د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

ځینې افغان نجونې اقتصادي ستونزې د انلاین زده کړو پر وړاندې مهم خنډ بولي


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې له زده کړو بې برخې شوې یو شمېر نجونې د انلاین ښوونځيو او پوهنتونونو جوړول ښه فرصت بولي، خو وايي چې د اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو له امله نه شي کولای ترې استفاده وکړي.

افغان نجونې وایي، د برښنا او انټرنېټ نه شتون او کمزوري اقتصاد په انلاین ډول د زده کړو ترلاسه کول سخت کړي دي.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وتړلې د افغانستان د ننه او بهر مېشتو ځینو افغانانو، دغو نجونو ته د انلاین پوهنتونونو او مرکزونو د جوړولو خبر ورکړ.

افغان نجونې وايي، که څه هم انلاین زده کړې ښه فرصت دی، خو د شته ستونزو له امله دوی نه شي کولای له دې ښه فرصت څخه استفاده وکړي.

زهرا حمیدي ازادي راډيو ته وویل: "هغه پلار چې د ورځې ۱۰۰/۲۰۰ افغانۍ نه شي پيدا کولای نو څنګه کولای شي چې موږ ته د انلاین زده کړو لپاره پيسې راکړي. ما غوښتل چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړم، خو نه کېږي، زموږ له توانه پورته ده چې انلاین زده کړې وکړو، خو پخوا موږ کولای شوای، موږ ټولو دندې درلودلې، عاید مو درلوده."

په ورته وخت کې یوه بله له زده کړو پاتې افغان نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي وویل، د انلاین پوهنتونو له ډلې یوه ته یې نوملیکنه وکړه، خو د اقتصادي ستونزو له امله ونه توانېده چې زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه وايي: "دلته ډیرې ستونزې دي، موږ انټرنېټ ته لاسرسی نه لرو، ډېری خلک د انټرنېټ لپاره له وای فای کار اخلي، ځکه د وای فای انټرنېټ ښه دی، خو کله چې برښنا نه وي موږ نه شو کولای وای فای ته لاسرسی ولرو، نو د همدغو ستونزو له امله زه خپله چې مې غوښتل ډیپلوماسۍ کې ماسټري واخلم، ونه توانېدم چې ګډون وکړم."

دا نجونې وايي، اړینه ده چې د افغان نجونو زده کړو ته یو منظمه حل لار وموندل شي، څو هغه نجونې چې له زده کړو بې برخې دي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

خبریاله او مدني فعاله مینه ممتازبیا له خلکو غواړي چې د تحصیلي بنسټونو د بېرته خلاصون لپاره دي خپل غږ پورته کړي.

هغه وايي: "موږ یوازې په شعارونو کې وایو چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیستل شي،خو هیچا هم عملي اقدام ونه کړ. ولې؟ کله چې قران په یو غربي هېواد کې وسوځل شو، ټولو خپل غږونه جګ کړل، خو د قران د محتویاتو لپاره هېڅ چا هم غږ جګ نه کړ. کله چې د قران لومړی سوره (اقرا) دی، مانا ده چې (ولوله) خو دا چې موږ له زده کړو پاتې یو ولې څوک غږ نه جګوي."

خو یو شمېر نورې نجونې چې اوسمهال په بېلابېلو انلاین ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې کوي وايي، له نشت دا هم ښه ده.

دوی وايي، ستونزې شته، خو د اوس لپاره بله لاره نه لري او اړ دي چې په سختو لارو له کړاوه ډک مزل وکړي څو منزل ته ورسېږي.

د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

طالبانو پر افغانستان له دویم ځل واکمنۍ سمدستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او په وروستي اقدام کې د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دغه شان یې تېر میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې په ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د دوی په کار هم کلک بندیز ولګاوه.

که څه هم د طالبانو د حکومت دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې، خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

راپور - نرګس مومند حسنزۍ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG