د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

خوست کې د نمونوي ښوونځي کمپلېکس ګټې اخېستنې ته وسپارل شو


د څلورو ولایتونو د زده کوونکو لپاره په خوست کې د نمونوي ښوونځي کمپلېکس ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
د څلورو ولایتونو د زده کوونکو لپاره په خوست کې د نمونوي ښوونځي کمپلېکس ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د پنجشنبې (د سلواغې ۲۳مه) په ورځ خوست کې د سوېل ختیځو څلورو ولایتونو ممتازو زده کوونکو لپاره په لومړي ځل د هېواد په کچه د نمونوي ښوونځي کمپلېکس له جوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د یادې لېسې په ودانیزو چارو چې ۲۱۵ میلیونه اافغانۍ لګښت راغلی، د نږدې درې سوه زده کوونکو د اوسېدو ظرفیت لري.

دې ښوونځي کې به د خوست سربېره د پکتیا، پکتیکا او لوګر د نهمو، لسمو، یوولسمو او دولسمو ټولګیو ممتاز او لایقه زده کوونکي جدب شي.

د خوست د نمونوي لېسې دې کمپلېکس کې زده کوونکو ته د اوسېدو لیلیه او نور امکانات برابر شوي دي.

د پوهنې سرپرسته وزیره رنګینه حمیدي
د پوهنې سرپرسته وزیره رنګینه حمیدي

د یاد کمپلېکس د پرانېستې په ځای کې د پوهنې سرپرستې وزیرې رنګینه حمیدي ازادي راډیو ته وویل: "دا د ۲۱۵ میلیونه افغانیو پروژه ده، دا نمونوي ښوونځی دلته په خوست کې د څلورو ولایتونو لپاره جوړ شوی دی، د پوهنې وزارت دا ډول ۶ نور نمونوي ښوونځي هم په پام کې لري، له ښه مرغه خوست په تاریخ کې اولین ولایت شو چې دا ښوونځي مو په کې پرانېسته، ۷۲ تدریسي خونې لري، لیلیه يې ده، جومات دی، داسې مکتب تر اوسه په افغانستان کې په افغاني بودیجه نه دی جوړ شوی، دا زموږ لپاره افتخار دی."

سره له دې چې په خوست کې د نمونوي ښوونځي لپاره د تدریسي او لیلیې د ودانیو په ګډون کمپلېکس بشپړ شوی، خو تر اوسه يې اړوند ریاست ته د اداري او تدریسي برخې تشکیل نه دی ورکړل شوی.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل، دوی به هېڅ داسې زده کوونکی چې په ښوونځي کې نوښتګر او تکړه نه وي، په دې ښوونځي کې شامل نه کړي.

نوموړي د پوهنې له وزیرې وغوښتل چې دې ښوونځي ته د تشکیلاتو په پیدا کولو کې همکاري وکړي.

خوست کې د نمونوي ښوونځي ودانۍ
خوست کې د نمونوي ښوونځي ودانۍ

د خوست چارواکو بیا له کورنیو وغوښتل چې خپل اولادونه په ښوونځیو کې شامل کړي.

خوست والي مهمند کټوازي وویل: "دا نن ګلالي ماشومان سبا به د دې وطن رهبري په غاړه اخلي، د دوی د پلرونو او مشرانو څخه غوښتنه کوم چې کوښښ وکړئ خپل اولادونه ښوونځیو کې شامل کړئ، څو د علم له لارې دوی په خپله په خپلو پښو ودریږي، علم لاسته راوړي، پوهنتونونو ته ولاړ شي او د وطن رهبري په لاس کې واخلي. "

په خوست کې ۳۷۰ حکومتي ښوونځي او ۱۳۰ خصوصي ښوونځي فعال دی چې څه دپاسته درې نیم لکه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، له دې پرانېستې یوه ورځ مخکې په یوه غونډه کې په دې ولایت کې د ۴۵ ښوونځیو لپاره جوړې شوې نوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته سپارل شوې وې.

د خوست کې درېیمه برخه زده کوونکې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG