د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر کور برید؛ امریکا: تېروتنه شوې، پرې خواشینې یو


د کابل هوايي ډګر ته څېرمه هغه کور چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې له لوري پرې برید شوی.
د کابل هوايي ډګر ته څېرمه هغه کور چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې له لوري پرې برید شوی.

د اګسټ پر ۱۹مه نېټه د امریکايي ځواکونو له لوري د هوايي برید پر مهال د لس افغان وژل شوېو ملکي وګړو د کورنۍ یو بل تن پاتې غړی ایمل وايي، د هغه کورنۍ بې ګناه وه او د امریکايي چارواکو بښنې غوښتلو د دوی له کورنۍ نوم بدي لیرې کړې ده.

هغه د اګسټ میاشتې په ۲۹ مه نېټه مازیګر ۰۴:۴۵ دقیقې خپله کوچنۍ لور، شپږ ورېروونه، یو خورین، د ماما لمسیانو او ورور په شمول چې د کورنۍ یواځینی ډوډۍ راوړونکی و، د کابل هوايي ډګر تر څېرمه د امریکايي ځواکونو هوايي برید کې له لاسه ورکړل.

ایمل وايي، که څه هم امریکا ژمنه کړې وه چې د دې کورنۍ ټول غړي امریکا ته انتقالوي خو تر اوسه په اړه کوم پرمختګ شوی: "موږ بې ګناه کسان وو. هېچا ته مو ضرر نه و رسېدلی. هغه ادعاوې چې هغوی کړې وې، زموږ لپاره بې ارښته وې او ان په ذهن کې مو هم هغسې څه نه و."

اوس د امریکا د متحده ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن د ملي دفاع په بنسټ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د دې هېواد د ځواکونو له لوري هوايي برید کې د لسو افغانانو بې ګناه افغانانو وژل کېدو ته په اشارې وايي: "زه له دې واقعیت څخه خواشینی یم چې خپل ۱۳ تنه بهرنیان مو په ابي ګېټ کې له لاسه ورکړل. زه ‌خواشینی یم چې په یو برید کې مو لس ملکي وګړي له لاسه ورکړل. د هغه په ویلو، زه غواړم دا ډاډ هم ترلاسه کړم چې موږ نه باید دا واقعیت هم هېر کړو چې امریکايي ځواکونو په ۱۷ ورځو کې ۱۲۴۰۰۰ تنه له افغانستانه وایستل. زه فکر کوم چې امریکا او یا هم نړۍ ته مو ستر کار ترسره کړی او هره ورځ يې ترسره کوو."

د امریکا د متحده ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن
د امریکا د متحده ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افق هاخوا به بریدونه دوام لري که نه؟ چوپتیا غوره او ځواب نه لري.

د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې چې وروسته یې مسولیت هم داعش ډلې ومانه د ۱۳ امریکايي ځواکونو په شمول لږ تر لږه ۱۸۲ تنه ووژل شول.

له دې بریدونو ۴ ورځې وروسته، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو د هوايي برید پرمهال ۱۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

د محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي، له افغانستانه د تخلیې پرمهال د کار فشار او د استخباراتي اطلاعاتو تېروتنه د دې لامل شوه چې امریکايي ځواکونه له تېروتنې سره مخ شي.

اندرابي زیاتوي: "زه فکر کوم هغه وخت کې چټک کار ته په کتو، د امریکايي ځواکونو وتل یو نظامي پلان جوړونه نه وه، بلکې امریکا کې یو سیاسي تصمیم و چې د هغوی د وتلو لامل شو. په دې وخت کې پر امریکايي ځواکونو د تخلیې او کار فشار زیات و او دا د دې لامل شو، هغه اطلاعات چې له هوا څخه اخیستل کېدل سم نه پروسس کېدل چې بالاخره د ملکي تلفاتو سبب وګرځېدل."

د پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي، له افغانستانه د تخلیې پرمهال د کار فشار د دې لامل شوه چې امریکايي ځواکونه له تېروتنې سره مخ شي.
د پخوانی وزیر مسعود اندرابي وایي، له افغانستانه د تخلیې پرمهال د کار فشار د دې لامل شوه چې امریکايي ځواکونه له تېروتنې سره مخ شي.

د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رییس جوبایډن له دې وړاندې ویلي و، امریکا خپل هغه اهدافو ته چې د القاعده ځپل او د هغو ډلو پرضد مبارزه چې امریکا ته په مستقیم ډول تهدید دي، رسېدلې ده.

تردې وړاندې د امریکايي ځواکونو قوماندان کېنټ مککنزي د کابل هوايي ډګر ترڅنګ د ملکي وګړو په کور د دې هېواد د ځواکونو له لوري د هوايي برید له ارزونې وروسته اعتراف کړی و چې دغه برید یوه تېروتنه وه او بښنه یې وغوښتله.

XS
SM
MD
LG