د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

پکتیا کې ۱۰۳ ښوونځي ودانۍ او ډېر شمېر نور تدریسي مواد نه‌لري


د پکتیا په میرزاکې ولسوالۍ کې یو ښوونځی چې ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.
د پکتیا په میرزاکې ولسوالۍ کې یو ښوونځی چې ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

په پکتیا کې ۱۰۳ ښوونځي ودانۍ او ډېر شمېر ښوونځي تدریسي کتابونه نه‌لري.

په پکتیا کې د پوهنې ریاست داسې مهال نوی ښوونیز کال پیلوي چې لا هم په دې ولایت لسګونه ښوونځي ودانۍ او تدریسي توکي نه‌لري او د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کلتوري او امنیتي ستونزو له امله نجونې زده‌کړو ته نه‌پرېښودل کېږي.

سمېع‌الله وصال د پکتیا د مرکز ګردېز ښار په غازي ببرک خان ځدراڼ ښوونځي کې سږ کال له ۱۲م ټولګي فارغ شو، هغه ښوونځی چې د مرکز ګردېز یو له غوره ښوونځیو ګڼل کېږي.

دی وایي، تېر کال‌یې نه‌یوازې دا چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د رامنځته شویو محدودیتونو له امله ډېری مضامین نیمګړي پاتې شول، بلکې نږدې هر کال تر اخره هم له بشپړ تدریسي موادو نه‌برخمن کېږي او استادان‌یې هم د ادلون بدلون پر مهال د کتابونو په بشپړه توګه تدریس نه‌بریالي کېږي.

پکتیا کې یو شمېر زده‌کوونکي د نوي تعلیمي کال د پيل د لمانځلو پر مهال
پکتیا کې یو شمېر زده‌کوونکي د نوي تعلیمي کال د پيل د لمانځلو پر مهال

وصال وايي: "موږ د کال تر اخره کتابونه نه‌درلودل، بل مو معلمان ناوخته راغلل، کتابونه ختم نه‌شول، لابراتوار دی، هغه کې بېخي کمې تجربې کېږي، ځکه ټول سامانونه‌یې ورک یا مات شوي دي."

یو شمېر نور زده‌کوونکي بیا وایي چې له مرکزه بهر په ولسوالیو کې پوهنیز وضعیت له دې هم کمزوری دی او دوی له ودانیو، مسلکي ښوونکو، تدریسي موادو له کمښت او نشتوالي سره مخ دي.

د زرمت ولسوالی یو زده‌کوونکی نورالله وایي: "په ولسوالیو کې بېخي ډېرې ستونزې دي، زموږ خپله ولسوالۍ کې ډېر ښوونځي تعمیر نه‌لري، که‌یې لري هم صنفونه‌یې کم او خراب دي، معلمان مو نه‌شته، کتابونه کم دي او زده‌کوونکي هم په شوق سبق ته نه‌ځي."

د پکتیا د پوهنې ریاست له دې ټولو ستونزو سره سره په ۴۱۲ مختلفو ښوونیزو مرکزونو کې سږکال ۲۰ زره نوي ماشومان جذبوي چې ۱۰ زره به‌یې نجونې وي.

د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وایي، دا مهال په ۶۰ ښوونځيو کار روان دی او د راتلونکي کال په نیمایي کې به زده‌کوونکو ته د تدریسي کتابونو وېش او د لسګونه نورو ښوونځیو په ودانیو کار پیل شي.

پکتیا کې د نجونو یو ټولګی
پکتیا کې د نجونو یو ټولګی

ښاغلی ځاځی زیاتوي: "د اقرا برنامې په چوکاټ کې ۱۰۳ ښوونځي جوړېږي او د شهرسازۍ او پوهنې وزارت په برنامو کې چې څومره ښوونځي جوړېږي، که ټول تکمیل شي زموږ ۹۵ سلنه د ودانیو ستونزه هوارېږي او پاتې شو کتابونه د راتلونکي نیمایي کال په منځ کې به ان‌شاءالله راورسېږي او هم‌مهاله به‌یې وېش ترسره شي."

په پکتیا کې ټول‌ټال ۲۷۵ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۷۳ زره په‌کې نجونې دي او اووه‌نیم زره ښوونکي ورته تدریس کوي چې ۷۵۰ تنه‌یې ښځینه ښوونکې دي.

خو د نجونو پر زده‌کړو د محدودیت ستونزه لا هم پر خپل ځای پاته ده. د دې ولایت د پوهنې ریاست په وینا د پکتیا په اووه ولسوالیو کې لا هم له اووم ټولګي پورته نجونې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله زده‌کړو ته نه‌پرېښودل کېږي، هغه ستونزه چې د پوهنې ریاست‌یې هم د حل په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG