د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

کابل کې د امریکا د وروستي هوايي برید د قربانیانو کورنۍ: له جدي ګواښ سره مخ یو


د اېمل دوی پر کور د امریکا بې‌پیلوټې الوتکې حمله
د اېمل دوی پر کور د امریکا بې‌پیلوټې الوتکې حمله

په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله د وژل شویو د کورنۍ غړي وايي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او باید ژر تر ژره له افغانستانه وویستل شي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې د امریکا دفاع وزارت تازه څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، له هغې ورځې چې پېښه رامنځته شوې دوه میاشتې کېږي، خو له دوی سره پرته له ژمنو او تش خبرو نور هېڅ هم نه‌دي شوي.

د امریکا دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دغه برید سره‌یې هېڅ قانون تر پښو لاندې کړی نه‌دی.

د دې کورنۍ غړي اېمل احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ دی.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "اوس خو دغه پېښه شوې ده، باید موږ ژر تر ژره انتقال کړي، شااوخوا درې میاشتې د دې پېښې څخه کېږي، خو له موږ سره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې. غوښتنه مو دا ده چې ژر تر ژره دې موږ وباسي، د دې لپاره چې دلته موږ له ګواښ سره مخ یو، له دې پېښې وروسته ټول موږ ته وايي چې پیسې به درکړي او یا مو امریکا ته بیايي، دغو خبرو سخت له ستونزو سره مخ کړي یو، حال دا چې تر اوسه هېڅ هم نه‌دي شوي."

اېمل احمدي د خپل وژل شوي ورور زمري احمدي عکس ښکاروي
اېمل احمدي د خپل وژل شوي ورور زمري احمدي عکس ښکاروي

ښاغلی احمدي وايي، له هغې وروسته چې کور يې د امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې له‌خوا بمبارد شو او امریکا د دې پېښې وروسته د مرستې او زموږ د کورنیو د ایستلو خبره وکړه چې له امله‌یې اوس خپل عادي ژوند نه‌شي کولاي.

د اګسټ په ۲۹مه په دغه برید کې د ایمل احمدي مشر ورور، پنځه ورېرې، یوه لور او د کورنۍ ځیني نور غړي یې هم ووژل شول.

دا حمله چې په کابل هوايي ډګر د اګسټ په ۲۶مه د داعش د حملې نه وروسته وشوه ویل کېدل چې داعش وسله‌وال په‌کې په نښه شوي دي.

اوس د امریکا د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په دې پېښه کې هېڅ ډول نظامي قانون تر پښو لاندې نه‌دی کړی.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو سرمفتش جنرال سامي سید پرون چهارشنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پلټونکي ټیم‌یې هغه شواهد او استخباراتي معلومات وارزول چې د دغه برید ترسره کوونکي ټیم ارزولي او پر بنسټ‌یې دغه برید ترسره کړی و.

ده ویلي: "په دې څېړڼه کې مو نه‌ده موندلې چې له قانون یا د جګړې له قانونه دې سرغړونه شوې وي، هغه څه چې ده موندلي، د ارتباطاتو په پروسه کې اختلالات چې ډېر خلک په‌کې ښکېل دي، د دې سبب شوي چې دا پېښه رامنځ ته شي."

د اېمل دوی پر کور د امریکا بې‌پیلوټې الوتکې حمله
د اېمل دوی پر کور د امریکا بې‌پیلوټې الوتکې حمله

د هغه په خبره، د دوی پلټونکي ټیم د دې ترڅنګ د دغه برید د اجرا کوونکو مکالمې هم وارزولې.

خو د جرمني د 'ډي.پي.اې' خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د دغه ترسره شوي برید په لومړیو ورځو کې د دې برید دفاع کوله او ویلي یې و چې په هغه کې یې د اسلامي دولت ډلې سخت دریځي په نښه کړي وو، خو وروسته له هغې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د خپلې څېړنې نتیجه خپره کړه، د سپټمبر په ۱۷مه امریکایي جګپوړي قوماندان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنټ مک‌کنزي دا ومنله چې دغه برید کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي او هغه‌یې یوه تراژیدي او تېروتنه وبلله.

د امریکا دفاع وزارت وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې پېښې د قربانیانو کورنۍ ته به تاوان ورکړي او د بهرنیو چارو وزارت سره په همکاري به هڅه وکړي چې پاتې غړي یې امریکا ته وروغواړي.

د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې دغه برید څو ورځې وروسته له هغې وشو چې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر په هغه برید کې چې مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او شااوخوا ۱۵۰ نور هم ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG