د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

'نېشنل ریویو' له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه څېړنه مهمه بولي


د کابل له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو د وتلو له صحنې یو انځور - August 28, 2021
د کابل له هوايي ډګره د بهرنیو ځواکونو د وتلو له صحنې یو انځور - August 28, 2021

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

د امریکا د سولې انسټېټوټ:

د امریکا د سولې انسټېټوټ په یوه راپور کې چې پرون چهارشنبې یې خپور کړې، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د رسنیو چاپېریال ته کتنه کړې ده.

د امریکا د سولې د انسټېټوټ په لیکنه په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د مخکینې واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د افغانستان یوه له سترو لاسته راوړنو څخه په پراخه پیمانه د بیان د ازادي پراختیا او د ازادو مطبوعاتو رامنځته کېدل وو، خو لکه څنګه چې موږ د ښځو د حقونو په برخه کې د پام وړ په شاتګ شاهد یو، د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ دوره کې دا مهمه لاسته راوړنه هم د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سخته ځپل شوې.

د دې راپورپه یوه برخه کې د بې پولې خبریالانو د ټولنې په استناد ویل شوي چې افغانستان په سلو کې ۴۰ رسنۍ او په ټوله کې شپېته سلنه خبریالان له لاسه ورکړي دي.

د ښځینه خبریالانو په سلو کې ۷۵ یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او له کابل پرته په نورو ټولو ولایتونو کې تقریباً نورې ښځینه خبریالانې کار نه کوي.

دغه راز طالبانو د خپلې یونیم کلنې واکمنۍ په موده کې ډېر مقررارت او فرمانونه صادر کړي چې تقریباً د خبریالانو لپاره یې په افغانستان کې ژوند او کار کول ناممکن کړي چې په خپلواکه توګه خبریالي وکړي او معني لرونکي راپورونه ورکړي.

د خبریالانو او رسنیو د مدافعې ټولنو په وینا رامنځته شوي وضعیت ډېری خبریالان اړ ایستلي چې له دې هېواده ووځي او هغه رسنۍ هم چې په افغانستان کې اوس فعالیت کوي شکایت کوي چې د طالبانو له لوري ترسخت فشار لاندې دي او مسوول چارواکي هم ورسره په خپل وخت معلومات نه شریکوي.

نېشنل ریویو:

امریکایۍ نېشنل ریویو خپرونې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو موضوع ته پام اړولی او د سر په ټکو کې لیکي، دا مهمه ده چې کانګرس د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د دغې غمیزې په اړه څېړنه وکړي.

نېشنل ریویو لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې له کله چې د بایډن ادارې له افغانستانه ټول ځواکونه ایستلي، زموږ هېواد په دې اړه د ځواب موندلو لټه کړې او زیاتوي، امریکایان تراوسه دا پوښتنه کوي چې څه وشول چې په دې شل کلنه جګړه کې له وینې تویېدو اولګښتونو سره سره موږ دا هېواد طالبانو ته پرېښود؟

د نېشنل ریویو په لیکنه په دې اړه چې په افغانستان کې څه تېروتنې تر سره شوي، ښایي تر ټولو ښه قضاوت هغه تجربه کاره پوځیان وکړي چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی.

د امریکا د پلي سمندري ځواکونو پخواني پوځي او د پخوانیو پوځیانو د یوې مدافعې ټولنې مشر کول لایل ویلي، د همدې لپاره یې ټولنه په استازیو جرګه کې له افغانستانه د بایډن ادارې د بې پروا وتلو په اړه د جمهوریپالو د څېړنو د هڅو ملاتړ کوي.

هغه نېشنل ریویو ته ویلي چې د وتلو وخت او څرنګوالي ته په پام یې دا یو خیانت و.

د لایل په خبره دا له امریکایي پوځيانو سره چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړي، د امریکا له متحدانو، له هغو افغان ښځو او اقلیتونو سره چې متحدو ایالتونو یې د وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه کوله او هم له هغو افغانانو سره چې له امریکا سره یې په دې هېواد کې همکاري کړې، خیانت و او دا موضوع باید په ژور ډول وڅېړل شي چې څه تېروتنه شوې.

د یادونې وړ ده چې له افغانستانه د امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر لا بشپړ شوی نه و چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړې.

د نېشنل ریویو په لیکنه د بګرام له اډې وتل چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه وه، د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر میچل مککاول د اندېښنو یوه عمده موضوع ده.

هغه ویلي، په دې اړه کلک هوډ لري چې دا موضوع ښه روښانه کړي.

د امریکا د استازیو جرګه په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه د څېړنې هڅې وروسته له هغې پیل کړي چې د امریکا د منځمهاله انتخاباتو په نتیجه کې جمهوري غوښتونکو په دې جرګه کې اکثریت خپل کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG