د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې بشري بحران په چټکۍ سره د خطرناک حالت پر لور روان دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د هغو امریکايي وګړو د برخلیک په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده چې لاهم په افغانستان کې بند پاتې دي.

ورځپاڼه لیکي چې سپینه ماڼۍ له افغانستانه د پوځي ځواکونو تر ایستلو څو میاشتې وروسته اعترف کوي چې لاهم هلته امریکايان پاتې دي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي افغانستان مو په یاد دی؟ او په دوام کې یې لیکي سپینه ماڼۍ خو غواړي افغانستان هېر کړي، خو امریکایان او د امریکا متحد افغانان چې هلته پاتې دي، د دې مستحق دي چې پاملرنه ورته وشي.

ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د وتلو پر مهال اټکل کړی و چې یوازې د ۱۰۰ او ۲۰۰ ترمنځ امریکايي وګړي په افغانستان کې پاتې دي چې په دوی کې د ده په وینا ځیني یې له افغانستانه وتل غواړي، خو والسټريټ ژورنال د بهرنیو چارو وزارت د تېرې اوونۍ د هغه بیان یادونه کوي چې ویې‌ویل، د اګسټ په ۳۱مه نېټه له افغانستانه تر وتلو وروسته متحده ایالاتو له ۴۷۹ امریکايي وګړو او هغو کسانو سره چې په متحده ایالاتو کې د استوګنې لپاره قانوني اسناد لري له افغانستانه په وتلو کې مستقیمه مرسته کړې او هغوی ته‌یې د کورنۍ له غړو سره په امریکا کې د استوګنې امکان برابر کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز وویل چې اوس‌مهال تر ۱۰ له لږو هغو کسانو سره په تماس کې دی چې غواړي او چمتو دي چې له افغانستانه ووځي او د سفر لپاره لازم اسناد هم لري، خو ورځپاڼه په دې برخه کې هم د سرچینو په حواله لیکي چې وايي، د بهرنیو چارو وزارت ته د تېرې نومبر میاشتې تر پایه، د ۱۲۶ امریکايانو پته معلومه وه چې له دې ډلې پنځه کسان وتلو ته چمتو وو.

والسټريټ ژورنال پوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې وضعیت د خرابېدو په حال کې دی، اقتصادي حالت نور هم خرابېږي او لوږه په زیاتېدو ده، ایا دا کسان لاهم هلته پاتې کېدل غواړي؟

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، په متحده ایالاتو کې د هغو روانو هڅو په اړه یو تحلیل خپور کړی چې هدف‌یې د افغانستان مالي شتمنیو ازادولو ته د امریکا د حکومت هڅول دي.

ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر بایډن اداره د کانګرس د غړو، مرستندویو ټولنو او پخوانیو چارواکو له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بشري مرستو او نقدو پیسو د استولو بهیر بیا پیل کړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، په افغانستان کې بشري بحران په چټکۍ سره د خطرناک حالت پر لور روان دی.

ورځپاڼه د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د امریکا د پوځ د درېیو پخوانیو قوماندانانو، په کابل کې د امریکا د څلورو پخوانیو سفیرانو او نورو جګپوړو چارواکو هغه څرګندونې یادې کړې دي چې د بایډن له ادارې څخه‌یې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو لپاره د پالېسیو د اسانه کولو غوښتنه کړې.

دې ډلې په خپل بیان کې چې د اتلانتیک شورا خپور کړی، ویلي دي چې اوس نو د بایډن اداره باید یوازې د یوه اقدام جرأت وکړي.

واشنګټن پوسټ په دې اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د هغو ارقامو یادونه کړې چې وايي یوازې په سلو کې پنځه افغانان کافي خواړه لري په داسې حال کې چې د اټکل له مخې په سلو کې ۹۷ افغانان به په راتلونکي یو نیم کال کې د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG