د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د تخار دیني عالمان او فعالان: د یوې نجلۍ صحرايي محاکمه کونکي دې ونیول شي


د تخار ولایت دیني عالمانو او د مدني ټولنو فعالانو د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې د اخلاقي فساد په تور د یوې مېرمنې صحرائي محاکمه وغندله.

یادو عالمانو او فعالانو له امنیتي ارګانونو څخه وغوښتل چې ډېر ژر د دغې پېښې عاملین ونیسي.

دوی د یو شمېر خپلسرو وسله والو او سیمه ییزو زورواکو لخوا د یوې ښځې صحرائي محاکمه له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې وبلله او د یادې پېښې د عاملینو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه یې وکړه.

د دې ولایت یوه تن دیني عالم مولوي بازمحمد رحماني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

مولوي بازمحمد
مولوي بازمحمد

"دغه شان صحرائي محاکمې او خپلسري اعدامونه د اسلام په موبین دین کې جواز نه لري، شرعیت او د اسلام سپېڅلی دین هېڅ چاته دا اجازه نه ورکوي چې پردغه شان وحشیانه عمل لاس پورې کړي او موږ دغه پېښه غندو او له دولتي چارواکو څخه غواړو چې ددغې پېښې عاملین ونیسي او قانونو دې پرې پلی کړي."

د تخار مدني فعالان هم د دې ولایت سیمه ییزه اداره په بې غورۍ تورنه وي او زیاتوي چې دغه پېښه د دولت ترواک لاندې سیمه کې نېږدې دوه میاشتې مخ کې رامنځته شوې، خو سیمه ییز چارواکي تازه ورڅخه خبر شوي دي.

د نوموړي ولایت د مدني ټولنو مشر زمان خان په دې اړه یې ازادي راډيو ته وویل:

زمان خان
زمان خان

"موږ دغه وحشیانه عمل تقبیح کوو او پر امنیتي ارګانونو هم نیوکه لرو چې ولې دوی په دغه موده کې ونه توانېدل چې د دغې پېښې عاملین ونیسي؟ او که له حکومت سره د خلکو د امنیت او د خوندیتوب غم واي ، نو اوس به دغه شان پېښې په هېواد کې نه رامنځته کېدلاي."

بل خوا د سيمه یيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رئيس عبدالمتين بيک د تخار سيمه ییزو چارواکو ته لارښوونه کړې چې دغه پېښه په جدې توګه وڅېړي.

د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې خبر پاڼه د متين بيک له خولې ويلي چې د تخار سيمه یيزه اداره مکلفه ده، څو په چاه اب ولسوالۍ کې د يوې ښځې د صحرائي محکمې موضوع وڅېړي او د پېښې عاملان دي د قانون منګولو ته وسپاري.

په ورته وخت کې د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور بیا وايي چې دوی د دغې موضوع د څېړلو په هدف یو پلاوی د چاه اب ولسوالۍ ته استولی، څو د دغې وحشیانه پېښې عاملین په نښه او ونیسي.

سنت الله تیمور
سنت الله تیمور

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ولسوال ته لارښوونه کړې چې ډېر ژر د رامنځته شوي پېښې سیمې ته ولاړ شي د دغې پېښې تورن کسان ونیسې او د تخار سیمه ییز حکومت هم دغه پېښه یې غندلې ده او هغه کسان چې په خپره شوې وېډیو کې لېدل کې موږ یې نیسو او د قانون په رڼا کې ورته سزا ورکوو."

ښاغلي تیمور زیاته کړه چې دغه ښځه ژوندۍ ده او په چاه‎اب ولسوالۍ کې د خپل د خاوند په کور کې ژوند کوي.

د معلوماتو پربنسټ، دغه پېښه د روان کال په قوس میاشت کې د چاه اب ولسوالۍ په رباط سیمې کې رامنځته شوي وه او ویل کېږي هغه قهرجن خلک چې په یوې صحرائي محاکمې کې یو ښځه د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې وهي او ډبوي د همدغې مېرمنې خپلوان دي او خاوند يې په ايران کې ژوند کوي.

تخار کې یوه ښځه، په صحرايي محکمه کې د یو شمېر کسانو له خوا وهل شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

د تخار چاه اب ولسوالۍ د دې ولایت شمال لورې ته موقعیت لري او برسېره پردې له تاجکستان هېواد سره هم پوله لري.

د چاه اب خلک ادعا کوي چې په نوموړې ولسوالۍ کې د غیرمسؤل وسله والو شتون په دې ولسوالۍ کې هرډول جنائي جرمونو، خپلسریو، د مخدره توکو قاچاق او د کانونو غیرقانوني کیندنو ته زمینه برابره کړې او دغې مسئلې د چاه اب خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG