د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

زابل کې طالبانو د زنا او غلا په تور يو شمېر کسان په درو وهلي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولايت موقعيت

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په زابل کې د زنا او غلاوو په تور ځینې کسان د خلکو په حضور کې په درو وهلي او په حبس یې محکوم کړي.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحمت الله حماد رسنیو ته په یوه پيغام کې تأیید کړې چې یوه ښځه او یو سړی د زنا په تور ۳۹ درې وهل شوي او په بند محکوم شوي.

تېره اوونۍ هم ننګرهار کې یوه ښځه او یو سړی د زنا په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي و چې د بشري حقونو د مدافعانو تُند غبرګونونه یې وپارول.

د طالبانو چارواکي د خپلې لومړۍ دورې واکمنۍ په څېر یو وار بیا د خلکو په حضور کې تورنو کسانو ته سزاوې ورکوي.

په زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحمت الله حماد د دې علني محکمې په اړه رسنیو ته ویلي: "د زابل ولایت په مرکز قلات کې شپږ تنه مجرمین چې څه موده وړاندې نیول شوي وو له څېړنو وروسته او د دوی د جرم له ثابتېدو وروسته د استیناف محکمې له لوري د خلکو په حضور کې مجازات شول.یوه ښځه او یوه نارینه دا د زنا په تور باندې مجازات شول ۳۹ درې ووهل شول."

دا وار په زابل کې د یکشنبې په ورځ یوه ښځه او یو سړی د زنا په تور په دُرو وهل شوي.
دا وار په زابل کې د یکشنبې په ورځ یوه ښځه او یو سړی د زنا په تور په دُرو وهل شوي.

سربېره په دې تورن سړی په شپږ کاله او تورنه ښځه په دوه کاله بند محکومه شوې.

د دغو دوو کسانو د اړیکو د جوړولو په تور هم یوه ښځه ۲۰ دُرې وهل شوې او په شپږ کاله بند محکومه شوې ده.

پاتې دوه نور کسان هم د غلاو په تور ۲۰ او ۱۵ درو وهل شوي او په یوه میاشت بند محکوم شوي.

د طالبانو د واکمنۍ چې نږدې یو کال تېریږي، د دوی چارواکي په تېر یو کال کې د خلکو د بشري حقونو په جدي سرغړونه تورن شوي دي.

طالبانو په جون میاشت کې په کندهار کې درې کسان ۳۹ دُرې ووهل او تر هغه را وروسته یې تېره اوونۍ ننګرهار کې درې کسان د زنا او نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په ۳۹ – ۳۹ دُرو ووهل.

د طالبانو چارواکو وروسته تر هغه په عام محضر کې د تورنو کسانو د مجازاتو مسله جدي ونیوله چې د دوی رهبر هبت الله اخندزاده څه وخت مخکې په یوه فرمان کې طالبانو ته امر کړی وو چې شرعي قانون دې تطبیق او د بشر په لاس قوانین دې نه پلي کوي.

په عام محضر کې د تورنو کسانو د مجازاتو مسلې د بشري حقونو د سازمانونو کلک غبرګونونه وپارول.

له هغې ډلې د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي ازادي راډيو ته وویل چې طالبان تورن کسان له کومي قانوني پروسېجر او عدالت ته تر لاسرسي پرته په خپل سر مجازات کوي.

هغې اندېښنه وښوده چې که طالبان دې کړنو ته دوام ورکړي په ټولو سیمو کې به طالب عسکر خلکو ته په خپل سر سزاوې ورکوي.

د تورنو کسانو د مجازاتو تر څنګ که څه هم طالبانو په وار وار رد کړې خو دوی د تېر جمهوري نظام د سلګونه پوځیانو او د کورنیو د غړو صحرايي محکمې، وژنې یا تري تم کولو باندې هم تورن شوي.

XS
SM
MD
LG