د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دویم ځل لپاره څېړنه پیل شوې


د امریکا په کانګرس د دې هېواد ملي بیرغ
د امریکا په کانګرس د دې هېواد ملي بیرغ

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د دویم ځل لپاره څېړنه پیل کړه.

د امریکا د کانګرس د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکي یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنه کوي.

دوی د یو لیک په لېږلو سره د سپینې ماڼۍ له مشرتابه، د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او د امریکا د ولسمشر جوبایډن د کابینې ځینو نورو غړو په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسېدو د اسنادو د شریکولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د پارلمان د څارنې د کمېټې مشر جیمز کومر چې د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه هم دی، په یوه بیان کې ویلي: "له بده مرغه د بایډن اداره له افغانستان څخه وتلو ته چمتو نه وه او د دوی پرېکړې په مستقیم ډول په یوه بشري او امنیتي ناورین بدلې شوې."

جمهوري غوښتونکي په داسې حال کې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه څېړنو ته دوام ورکوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وخت کې لاسلیک شوی و چې له مخې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او متحدینو وتلو ته لاره هواره شوه.

د دوحې تړون د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوی و. February 29, 2020
د دوحې تړون د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازي ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوی و. February 29, 2020

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او د هغه د متحدینو له وتلو وروسته دغه هېواد یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ورغی او د اقتصادي او امنیتي ناورین تر څنګ د بشري حقونو ګڼو محرومیتونو هم د خلکو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو پر ژوند سیوری وغوړاوه.

د سیاسي چارو ځینې افغان کارپوهان له دې ډلې همایون محتاط په دې باور دي چې د دې څېړنو اغېز ډېر د امریکا لپاره کورني اړخ لري.

محتاط وویل: "نه جمهوري غوښتونکي او نه هم دیموکراتان له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو د موضوع په اړه کومه ستونزه لري، دوی یوازې د وتلو د مدیریت د څرنګوالي په اړه خبرې کوي چې په لنډه او اوږدمهال کې د افغانستان پر وضعیت اغېز او د دغه هېواد خلکو ته هېڅ ګټه نه لري، خو که دا بیا کتنه بشپړه شي، شونې ده چې له طالبانو سره د امریکا د حکومت د تعامل ځني جزییات او معلومات څرګند شي چې تر اوسه پورې خلک ترې نه دي خبر."

سپینې ماڼۍ تر اوسه د جمهوري غوښتونکو د دې غوښتنې په ځواب کې چې له دوی سره دې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پای ته رسېدو اسناد شریک کړي، غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

خو جوبایډن په وار وار له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې دفاع کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې برخه کې له جمهوري غوښتونکو سره همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.

مخکې هم د امریکا د کانګرس بهرنۍ کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ګدوډ وتلو په اړه لومړنۍ څېړنه پیل کړې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG