د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۷

ایا طالبان بدل شوي؟


ارشیف، یو طالب وسله‌وال یو سړی د نیم کیلو نشه‌یي موادو د قاچاق په جرم دُره وهي، د ۱۹۹۶ کال د نومبر ۰۶مه.

طالبان ادعا کوي چې دوی اوس هسې سخت‌دریځي نه‌دي چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې افغانستان کې د خپل واک پر مهال وو. هغه مهال طالبانو پر خلکو په ځانګړې توګه ښځو او دیني اقلیتونو د خپلو سختو قوانینو د نافذولو له کبله له نړیوال مخالفت سره مخ وو.

اوس چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې د خپلې ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یو سوله‌ییز جوړجاړي هڅې تېزې کړې دي، د طالبانو سخت‌دریځه اسلام‌پالې ډله هڅه کوي له خپل ځانه یو پخلا کېدونکی او نرم تصویر وړاندې کړي.

خو هغه افغانان چې دا مهال د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي وايي، دا ډله لا هم له اسلام څخه په خپل سخت‌دریځه تعبیر ولاړه ده او لا هم پر خلکو د وېرې خپرولو او زور راوړلو له لارې واک چلوي. دوی وايي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې لا هم هغه سخت قوانین عملي کېږي چې دې ډلې د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال پر خلکو عملي کول.

  • "طالبانو هغه ښوونځي ته له تګ منعه کړه"

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د نجونو پر زده‌کړو سخت بندیز لګولی و او د نجونو ښوونځي یې تړلي وو.

لوګر کې د نجونو زده‌کوونکو یو ښوونځی (انځور تزئیني بڼه لري)
لوګر کې د نجونو زده‌کوونکو یو ښوونځی (انځور تزئیني بڼه لري)

کوم محدود ښوونځي چې پرانیستي وو هغې کې هم یوازې نابالغه نجونو ته د زده‌کړو اجازه وه چې په نصاب کې یې تر ډېره دیني مضامین شامل وو. طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د هلکانو د ښوونځیو نصابونه هم بدل کړي وو او تر ډېره‌یې دیني کتابونه په‌کې ځای کړي وو.

په وروستیو کلونو کې طالبانو ویلي، په دې شرط چې ښځې اسلامي قوانین او افغاني ارزښتونه وساتي دوی یې د کار او تعلیم حق ته ژمن دي، خو طالبانو داسې نښې نښانې هم ښودلي چې غواړي هغه ازادۍ محدودې کړي چې ښځو په وروستیو کلونو کې ترلاسه کړي او طالبان‌یې " اخلاقي انحراف " او " بې‌حجابي" بولي.

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ځینو اوسېدونکو افغانانو ازادي راډیو ته ویلي، د نجونو د زده‌کړو په اړه د دې وسله‌والې ډلې دریځ په تېرو دوو لسیزو کې نه‌دی بدل شوی. د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې لا هم د نجونو ښوونځي په بشپړ ډول تړلي. په ځینو نورو سیمو کې یې بیا پرې محدودیتونه لګولي دي.

د ارزګان د چورې ولسوالۍ یوې مور چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "زما لور ۱۰ کلنه وه چې طالبانو ښوونځي ته له تګ منعه کړه. موږ غوښتل چې لور مو درس ووايي، راتلونکې کې ډاکتره شي یا انجنیره شي، خو هلته طالبانو نجونې ښوونځي ته نه‌پرېښودې."

دا مور اوس له خپلو کوچنیانو سره په ترینکوټ کې اوسېږي چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ښار دی او وايي دلته‌یې لور ښوونځي ته ځي.

ارزګان کې د هلکانو یو ښوونځی
ارزګان کې د هلکانو یو ښوونځی

د کونړ د دانګام ولسوالۍ چې یو برخه‌یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، یو ځايي اوسېدونکي حاجي نثار احمد ازادي راډیو ته وویل، دلته یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې زده‌کړې کولای شي. د هغه په وینا له شپږم ټولګي پورته نجونو ته نه د زده‌کړو شرایط برابر دي، نه طالبان د زده‌کړو اجازه ورکوي او نه‌یې میندې پلرونه غواړي چې پېغلې لوڼې یې زده‌کړې وکړي.

دی وايي: "دلته څوک له شپږم ټولګې پورته نجونې زده‌کړو ته نه‌پرېږدي. خلک هم نه‌غواړي چې نجونې یې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وکړي او طالبان هم اجازه نه‌ورکوي."

له اسلام څخه د طالبانو سخت‌دریځي تعبیر او قبیلوي دودونه، د هغو لپاره چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې اوسېږي ښايي تر یوه حده د منلو وي.

خو د افغانستان په ښاري مرکزونو کې چېرې چې د طالبانو د واکمنۍ له نړېدو وروسته په تېرو دوو لسیزو کې ډېرې ټولنیزې، اقتصادي او ډیموکراتیکې بریاوې رامنځته شوي، دا نظریې تر ډېره خلکو ته د منلو نه‌دي.

په دې کلونو کې په لویو ښارونو او د حکومت تر واک لاندې ګڼ مېشتو سیمو کې په ملیونونو نجونې بېرته ښوونځیو ته تللي په ځانګړې توګه په یو شمېر شمالي او مرکزي ولایتونو کې چېرې چې طالبان ډېر کنټرول نه‌لري.

د طالبانو د رژیم پر مهال د کورنیو چارو وزارت له مخې دوه چادري لرونکې مېرمنې د تېرېدو پر مهال. د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر میاشت.
د طالبانو د رژیم پر مهال د کورنیو چارو وزارت له مخې دوه چادري لرونکې مېرمنې د تېرېدو پر مهال. د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر میاشت.

خو دا مهال ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو راوروسته دا ډله د لومړي ځل لپاره د افغانستان په نږدې نیمايي برخه یا مستقیم واک لري او یا په‌کې غیر مستقیم اغېز او فعالیتونه لري. افغان حکومت د پلازمېنې کابل په شمول د ټولو ولایتونو په مرکزونو، د ګڼو ولسوالیو په مرکزونو او ګڼ مېشتو سیمو واک لري.

طالبان تر ډېره د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پر لیرې پرتو کلیوالي سیمو په ځانګړې توګه پښتون مېشتو سیمو کې واکمن دي.

  • ښځې "له کوره له وتلو منعه دي"

کله چې طالبان په ټول افغانستان واکمن وو، ښځې یې مجبوره کړې وې چې له سره تر پښتو ځانونه چادریو کې پټ کړي او له کور څخه بهر یې له کار کولو منعه کړې وې. دوی همدارنګه اړ وې چې د کور څخه د وتلو پر مهال د کورنۍ محرم نارینه ورسره وي.

د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې اوس هم دا پالېسۍ پر ځای دي.

عبدالمحمد په غزني کې د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دا ولسوالۍ له څو کلونو راهیسې په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

هغه په دې ولسوالۍ کې د ښځو د وضیعت په اړه وايي: "په ګیرو کې د نجونو هېڅ ډول ښوونځی نه‌شته. ښځې له کوره له شرعي محرم پرته وتلی نه‌شي. هغه ښځې چې د کورونو سرپرستي ور په غاړه ده او خپلو ځمکو کې کار کوي یا څاروي پالي، کولای شي کار وکړي، خو دا چې دوی بازار ته یوازې ولاړې شي، یا له یو کلي بل ته د کور د کوم نارینه له ملتیا پرته ولاړې شې، دا اجازه ورته نه‌شته."

په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې
په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې
په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې
په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې

له ۲۰۰۱م کال راهیسې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې لسګونو ښځو په ملي شورا او ولایتي شوراګانو کې څوکۍ ګټلې دي، همدارنګه ښځې د حکومتي او غیر حکومتي ادارو په کاري ځواک کې شاملې شوې دي.

ګڼې افغان ښځې وېره لري چې د طالبانو سره د یو جوړجاړي په صورت کې ښايي هغه حقونه ترې بېرته واخیستل شي چې د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې د ښځو لپاره منل شوي دي.

  • "په عام محضر کې سزاګانې"

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دې ډلې د اسلامي شریعت څخه د خپل سخت تعبیر پر بنسټ پر خلکو په عام محضر کې سختې سزاوې عملي کولې. په دې سزاوو کې په عام محضر کې اعدامونه، له غلو څخه د لاسونو پرې کول او په نورو هغو کړنو له کبله‌یې چې طالبانو د اسلامي شریعت پر بنسټ پرې بندیز لګولی و لکه د موسیقۍ اورېدل، د ژوندیو شیانو د عکسونو اخیستل، ږیره لنډول، وېډیويي فلمونه لیدل ... خلک په عام محضر کې په دُرو وهل.

د کابل غازي لوبغالی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په عام محضر کې پر خلکو د شرعي حدودو د عملي کولو له کبله مشهور و. دغلته د زرګونو کسانو په وړاندې طالبانو پر خلکو سزاوې عملي کولې.

ارشیف، خوست کې د طالبانو د یوې محکمې د حکم پر بنسټ یو سپین ږیری سړی د خپل زوی د قاتل د قصاص پر مهال، د ۱۹۹۶ کال د فبروري ۰۹مه.
ارشیف، خوست کې د طالبانو د یوې محکمې د حکم پر بنسټ یو سپین ږیری سړی د خپل زوی د قاتل د قصاص پر مهال، د ۱۹۹۶ کال د فبروري ۰۹مه.

هغه سیمې چې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، اوس هم په‌کې په عام محضر کې پر خلکو سزاګانې عملي کېږي.

د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې چې ډېره برخه‌یې له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې ده، د افضل په مستعار نوم یو ځايي اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل "څو ځله‌یې په عام محضر کې د خلکو په درو وهل لیدلي دي" د هلمند دې اوسېدونکي زیاته کړه چې په سیمه کې یې طالبان ټولې پرېکړې د شریعت سره سمې عملي کوي.

افضل چې نه‌یې غوښتل اصلي نوم‌یې یاد شي او یا یې غږ خپور شي، په خپله سیمه کې په وروستیو اوونیو کې د یو غله د نیول کېدو کیسه وکړه چې د طالبانو له‌خوا په سیمه‌ییز بازار کې د یو موټرسایکل د غلا په جرم نیول شوی وو. د نوموړي په وینا د طالبانو ځايي محکمې پرېکړه وکړه چې د غله مخ دې تور شي او په ټول بازار کې دې د نورو د عبرت لپاره وګرځول شي. د افضل په وینا طالبانو له دې پرېکړې سره سم "د غله مخ د موټر په زړو موبلایلو تور کړ او د یو موټر په باډۍ کې یې په ټول بازار کې په ولاړه وګرځاوه. بیا یې څو دُرې وواهه او خوشې یې کړ."

د پکتیا د زرمت ولسوالۍ چې پر ډېره برخه‌یې طالبان واکمن دي، یو اوسېدونکي انورالله ازادي راډیو ته د طالبانو د محکمو په اړه وویل چې دوی په یو ټاکلي ځای کې محکمې نه‌لري "بلکې ګرځنده محکمې دي چې کله په یو کلي کې او کله په بل کلي کې دوی ته په راغلیو قضیو غونډې کوي."

ګلبهار سیمه کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي، د ۱۹۹۶ کال د فبروري میاشتې ۰۷مه.
ګلبهار سیمه کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي، د ۱۹۹۶ کال د فبروري میاشتې ۰۷مه.

د نوموړي په وینا "ځیني خلک ځکه د طالبانو له محکمو خوښ دي چې ژر پرېکړه کوي او د قضیې له اړخونو رشوت نه‌غواړي. هغه وايي، یو شمېر خلک ځکه د طالبانو محکمو ته په ځینو ولایتونو کې خپلې قضیې وړي چې د حکومت عدلي او قضايي ادارو کې له فساد ستړي دي."

خو د زرمت ولسوالۍ د دې اوسېدونکي په وینا دا په دې معنی هم نه‌دي چې دا محکمې ټولې پرېکړې عادلانه کوي. نوموړی په ځانګړې توګه د ښځو په برخه کې د طالبانو د محکمو پرېکړې یو اړخیزې بولي او وايي ډېر کله ښځې د طالبانو په محکمو کې په دې خاطر محکمه شوي چې یو چا پرې تور لګولی او یا یې پرې شک کړی دی.

په ۲۰۱۵م کال کې په غور ولایت کې یوه ښځه د خپل نامزاد سره تر واده مخکې د جنسي اړیکو د لرلو په تور سنګسار شوه. هغه مهال د غور ځايي چارواکو د دې سنګسار ملامتي پر ځايي طالبانو اچولې وه.

طالب وسله‎والو په افغانستان کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ سنګسار کړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:28 0:00

د افغانستان په حکومتي قوانینو کې که څه هم د نامشروع جنسي روابطو په تور د سنګسار سزا نه‌شته، خو که ښځه یا سړی په داسې څه مجرم وګڼل شي په اوږدمهالي زندان محکومېږي.

  • پر ټولنیزو رسنیو څار

طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې خپل ټول وسله‌وال د امنیتي او مذهبي دلایلو پر بنسټ د ځیرکو ټیلیفونونو له کارولو منعه کړي. د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې دې وسله‌والو د ملکيانو لپاره هم د ځیرکو ټیلیفونونو کارول منعه کړي، خو دا چې په دې سیمو کې لایني ټیلیفونونه نه‌شته، په ګڼو سیمو کې هم طالبان او هم‌یې تر واک لاندې ولسي خلک اړ دي چې ځیرک ټیلیفونونه وکاروي.

پر ځیرکو ټیلیفونونو د طالبانو له‌خوا د بندیز یو سبب، دې ډلې ته د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو او څار زیاتېدونکی ګواښ و. طالبان همدارنکه وېره لري چې که تر واک لاندې سیمو کې یې ملکي وګړي ځیرک ټیلیفونونه وکاروي، خلک به د وېډیوګانو او تصویرونو په اخیستلو د دې وسله‌والو د فعالیتونو او ځایونو په اړه له نورو سره معلومات شریک کړي. د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې خپلواکې رسنۍ نه‌شته. دوی خپلې انلاین او چاپي خپرونې لري او همدارنګه په ځینو سیمو کې د طالبانو د " شریعت غږ" راډیو خپرونې لري.

  • "موسیقي اورېدل او ټلوېزیون لیدل منعه دي"

طالبانو چې د خپلې واکمنۍ پر مهال‌یې د ټکنالوژۍ لکه انټرنټ، عکسونو او وېډیوګانو اخیستلو او نورو ورته معاصرو تخنیکي وسایلو سره جوړه نه‌وه اوس تر ډېره له دې وسایلو کار اخلي. د خپلو تبلیغاتو او بیانونو د رسولو لپاره د طالبانو ویندویان په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي، په څو ژبو خپرېدونکې وېب‌پاڼې لري او د لوړ کیفیت وېډیوګانې جوړوي او خپروي.

ارشیف، طالبانو د موسیقۍ کستونه او وېډیويي فلمونه مات کړي او فیتې یې د یوه سړک په غاړه پر یوه لرګي ځړولي دي.
ارشیف، طالبانو د موسیقۍ کستونه او وېډیويي فلمونه مات کړي او فیتې یې د یوه سړک په غاړه پر یوه لرګي ځړولي دي.

خو طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د عامو خلکو له‌خوا د ټولنیزو انلاین رسنیو له کارولو سره ډېر جوړ نه‌دي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په وړاندې چې د طالبانو په مخالفت کې څه خپاره کړي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې لسګونه ژورنالېستانو ته ګواښونه کړي او افغان چارواکو د یو شمېر ژورنالېستانو د وژنې پړه هم پر دې وسله‌والې ډلې اچولې ده.

د ارزګان د شهید احساس ولسوالۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، یو اوسېدونکی امان‌الله وايي، کله‌یې چې د طالبانو په اړه څو انتقادي لیکنې پر فېس‌بوک خپرې کړې، د دې ډلې وسله‌وال پرې غوسه شول.

امان‌الله زیاتوي: "طالبانو لومړی ماته خبرداری راکړ چې بل ځل داسې شیان فېس‌بوک کې ونه‌لیکم، خو کله چې یې ما په خبرداري عمل ونه‌کړ دوی زه ونیولم او په دې خاطر چې د دوی په اړه مې فېس‌بوک کې پوسټونه کړي و ویې‌وهلم. ما دوی ته وویل چې تاسو خلک ځوروئ، له خلکو په زور مالیه اخلئ او له خلکو په زور ډوډۍ غواړئ."

امان‌الله بالاخره د طالبانو له وېرې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته کډه شو.

د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکي سمېع‌الله ازادي راډیو ته وویل، خپله ولسوالۍ کې یې یوه مدني ټولنه جوړه کړې وه او د خپلو فعالیتونو په اړه به‌یې په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه او لیکنې خپرولې.

هغه زیاتوي چې بالاخره د ځايي طالب مشرانو له‌خوا وروغوښتل شو او خبرداری ورکړل شو که دا ډول فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو له بدو عواقبو سره به‌یې مخ شي.

سمېع‌الله وايي له دې خبرداري سمدستي وروسته‌یې خپل ټول مدني فعالیتونه بس کړل او بیا یې په ټولنیزو رسنیو کې هم څه ونه‌لیکل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG