د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

کندهار کې د 'حدودو د تطبيق' په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تبصره


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له لوري په کندهار کې په عام محضر کې د نهو سړو د دُرو وهلو مسلې ته په پام اړولی او لیکي، د طالبانو یوه چارواکي وویل چې د سې‌شنبې په ورځ د کندهارپه ورزشي لوبغالي کې پر بېلابېلو جرمونو تورن نهه کسان په دُرو ووهل شول.

واشنګټن پوسټ لیکي، دا د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د هغوی د سختو پالیسیو چې اساس یې اسلامي شریعت دی، وروستۍ بېلګه ده.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي، د طالبانو د چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په مخ کې هر تورن کس له ۳۵ نه تر ۳۹ پورې په دُرو ووهل شو.

هغه په یوه ټویټ کې په دې اړه چې تورنو کسانو څه جرمونه ترسره کړي، نور جزیات نه‌دي ورکړي خوپه یو بیان کې چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې پرون خپور کړی، ویل شوي چې د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې ۹ تورنو ته د لواطت او غلا لپاره تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

له دې مخکې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته سزاګانې تطبیق شوي دي.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، طالبانو تېره میاشت پر یو کس چې د یوه بل کس په وژلو تورن و، په عام محضر کې د قصاص حکم تطبیق کړ.

دا له کله چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د خلکو په مخ کې د اعدام لومړی مورد و.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال د غلا لپاره د لاس پرې کولو او د لواطت او زنا لپاره تر مرګ پورې سزاګانې ورکولې.

د شریعت پر اساس د طالبانو سزاګانې او د هغوی له لوري له بشري حقونو، په تېره د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړې له حقونو څخه سرغړونې هغه عمده لاملونه بلل کېږي چې د نړۍ هیڅ یوه هېواد تر اوسه دې ته زړه نه‌دی ښه کړی چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

میل انلاین ورځپاڼه:

برېتانوۍ میل انلاین ورځپاڼه لیکي په ایران کې د یوه ایراني الاصله برېتانوي د اعدام پر سر لانجه کې د برېتانیا د شهزاده هري چې ویلي یې دي، په افغانستان یې ۲۵ طالبان وژلي، پښه هم ښکېل شوې ده.

میل انلاین لیکي، د ایران د بهرنیو چارو وزرات په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې شهزاده هري تورن کړی چې په افغانستان کې یې د دوی په وینا د بې ګناه انسانانو د وژلو په اړه پښیماني نه‌ده ښولې او برېتانیا یې تورنه کړې چې پر دغسې جنګي جنایت سترګې پټوي.

میل انلاین لیکي، ایران ویلي برېتانیا چې شاهي کورنۍ یې د ۲۵ کسانو وژلو ته لکه د شطرنج له تختې د دانو د لیرې کولو په توګه ګوري او پرې پښېماني نه څرګندوي او هغوی چې پر دغه جنګي جنایت سترګې پټوي، په دې موقف کې نه‌دي چې نورو ته د بشري حقونو په اړه نصیحت وکړي.

د میل انلاین په لیکنه د برېتانیا شهزاده هري په دغو څرګندونو سره چې د سپییر په نوم د خپلو خاطرو په کتاب کې یې کړي، طالبانو او افراطي اسلامپال او سیاسي فعال پاکستاني الاصله برېتانوي انجیم چوهدري ته هم د دې پلمه په لاس ورکړي چې د برېتانوي پوځیانو پر ضد تبلیغات وکړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د لندن او تهران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې ایران تېره اونۍ ۶۱ کلن علي رضا اکبري چې په جاسوسۍ تورن و، اعدام کړ.

XS
SM
MD
LG