د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

جګپوړی امریکايي چارواکی: له طالبانو سره باید حساب وشي


ارشیف: د طالبانو ځينې مشران
ارشیف: د طالبانو ځينې مشران

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، له طالبانو سره باید حساب وشي.

امریکا وايي، طالبان باید د خپلو هغو ژمنو په اړه حساب ورکړي چې عملي کړې یې نه دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته، د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دغه هېواد طالبانو ته د ویزو د صادرولو په محدودیت کې پاتې راغلی.

جان کربي
جان کربي
موږ هڅه کوو چې طالبان د هغو ژمنو او وعدو حساب ورکړي چې کړي یې وې

جان کربي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "موږ هڅه کوو چې طالبان د هغو ژمنو او وعدو حساب ورکړي چې کړي یې وې. مونږ هغوی د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه دي پېژندلي او په نږدې راتلونکې کې دا اراده هم نه لرو چې دا کار تر سره کړو."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو سرغړونې له هغه څه، چې پر ښځو او نجونوله لګول شوي بندیزونه ګنل کېږي زیاتې دي او امریکا باید پر طالبانو نور بندیزونه هم ولګوي.

صلاح الدین سعیدي یو له دغو کارپوهانو ازادي راډيو ته وویل: "د امریکا متحده ایالات د افغانستان له خلکو سره د خپلو ژمنو او په نړیواله کچه د خپلو مکلفیتونو پر بنسټ باید لا زیات اقدامات تر سره کړي، چې له جملې څخه یې د قطر د سیاسي دفتر د موجودیت فلسفه له طالبانو سره د اړیکو د حرکت په مفهوم و، په داسې حال کې چې دوی اوس په افغانستان کې واک کې دي. د قطر په نوم د دفتر موجودیت په یو ډول د رسمیت پیژندنې په مانا ده او دا اصلاً اړینه نه ده. دا او په لسګونه نورې مسئلې دي چې د طالبانو د واکمنۍ د سرغړونو په تړاو یې باید عملي کړي."

شنونکی تمیم عاصي بیا په دې نظر دی چې امریکا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د چلند په غبرګون، پر طالبانو د ویزې نه ورکولو د محدودیت سربېره لا زیات بندیزونو ولګوي.

تمیم عاصي
تمیم عاصي

عاصي وویل: "دا لیک ښيي چې د امریکا د سنا مجلس په ځانګړي ډول د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټه غواړي د ولسمشر بایډن پر حکومت فشار راوړي چې د طالبانو پر ضد چې د ښځو پر وړاندې تبعیضي سیاستونو لري او د هغوی زده کړې، تحصیل او کار ته د لاسرسي حق یې ترې اخیستی، د بندیزونو نوې بسته وضع کړي چې دا به د ویزو ورکولو څخه له محدودیت هم ور هاخوا وي. که څه هم طالبان امریکا ته یا ډېر سفر نه کوي، مګر موږ او تاسو به یې په راتلونکو اونیو کې شاهدان یوو."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، چې فشارونه او محدودیتونه د حل لاره نه ده، بلکې باید د سیاسي خبرو اترو لاره غوره شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي زیاته کړه: "د فشار راوړلو وخت تېر شوی. غوره ده چې ټول مسایل د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي، کومه لاره چې دوی غوره کړې سمه نه ده. موږ باید ستونزې د خبرو له لارې حل کړو او دا خبرې چې امریکايي چارواکي یې کوي سمې نه دي او مثبته پایله به ونه لري."

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوی لومړی د ښوونځیو دروازې د شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ وتړلې او د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکې يې په کور کېنولې.

له دې محدودیتونو وروسته، طالبانو ښځې او نجونې پوهنتونونو ته له تګ او په نادولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړې.

طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې. په انځور کې لیدل کېږي چې د تېر ډسمبر په ۲۱مه د کابل پوهنتون مخې ته ښځینه محصلانې راټولې شوې وې.
طالبانو د تېر میلادي کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروزاې وتړلې. په انځور کې لیدل کېږي چې د تېر ډسمبر په ۲۱مه د کابل پوهنتون مخې ته ښځینه محصلانې راټولې شوې وې.

د طالبانو پرله پسې زیاتېدونکي محدودیتونه د دې لامل شول چې امریکا د روان کال په سلواغې میاشت کې د طالبانو غړو ته د ویزو په ورکولو نوي بندیزونه ولګوي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا دغه پرېکړه غندلې او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو پر وړاندې يې خنډ بللې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG