو په دې اړه څه نظر لرﺉ؟ په همدې بحث کې مو خپل نظر راسره شریک کړﺉ
XS
SM
MD
LG