د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

د پکتیا زرمت کې پر نجونو د زده کړو بندیز؛د نجونو ۱۲ښوونځي لاهم غیرفعال دي


ارشیف، افغانستان کې د نجونو یو ټولګی
ارشیف، افغانستان کې د نجونو یو ټولګی

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له تېرو نېږدې ۷ کلونو راهیسې وسله والو طالبانو په ښوونځيو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.

د دې ولسوالۍ نجونې زده کوونکې وایي، زرګونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او د افغان چارواکو تر څنګ له وسله وال طالبانو غواړي چې د زده کړو لپاره دې اسانتیاوې رامنځته کړي.

زرمت یوه لویه ولسوالۍ ده چې د پکتیا ولایت لویدیځ کې موقعیت لري او د پکتیا زیاته برخه وګړي همدلته اوسي.

۲۳ کلنه لیلا د دې ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو نا امنیو او هلته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د پکتیا مرکز ګردېز ښار ته را کډه شوې.

د پکتیا مرکز ګردیز
د پکتیا مرکز ګردیز

نوموړې وایي، شپږ کلنۍ کې یې د کلي جومات کې له یو شمېر نورو نجونو سره زده کړې کولې چې وسله وال طالبان پرې خبر شول او زده کړو ته یې له ورتګه منع کړې.

طالبانو په ۱۳۹۳ کال کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه.

لیلا زیاتوي: "اوس هم هلته د نجونو لپاره مکتب نشته، ان مدرسه هم نشته، د زرمت نجونې ډېر استعداد لري، خو حکومت او قومي مشران یې غم نه خوري، بیا زه خپله ګردېز ته راغلو او دلته درس وایو."

لیلا وایي، پر ډېرو ستونزو بالاخره بریالۍ شوه چې هم خپله او هم د خویندو زده کړې بشپړې کړي، خو په کلي او ولسوالۍ کې یې زرګونه نورې نجونې ښوونځیو ته د تګ د زیري په تمه دي.

د زرمت د ولسوال دولت خان ځدران په وینا په دې ولسوالۍ کې شااوخوا شپږ لکه او پنځوس زره کسان اوسېږي چې نیمایي برخه یې نجونې او مېرمنې تشکیلوي.

دی وایي، دې ولسوالۍ کې د شلو او دېرشو زرو په شمېر کې نجونې د زده کړو په عمر برابرې دي، خو لا هم د زده کړو له حقه بې برخې دي.

یو شمېر نجونې زده کوونکې
یو شمېر نجونې زده کوونکې

د رسمي شمېرو له مخې زرمت ولسوالۍ کې د هلکانو په ۵۱ ښوونځيو کې ۲۵۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، خو د نجونو ۱۲ښوونځي لاهم غیر فعال دي.

د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وایي، دې ولسوالۍ کې د پوهنې امریت په چوکاټ کې د قومي مشرانو او بانفوده څېرو په مرسته بریالی شوی چې راتلونکې کال کې په ښوونځیو کې د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

د دې ولسوالۍ د پوهنې امر عبدالرشید عثماني وایي، له وسله والو طالبانو سره یوې هوکړې ته رسیدلی چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي: "د سیمې د علماوو، سپین ږیرو او مخورو مشرانو په همکارۍ مو انشاالله سل فیصده ډاډه یو، د هغې (د طالبانو)خوا هم ډاډ ترلاسه شوی دی چې په نوي کال کې به دا ښوونځي ټول فعاله شي."

وسله والو طالبانو په ۱۳۹۳ کال کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه.

د مسولینو په وینا هغه مهال ۵۴۰۰ په درس بوختې نجونې له زده کړو بې برخې شوې.

ازادي راډیو د دې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد تازه غبرګون ترلاسه نه کړ، خو موده وړاندې یې ازادي راډيو ته ویلي و چې دې ولسوالۍ کې د خوندي چاپېریال تر رامنځته کېدو پورې به نجونې زده کړو ته نه پریږدي.

د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ښځینه ښوونکو د ګمارنې، د منظم تدریسي چاپېریال د رامنځته کولو او د تدریسي موادو د برابروولو لپاره یې پلان چمتو کړی.

XS
SM
MD
LG