د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

افغانستان کې د داعش د پراختیا لامل د طالبانو له لوري د زندانونو ماتېدل دي؟


ارشیف، داعش وسله وال
ارشیف، داعش وسله وال

داعش ډله او په افغانستان کې د دوی د فعالیتونو بیا پراخېدل، خو د دې کار لامل څه کېدای شي؟ښايي لاملونه بېلابېل وي، خو یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان یې یو لامل، په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سره له زندانونو د دغې دلې د غړو خلاصېدل یادوي.

په پاکستان کې پخوانی افغان دپلومات او د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، دا یو لامل دی او ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان له زندانونو د داعش ډلې له ۸۰۰ تر ۱۴۰۰ پورې کسان خوشې کړي، کوم چې د ده په خبره نن یې ورته سر خوږی جوړ کړی دی.

سعیدي زیاتوي: "له زرو نه پورته د داعش ډلې غړي چې د اشرف غني د حکومت پرمهال د افغانستان په زندانونو کې وو، دا ټول طالبانو ازاد کړي. د داعش ټول لیډر شېپ، رهبري، هغه مهم مهم غړي دا له زندانونو خوشې شوي او فعال دي."

ښاغلی سعیدي وايي، په دې کې هغه کسان هم وو چې تېرو دوو کلونو کې د شیعه ګانو پر مرکزونو د خونړیو بریدونو په تور نیول شوي وو.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان پر واکمنېدو سره له زندانونو د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې، د داعش ۱۴۰۰ پورې بندیان ازاد کړي،
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان پر واکمنېدو سره له زندانونو د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې، د داعش ۱۴۰۰ پورې بندیان ازاد کړي،

دی ادعا کوي چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر، عبدالله اورکزی مشهور په اسلم فاروقي، د دوی مالي او د جلب او جذب مسوول له دوو نورو قوماندانانو او ۱۹ کسه غړو سره او دغه شان پاکستاني قاري زاهد مشهور په معاذ او سیف الله مشهور په اوبو طلحه هم د بندیانو په ډله کې وه چې د طالبانو له خوا خوشې شوي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه د ښاغلي سعیدي د دې ادعا په اړه د افغانستان د امنیت شورا له پخوانیو کار کوونکو کوم چې د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې شامل وو او دغه شان د زندانو د چارو د تنظیم پخواني چارواکي وپوښتي، خو بریالۍ نه شوه.

داعش دلې په افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل، پروان، ننګرهار، کندز او کندهار کې بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ډه.

د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر یوې دروازه برید کې چې د وږي میاشتې په ۳مه نېټه وشوه او مسوولیت یې داعش ډلې ومانه ۱۳ امریکايي سرتیري هم ووژل شول.

په الماتا کې د سیاسي چارو پوه احمد الله وستوک هم په دې نظر دی چې د داعش ډلې خوشې شوېو بندیانو په افغانستان کې د دوی لیکي پیاوړې کړې دي: "د افغانستان له زندانونو د داعش ډلې د کسانو له خلاصون وروسته، دا یو څرګنده خبره ده چې دوی د افغانستان په وروستیو حملو کې ښکېل وو، کوم چې ډېریو کسانو ته یې مرګ، ژوبله واړوله، دوی ځان ته یو ډېر امن ځای پیدا کړی او څوک نشته چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي، د دوی ګواښونه به لا ډېر او پراخ شي، هم په افغانستان کې دننه او هم په اوږدمهالي کې د دغه هېواد له پولو بهر هم."

په الماتا کې د سیاسي چارو پوه احمد الله وستوک
په الماتا کې د سیاسي چارو پوه احمد الله وستوک

په ورته وخت کې د واشنګټن په جورج پوهنتون کې د تُندلارو ډلو څېړونکی اندرو ماینز هم په دې اند دی چې ممکن د داعش دلې هغه غړي چې سږ اوړی افغانستان ته د طالبانو په ننوتلو سره په نا غوښتل شوي ډول له زندانونو خوشې شوي دي، په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونو مسوول وي.

نوموړي دغه خبرې د ازادي راډیو انګلیسي وېب پاڼې ګندهارا ته کړي دي.

خو د چارو پوه باري عارض بیا، دا دومره جدي لامل نه ګني: "که داعش دا هوډ لري چې افغانستان کې خپل شتون او مقابلې ته دوام ورکړي، نو هغه بیا په احمد او محمود پورې ارتباط نه لري، نو زه فکر کوم چې تنها دغه یوې نقطې ته ګوته نیول دا د هغه مقابلې یا هغه دریځونو چې یو د بل پر وړاندې یې لري یوه برخه لري."

د چارو پوه باري عارض
د چارو پوه باري عارض

طالبان بیا د دې ترڅنګ چې دا د یو لامل په توګه مني خو وايي، دوی بندیان نه دي خوشې کړي، بلکې کابل او ولایتونو ته د طالبانو تر ننوتلو دمخه د زندانونو مسوولین تښتېدلي او زندانونه د بندیانو له خوا مات شوي دي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "دا هم د قضیې یو اړخ کېدلای شي چې ځیني هغه کسان چې شریر وو او په دې پديدې پورې مربوط کسان وو، په دې اوسنیو جنایتونو کې ښکېل وي، خو په مجموع کې دا برداشت چې ګوندې اسلامي امارات له زندانونو څخه دا عناصر خوشې کړي ناسم دی."

که څه هم ښاغلی کریمي دا برداشت ناسم بولي، خو د ازادي راډیو په وېب پاڼه کې د خپرو شوېو خبرونو پر بنسټ، کندهار ته د طالبانو په ننوتلو سره د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي و چې دوی د کندهار له زندانه په سلګونه بندیان خوشې کړي دي.

هغه مهال د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د حکومت د عدلیې وزارت له زندانونو د بندیانو په خوشې کېدو خواشیني هم ښودلې او دا چاره یې د راتلونکي لپاره خطرناکه بللې وه.

ښاغلی کریمي وايي، دوی له مخکې د داعش پر وړاندې مبارزه پیل کړې او په زابل، جوزجان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یې د دوی مرکزونه له منځه وړي.

نوموړي دغه شان په ټینګار سره وايي چې داعش ډله د افغانستان او د دوی د حکومت لپاره ګواښ نه دی.

مخکې هم د طالبانو بېلابېلو ویاندویانو دا خبره کړې ده، خو په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزی وايي، طالبان مني که نه مني، داعش د افغانستان او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی.

ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزی وايي، طالبان مني که نه مني، داعش د افغانستان او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی:
ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزی وايي، طالبان مني که نه مني، داعش د افغانستان او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی:

نوموړې وايي: "داعش پیاوړی دی او که نه دا به وخت ثابته کړي. خو زه دومره وایم چې داعش یو ستر ګواښ دی، څومره چې طالبان غواړي، دغه ډله کوچنۍ ښکاره کړي، کمزورې ښکاره کړي یا یې هېڅ ښکاره نه کړي هسې نه ده. داعش یو ګواښ دی، د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه."

د واشنګټن په جورج پوهنتون کې د تندلارو ډلو څېړونکی اندرو ماینز هم په دې اند دی، که په افغانستان کې د داعش دلې له حملو مخنیوی ونشي په راتلونکو میاشتو کې به د لسګونه زره افغانانو د وژنې، وبجاړیو او بې خایه کېدو لامل شي.

دغه شان سیاسي پوه احمدالله وستوک هم داعش ډله په راتلونکي کې د افغانستان، نړۍ او په ځانګړي ډول د دغه هیواد ځنیو ګاونديو او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ستر ګواښ بولي او ټینګار کوي، چې باید په وړاندې یې نړیواله مبارزه وشي.

XS
SM
MD
LG