د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د کونړ اسمار ولسوالۍ کې د اوغز باغ ښوونځی له ۵۶ کالو راهیسې سرپناه نه لري


د اوغږ باغ بې سرپناه ښوونځی
د اوغږ باغ بې سرپناه ښوونځی

د کونړ ولایت د اسمار ولسوالۍ اړوند د اوغز باغ لېسه ۵۶ کاله وړاندې جوړه شوې، خو لا هم سرپناه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې په سپېرو خاورو کې زده کړې کوي.

زده کوونکي يې وايي، په باد او باران کې يې ښوونځی رخصت وي.

په دې ځای کې له ۱۰زیات، له لرګیو جوړ داسې چوپالونه ولاړ دي چې بارانونو او بادونو ترې خېمې، ترپالونه او نور شیان وړي دي.

که څه هم دا ښوونځی رخصت دی، خو زده کوونکي يې وايي، د ښوونځي په ورځو کې همدې چوپالونو لاندې زده کړې کوي.

زده کوونکي وايي، په باد او باران کې د اوغز باغ ښوونځی رخصت وي
زده کوونکي وايي، په باد او باران کې د اوغز باغ ښوونځی رخصت وي

اوغزباغ سیمه د اسمار ولسوالۍ څخه شااوخوا ۷ کیلومتره لېرې ختیځ لور ته په یوه ځنګل لرونکي او ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ده.

د اوغزباغ په ګډون د اسمار په لوړو او غرنیو ساحو کې د ژمي په موسم کې واورې ورېږي چې د بې سرپناه ښوونځیو زده کوونکي يې له ستونزو سره مخ کړي.

د دې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی حبیب الرحمن وايي: "موږ له ډېر لېرې ځایونو، په غرنیو او ځنګل لرونکو لارو ښوونځي ته راشو، خو دلته چې باران شي، بیا د کېناستو او له بارانه د پټېدو ځای نه لرو، کتابونه او جامې مو لمدې شي، هر باران کې زموږ همدا حال وي."

د اوغز باغ ښوونځی چې ټولګي ېې له چوپالونو جوړ دي.
د اوغز باغ ښوونځی چې ټولګي ېې له چوپالونو جوړ دي.

د دې لېسې بل زده کوونکی شاکرالله هم وایي، له خپلو کورونو په سختو او غرنیو لارو ښوونځي ته راځي، خو د باران د پیل سره بېرته کورونو ته لېږل کېږي، په ښوونځي کې دومره ابادي نه لري چې له بارانه ځانونه وژغوري.

شاکرالله وايي: "له ډېرو لېرې سیمو دې ښوونځي ته راځو، خو د باران له امله بېرته ستنېږو، درسونه را څخه په نیمايي کې پاتې وي، جامې، کتابونه او هرڅه مو لامده شي."

د اوغز باغ قومي مشران هم وايي، پوره ۵۶ کاله وړاندې ورته ښوونځی جوړ شوی او په خبره یې نږدې شپږو لسېزو کې ورته ودانۍ نه ده جوړه شوې.

قومي مشر نظیف الله وویل:"زموږ بچي اوس هم په سپېرو خاورو او تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، ښوونځی يې تعمیر نه لري، موږ سره د ودانۍ د جوړېدو ډېرې ژمنې شوي، خو لا تراوسه یوه ژمنه هم نه ده پوره شوې."

د پوهنې چارو مسولین وايي، په اسمار کې د ۲۴ ښوونځيو څخه يې شپږ ښوونځي ودانۍ لري او پاتې يی بې سرپناه دي.

کونړ چارواکي وايي،په اسمار کې د ۲۴ ښوونځيو څخه يې شپږ ښوونځي ودانۍ لري
کونړ چارواکي وايي،په اسمار کې د ۲۴ ښوونځيو څخه يې شپږ ښوونځي ودانۍ لري

د دوی په خبره یادو ښوونځیو کې د ۳۶۰۰ نجونو په ګډون ۸۱۶۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او د اوغز باغ لېسه يې یو له دغو بې سرپناه لېسو څخه یوه ده چې د ودانۍ جوړولو هڅې يې روانې دي.

د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادي راډیو ته وویل:"د اوغزباغ مکتب ودانۍ نه لري، زموږ هلې ځلې روانې دي، د اقرا پروګرام له خوا راسره د ودانۍ جوړولو ژمنه شوې او دغه مکتب مو په دې پروګرام کې شامل کړی دی ډېر ژر به جوړ شي."

عبدالقهار اخندزاده زیاتوي، په کونړ کې ټول ۵۱۲ ښوونځي شته چې له ډلې يې ۲۰۰ ودانۍ لري او نور ټول يې سرپناه نه لري، په دغو ښوونځیو کې څه کم دوه سوه زره نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG