د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

افغانستان کې ډېر شمېر نجونې په نیمايي کې ښوونځی پرېږدي


د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقونو څیړنیز بنسټ په څیړنه کې راغلي، کله چې په دغو ولایتونو کې نجونې اووم ټولګي ته رسیږي ۱۵ فیصده، په اتم کې ۱۳،۶ فیصده، په نهم ټولګي ۱۵،۴، په لسم کې ۱۱،۶، په یوولسم کې ۱۳،۱ او په دولسم ټولګي کې  په کې ۵،۶ کموالی راځي.
د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقونو څیړنیز بنسټ په څیړنه کې راغلي، کله چې په دغو ولایتونو کې نجونې اووم ټولګي ته رسیږي ۱۵ فیصده، په اتم کې ۱۳،۶ فیصده، په نهم ټولګي ۱۵،۴، په لسم کې ۱۱،۶، په یوولسم کې ۱۳،۱ او په دولسم ټولګي کې  په کې ۵،۶ کموالی راځي.

د افغانستان په اکثرو سیمو کې ډیری داسې نجونې شته چې له څلورم، پنځم او یا شپږم ټولګې وروسته، له زده کړو بې برخې شوې دي.

د افغانستان د ښځو او ماشومانو څیړنیز بنسټ د خپلې تازه څیړنې له مخې وايي، دا هغه نجونه دې چې عمرونه یې له ۱۳ نه تر ۱۸ پورې رسیږي او ښوونځیو ته یې د نه تګ لامل بېوزلي، ناوړه دودونه، په زوره ودونه، ناامني او داسې نورې ستونزې په ګوته شوي دي.

یاد بنسټ د دغې څیړنې موندنې د سه شنبې په ورځ په یوې ناسته کې د افغانستان د حکومت له اجراییه رییس او د پوهنې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د ستونزې د خپل په هدف يې د دوی ژمنې واخیستي.

د بامیان ولایت اوسیدونکې معروفه یوه له دغو نجونو ده چې د کورنۍ د مخالفت له امله نه ده توانیدلې، له شپږم ټولګي نه وروسته زده کړې وکړي.

هغه وايي: "تر شپږم ټولګي مې درس لوستی، له هغې وروسته مې کورنۍ او نیکه اجازه رانه کړه چې نور درس ووایم. وخت تیر شو، و مو نه شول کړای. شرایط برابرنه و او زه یې پرې نه ښودم."

معروفه له دې امله ډېره خواشینې او پښیمانه ده چې دغه موقع یې له لاسه وتلې ده.

معروفه یوازینۍ نجلۍ نه ده چې د ناسمو دودونو او د کورني مخالفت له امله له زده کړو بې برخې شوې، بلکې د هیواد په نورو سیمو کې هم ورته ګڼې نجونې شته چې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د پکتیا اوسېدونکې فرشته وايي: "زما ستونزه خو دا ده چې زموږ په کور کې داسې څوک نه و چې ما ښوونځي ته بوځي او بیرته مې راولي. سره له دې چې ما خپلې هڅې کړې، خو کله چې زه نامزاده شوم، د خسر کور مې اجازه رانه کړه چې ښوونځي ته لاړه شم. ویل یې همدومره زده کړې بس دي."

د افغانستان د ښځو او ماشومانو د حقونو څیړنیز بنسټ په کابل، کندهار، ننګرهار، پروان، بلخ او بدخشان ولایتونو کې له ښوونځیو د بې برخې نجونو، ځینو کورنیو او ښوونکو سره د مرکو پرمټ، د خپلو څیړنو موندنې په یوې ناسته کې د افغانستان د حکومت له ځینو چارواکو سره شریکې کړې.

دغه څیړنه کې راغلي، کله چې په دغو ولایتونو کې نجونې اووم ټولګي ته رسیږي ۱۵ فیصده، په اتم کې ۱۳،۶ فیصده، په نهم ټولګي ۱۵،۴، په لسم کې ۱۱،۶، په یوولسم کې ۱۳،۱ او په دولسم ټولګي کې په کې ۵،۶ کموالی راځي.

په راپورکې راغلي چې له لومړنیو ټولګیو وروسته، ښوونځیو ته د نجونو د نه تګ عمده لاملونه، بیوزلي، ناوړه دودونه، په زوره ودونه، ناامني، د ښوونځيو او کورونو ترمنځ اوږد واټن، د ښځینه ښوونکو او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی او داسې نورې ستونزې دي.

دوې دغه ستونزې له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او د پوهنې له سرپرست وزیر میرویس بلخې سره شریکې او ترې ویې غوښتل چې دا مسایل د حکومت په پروګرامونو کې شامل او حل ته یې تدابیر ونیسي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې ددغې ستونزې د هوارولو لپاره به لازم اقدامات وشي.

هغه وویل: "د یوه هېوادوال او مسوول په توګه او همدارنګه په دې مرحله کې د ټولنیز او اداري مسوولیت پر اساس زموږ ژمنه انشاءالله کامله ده. څلوېښت کاله جنګ چې ادامه یې ومونده د افغانستان پرټولو خلکو یې اثر وکړ. په تېره پر ښځو، ماشومانو او نجونو."

په جوړې ناسته کې د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخې وویل، د نجونو د زده کړو موضوع د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې ده.

"موږ هم په روان او هم په راتلونکي کال کې چې د ښوونځیو جوړول مو په پام کې نیولي، عمده موضوع ېې د نجونو د ښوونځیو جوړول او د کوراو ښوونځي ترمنځ فاصله ده. د ۲۷۰۰ ښوونځیو له جملې نه چې کار یې څه باندې ۶۰ فیصده بشپړشوي، شاوخوا ۱۱۰۰ ښوونځي نجونو ته ځانګړي شوي دي."

د حکومت چارواکي په داسې حال کې د نجونو د روزنیزو ستونزو هوارولو ژمنې کوي چې د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د هېواد په کچه ۳،۷ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې ۶۵ فیصده یې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG