د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

نیویارک پوسټ: شهزاده هري په افغانستان کې پر خپلو کړنو پښېمانه نه دی


ارشیف: د بریتانیا شهزاده هري په افغانستان کې د ماموریت پرمهال
ارشیف: د بریتانیا شهزاده هري په افغانستان کې د ماموریت پرمهال

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

نیویارک پوسټ:

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په جګړه کې د یو شمېر طالبانو د وژلو په اړه د برتانوي شهزاه هري لانجمنونو څرګندونو ته پام اړولی او لیکي، شهزاده هري له سي بي اس تلوېزیون سره په تازه مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوې، د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژلو په اړه هغه څرګندونې چې د خپلو خاطرو په کتاب کې یې کړي، تحریف شوې بولي او رسنۍ تورنوي چې د ده د څرګندونو یوه برخه یې را اخیستې ده.

هغه ویلي، د ده په باور یو له خورا خطرناکو درواغو څخه چې دوی ویلي دا دي چې ما په یو ډول په افغانستان کې د وژل شویو کسانو په اړه ویاړ کړی دی.

هغه ویلي چې کلمات یې خطرناکه نه دي بلکې له هغو برداشت یې کورنۍ ته ډېر خطرناک دی.

د نیویارک پوسټ په لیکنه شهزاده هري د بریتانیا د پوځ په هوایي ځواکونو کې د دندې په مهال د تورن په حیث دوه ځلې افغانستان ته تللی.

د سپییر په نوم د خپلو خاطرو په کتاب کې شهزاده هري په یوه برخه کې وژل شوي کسان د شطرنج له تختې څخه د دانو له لیرې کولو سره پرتله کړي او ویلي یې دي چې بد کسان باید مخکې له دې چې ښه کسان ووژني له لارې لیرې شي.

د ورځپاڼې په لیکنه هغه دا هم ویلي چې پر خپلو کړو وړو پښېمانه نه دی ځکه د پوځ شرایطو د دې شي غوښتنه کوله.

مېل انلاین:

برتانوۍ مېل انلاین ورځپاڼې هم د شهزاده هري پر څرګندونو تمرکز کړی او هغه مهال په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د قومندان ډګروال ریچارډ کمپ څرګندونې یې رااخیستي چې ویلي یې دي، نه پوهېږي چې په ښکاره د ۲۵ طالبانو د وژلو په اړه د هري څرګندونې به د وضعیت له ښه کېدو سره څه ډول مرسته وکړي؟

د ورځپاڼې په لیکنه، ۶۳ کلن کمپ ویلي، د بریتانیا د پوځ د جګړې د څرنګوالي په اړه د شهزاده هري څرګندوني له حقیقت سره اړخ نه لګوي او زیاتوي، هغه هڅه کړې چې د خپل خدمت په اړه د ده په خبره بیداره عناصرو ته دا مسئله توجیه کړي.

ډګروال کمپ مېل انلاین ورځپاڼې ته ویلي، د هري د څرګندونو له هغې برخې سره چې ویلي یې دي، د پوځ له خوا په روزنه کې ورته ویل شوي چې طالبان څوک دي او دا انګېرنه چې هغوی له انسانانو کم وګڼل شي، دی ډېر جوړ نه دی.

د شهزاده هري دا څرګندونې په بریتانیا او نوره نړۍ او په افغانستان کې دننه له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوې.

په هلمند کې چې د نړیوالو ځواکونو د حضور په مهال برتانوي ځواکونه په کې دېره وو، روانه اونۍ په یوه اعتراضیه غونډه کې د هري څرګندونې وغندل شوې.

د دې غونډې یو شمېر ګډونوالو د شهزاده هري عمل د بشریت له ټولو اصولو سره په ټکر کې وباله او د هغه پر وړاندې یې د قانوني اقداماتو د کېدو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG