د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

تخار کې یوه ښځه، په صحرايي محکمه کې د یو شمېر کسانو له خوا وهل شوې


تخار کې یوه ښځه، په صحرايي محکمه کې د یو شمېر کسانو له خوا وهل شوې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

په ټولنیزو شبکو کې د یوې ښځې د وهلو د ویډیو له خپرېدو وروسته د تخار د والي ویاند وايي، دغه ښځه ۲۲ کلنه ده او د کورنیو د غړیو له‎خوا وهل شوې ټکول شوې ده.

سنت‎الله تیمور د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ویډیو کې یو سیمه‎ییز قوماندان هم لیدل کېږي چې دی هم د دغې ښځې د کورنۍ غړی دی.

د تیمور په خبره دغه پېښه د تخار ولایت د چاه‎اب ولسوالۍ د رباط حمیدالدین په کلي کې رامنځته شوې ده.

دی د دغې پېښې په اړه د لومړیو معلوماتو له مخې وايي:

"د دغې ښځې کور ته یو ځوان ننوتی و او شاوخوا درې ساعته په دغه کور کې و. د ښځې د کور غړي خبرېږي چې ښځه او ځوان یوازې دي، ښځه بهر کوي او وهي يې. کوم سپین‎ږیري چې په ویډیو کې لیدل کېږي د ښځې خسر او نور ټول يې د کورنۍ غړي دي."

مګر کوم هلک چې له دې ښځې سره لیدل شوی له برخلیکه یې نه دی خبر او داسې ښکاري چې په دې صحرايي محکمه کې نه دی وهل شوی.

د تخار د والي ویاند وايي، د دغې ښځې مېړه له څو کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي.

دی د دغې ښځې د روغتیا په اړه څه نه وايي خو وايي، ژوندۍ ده او اوس د چاه‎اب په ولسوالۍ کې د خپل میړه په کور کې اوسېږي.

د تیمور د لومړیو معلوماتو له مخې دغه پېښه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې، د قوس په میاشت کې رامنځته شوې ده.

دا چې د سیمې خلک مخابراتي خدمتونو ته کافي لاس‎رسی نه‎لري، ونه توانېدو چې د پېښې په اړه عیني شاهدان وپوښتو، خو د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ د ګردنې د کلي اوسیدونکی فیض‎الرحمن چې کلی یې د پېښې ځای ته نېږدې دی، د عیني شاهدانو له خولې وايي، دغه ښځه د سیمې د یو شمېر ملا امامانو د فتوا او د یو سیمه‎ییز قوماندان په حکم په صحرايي محکمه کې وهل شوې ده.

نوموړی وايي:

"یو دوه ملا امامان وو او قوماندان فیض، ملایانو فتوا ورکړه او قوماندان فیض د اجرائیه مسؤل په توګه، دوه ښځې وهلي ټکولي دي. پر دغې قضېې ۱۰-۱۵ ورځې تېرېږي."

د فیسبوک په خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان چې کوتکونه یې په لاسونو کې دي، په واورینه فضا کې لومړی دغې ښځې ته ښکنځل کوي او بیا یې د الله‎اکبر په شعارونو سره په کوتکونو وهي.

ښځه چیغې نه وهي، خو یو سړی یې په لګته وهي او پر ځمکه یې غورځوي.

په افغانستان کې دغه ډول صحرايي محکمې بې ساري نه‎دي.

پخوا تر دې شاوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولایت کې د رخشانې په نامه یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په یوې صحرايي محکمې کې ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نامه بله نجلۍ، د قران د سوځولو په تور، په وهلو ټکولو وژل شوې ده.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي د دغې پېښې په غبرګون کې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د تخار ولایت د چاه‎اب د ولسوالۍ د پېښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

نوموړی وايي:

"موږ اندېښمن یو او هیله لرو چې د افغانستان دولت د قانون د حاکمیت او د خپل‎سرو محکمو د مخنیوي په خاطر، هر اړخېز اقدامات وکړي او هېچا ته اجازه ورنه‎کړي چې صحرايي محکمې جوړې کړي."

د تخار د والي ویاند سنت‎الله تیمور وايي، د سیمې د لېرې والي له امله دولت تر اوسه په دې اړه اقدام نه‎دی کړی، خو د ده په خبره د چاه‎اب ولسوال ته سپارښتنه شوې چې د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی واستوي او د هغو کسانو د نیولو اقدام وکړي چې په ویډیو کې لیدل کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG