د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

پکتیا کې ښځې ځانګړی کتابتون نه‌لري


پکتیا کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې
پکتیا کې یو شمېر نجونې زده‌کوونکې

په پکتیا کې ښځې شکایت کوي چې د دوی لپاره د مطالعې او انټرنټ ځانګړي ځایونه نه‌شته.

د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ګردېز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.

د ثنا په نوم په پکتیا کې د ښاري نسوان ښوونځي یوه زده‌کوونکې وايي: "که ښځې مطالعه وکړي دا د دې سبب کېږي چې ټوله ټولنه باسواده شي، نو باید ښځو لپاره د مطالعې ځانګړي ځایونه او ښوونیز مرکزونه ورته جوړ شي، تر څو وکولای شي له انټرنټ څخه استفاده وکړي، له کتابونو استفاده وکړي، نن سبا ډېر ښه کتابونه لیکل شوي، که موږ ورڅخه استفاده وکړو، کولای شو، خپل راتلونکی هم سم کړو او د خپل هېواد په ابادۍ کې ښه ونډه واخلو."

پکتیا کې نجونې زده‌کوونکې
پکتیا کې نجونې زده‌کوونکې

د ملکې په نوم یوه بله زده‌کوونکې وايي له مطالعې سره د انسان فکر او ذهن پیاوړی کېږي. که دوی په ښوونځي کې ځانګړې مطالعه کوي، نو اړتیا ده چې عامه مطالعه هم وکړي.

د عالیه ګردېزۍ په نوم یوه بله جینۍ وايي مطالعه ښه شی دی او په پکتیا کې کتابتونونه شته، خو د ښځو او نجونو لپاره د مطالعې داسې ځانګړي ځایونه نه‌شته چې دوی هلته ورشي.

عالیه زیاتوي: ​"مطالعه ډېر ښه شی دی، خو متأسفانه په پکتیا کې د ښځو لپاره دومره مناسب ځایونه نه‌شته چې په هغې کې مطالعه وکړي، خو په ښوونځیو کې کتابخانې شته، په بازار کې هم کتابخانې ډېرې دي، خو د ښځو لپاره داسې ښه ځای نه‌شته، کوم کتاب چې زموږ خوښ شي، ورور ته پیسې ورکوم چې له بازاره‌يې راوړي، په کور کې يې مطالعه کوو."

پکتیا کې یو شمېر مېرمنې
پکتیا کې یو شمېر مېرمنې

د پکتیا ولایت نجونې وايي دوی غواړي د ښوونځیو د زده‌کړو ترڅنګ نور کتابونه هم مطالعه کړي او په اوسني وخت کې چې انټرنټ په نړۍ کې د معلوماتو مهمه سرچینه ده، ورڅخه ګټه واخلي، خو ښځو ته دا اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوي.

د پکتیا والي محمد حلیم فدايي وايي چې یو شمېر ښاري ښوونځي د نوري فایبر سره نښلوي چې په دې سره به ښځې او نجونې په ښوونځیو کې د انټرنټ او مطالعې اسانتیاوې پیدا کړي.

د پکتیا والي په ځانګړي ډول د لنکن ښوونیز مرکز هم یادوي چې ښاري نجونې د انټرنټ کارولو او مطالعې لپاره ورتللی شي.

حلیم فدايي
حلیم فدايي

ښاغلی فدايي وايي:​ "د نجونو او ښځو د علمي وړتیاوو د لوړولو خصوصاً د مطالعې او انټرنټ ته د لاسرسي لپاره موږ په ځینو ښوونځیو کې نوري فایبر وصلوو او په دې توګه به دوی ته په خپلو ښوونځیو کې د انټرنټ څخه د استفادې زمینه برابره شي، د دې ترڅنګ لنکن ښوونیز مرکز هم یو ښه فرصت دی چې زموږه خویندې کولای شي، د انټرنټ او مطالعې لپاره هغه ځای ته مراجعه وکړي او د هغوی له سهولتونو ګټه پورته کړي."

سره له دې چې د پکتیا په ګډون د هېواد په کچه حتی د ټولنې د نارینه‌وو قشر کې هم د مطالعې کلتور چندانې پیاوړی نه‌دی، خو کتونکي په دې باور دي چې د مطالعې لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د ښځو او نارینه‌وو په منځ کې دا دود کرار، کرار عامېدلی شي.

XS
SM
MD
LG