د نوبل د ادبي جايزې ګټونکې فرانسوۍ ليکوالې په اړه د استاد نجيب منلې مرکه، د افغان ادبي بهير د يوې غونډې حال، د چاپيريال په اړه د يو کتاب چاپ، انګليسي ته د افغان مېرمنو د داستانونو له ژباړونکې سره خبرې، تاريخي ځايونو ته د زدهکوونکو د تګ په اړه مالومات او د نورستان نکلونه.
نننۍ خپرونه کې مو يو شمېر نورو ادبي مطالبو ته هم ځای ورکړی دی.
ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ: