د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

ښځو سره د طالبانو چلند؛ ریچارډ بېنیټ یې له بشریت ضد جنایت سره انډول بولي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون پر وړاندې د طالب وسله والو د مخالفت یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون پر وړاندې د طالب وسله والو د مخالفت یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول ګڼل کېدای شي.

په یوه تازه راپور کې چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ پرون د مارچ په شپږمه نېټه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته وړاندې کړ، ویل شوي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د بشريت پر ضد له جنایت سره انډول ګڼل کېدای شي.

ریچارډ بېنیټ په خپل راپور کې چې د تېر ۲۰۲۲ کال د جولای او ډسمبر میاشتو ترمنځ مسایلو ته کتنه په کې شوې ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیتي ځورونې حیثیت لري چې دا د بشريت پر ضد له جنایت سره انډول ګڼل کېدای شي.

هغه وویل د طالبانو عمدي او حساب شوې پالیسي دا ده چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې او هغوی له ټولنیز ژوند څخه حذف کړي.

هغه ټینګار وکړ چې له طالب چارواکو سره د ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې په خاطر حساب کتاب کېدای شي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

ریچارډ بېنیټ زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید طالبانو ته دا واضح پیغام ورکړي چې له ښځو او نجونو سره دا ډول ناوړه چلند د زغم وړ نه دی او د دین په ګډون له هېڅ اړخه توجیه نه لري.

بېنیټ پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه له جنسیتي اپارتاید سره انډول وبلل او زیاته یې کړه چې دا به په اوږدمهال کې د افغانستان پر ټولو وګړو ناوړه اغېز ولري.

په عین حال کې د ښځو او نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ په یوه نوي ویډیويي پیغام کې د نړۍ له مشرانو غوښتي دي چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یو موټي شي.

د ښځو او نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ
د ښځو او نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ

یوسفزۍ وویل: "ښځې او نجونې وېرېږي چې هېرې به شي، خو موږ باید هغه پلمې او توجیهات چې طالبان یې کوي، ونه منو. هغه وخت رارسېدلی چې د نړۍ مشران یو موټی او د افغان نجونو او ښځو په واحد غږ بدل شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د تازه اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر جوړېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې مګر د طالبانو ویندویانو د بشري حقونو د ډلو د مخکېنیو انتقادونو په ځواب کې ویلي چې د دوی حکومت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.

خو له دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو اقدامات له اسلام سره په ټکر کې دي.

دې سازمان د روان کال د مرغومي په ۲۱مه په خپله بېړنۍ غونډه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندولو پرېکړې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې تعلیم ته د نجونو لاسرسی په هره کچه چې وي د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG