د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د ښځو د حقونو افغانه فعاله 'محبوبه سراج' د سولې نوبل جايزې ته نومانده شوې ده


محبوبه سراج
محبوبه سراج

د اوسلو د سولې څېړنیز انستیتيوت (PRIO) وایي، د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې د هغې د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو په پار، د ۲۰۲۳ کال د غوره کاندیدانو په لړ کې راغلې ده.

د ایران د بشر د حقونو فعاله نرګس محمدي هم دې جایزې ته کانده شوې.

د روانې فبرورۍ په لومړی نېټه د دغه انستیتيوت ریس هنریک اوردال د لېست د خپرېدو پر مهال وویل، چې تېر کال په افغانستان او ایران کې د زورواکو رژیمونو له امله د جنسیتي نابرابرۍ پر ضد اعتراضونو او دغه شان پوهنتونو ته د افغان ښځو د نه پرېښودو له امله بشری حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د ناروې د سولې انستیتيوت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د هنریک اوردال له قوله راغلي دي چې، نرګس محمدي او محبوبه سراج د دې لپاره چې د بشري حقونو په وړاندې یې په سوله‌ییز ډول له تاوتریخوالي پرته مبارزه کړې د نوبل جایزې لپاره نوماندان پېژندل شوي.

د بشر د حقونو ځينې فعالانې وایي، هغه ښځې چې اوس مهال د افغانستان په سختو شرایطو کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي، دوی دغه جایزې ته تر ټولو غوره کاندیدانې دي.

محبوبه سراج
محبوبه سراج

د ښځو د حقونو فعالې سمیرا ازادي راډيو ته ویل: "محبوبه سراج یوه ښه تکړه ښځه ده چې په افغانستان کې يې کار کړي دی او اوس هم په دې سختو شرایطو کې اوس هم کار کوي، دا ډېر ښه کار شوی دی، حد اقل هغه کسان چې په بهر کې اوسي او اوس هم جایزې اخلي تر دې خو ښه دی چې هغه ښځې جایزې واخلي چې د افغانستان په دې سختو شرایطو کې کار کوي باید دوی جایزې واخلي."

"محبوبه سراج یوه ښه تکړه ښځه ده

د ناروې سولې د انستیتوټ د معلوماتو پر بنسټ محبوبه سراج یو له غوره فعلانو څخه ده چې د شل کالو راهیسې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او ځواکمنېدو په برخه کې هڅې کوي.

د نوبل د جایزې وروستي لېست ته پنځه کسان او درې بنسټونه نومول شوي دي.

د سولې د نوبل جایزه سږ کال هغه چاته ورکول کېږي چې په تېر کال کې یې د برابرۍ، تاوتریخوالي د کموالي او د سولې د ساتلو په برخه کې غوره کار کړی وي.

XS
SM
MD
LG