د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د امريکا ۷۳سلنه متقاعد پوځيان: له افغانستان د امريکايي ځواکونو ايستل يو منفي ګام و


کندهار ولايت کې امريکايي ځواکونه، ارشيف
کندهار ولايت کې امريکايي ځواکونه، ارشيف

د دوحې د تړون درېيمه کليزه او له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل.

د امریکا د متقاعدو پوځیانو په منځ کې ترسره شوې نظرپوښتنه چې نتایج یې پرون د مارچ په لومړۍ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۹ کال د کب په لسمه د سولې د تړون د لاسلیک په ورځ اعلان شول ښيي چې په سلو کې ۷۳ پخواني امریکايي پوځیان، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه منفي نظر لري.

د میشن رول کال Mission Roll Call په نوم د متقاعدو پوځیانو مدافع ټولنې چې، دا نظرپوښتنه یې کړې پخواني سرتېری پوښتلي وو، چې د امریکايي ځواکونو وتلو د تروریزم پر ضد مبارزه کې د امریکا میراث څومره اغېزمن کړی دی؟ په سلو کې ۱۸ پخوانیو پوځیانو په ځواب کې ویلي چې، په دې مسئله کې نظر نه‌لري خو په سلو کې ۷۳ کسانو ویلي چې اغېز یې منفي و.

د میلیتري ټایم ورځپاڼې د راپور له‌مخې دا نظرپوښتنه په تخمیني ډول د ۵۵۰۰ تنه متقاعدو پوځیانو ترمنځ شوې.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې په سلو کې ۸۳ پخوانیو امریکایي پوځیانو ویلي چې، دوی له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو د پلان د تطبیق له مسوولو چارواکو سره د حساب کتاب له کچې راضي نه‌دي.

وردګ ولايت کې امريکايي پوځيان، ارشيف
وردګ ولايت کې امريکايي پوځيان، ارشيف

میشن رول کال ټولنې همداراز ویلي دي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د هغو څېړنو ملاتړ کوي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یې په دې وروستیو کې اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو پرون د کب لسمه د خپلې بریا د ورځې په توګه ولمانځله او د هېواد په کچه په غونډو کې تودې ویناوې وکړې، خو په عین حال کې یې له نړیوالو وغوښتل چې د دوی له حکومت سره تعامل وکړي.

په ارګ کې په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملاعبدالغني برادر وویل، دوی له ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو سره تعامل ته اړتیا لري، خو هغه ټینګار وکړ چې دا تعامل نه یوازې د دوی بلکې د نړۍ په ګټه هم دی.

متحدوایالتونو او د طالبانو استازو د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د امریکايي ځواکونو د وتلو موافقه لاسلیک کړه.

د دې سند له لاسلیک یونیم کال وروسته جمهوري نظام د طالبانو د حملو په نتیجه کې سقوط وکړ او په افغانستان کې طالبان واکمن شول.

په تېرو دریو کلونو کې متحدوایالتونو او طالبانو په وار وار پر یو بل د دوحې له موافقې څخه د سرغړونو تورونه لګولٍي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG