د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د اګسټ ۲۹مه کابل کې د امریکا برید؛ پنټاګون: له قانونه سرغړونه نه‌ده شوې


د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه شوی برید
د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه شوی برید

په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه د امریکا د دفاع وزارت د څېړنې نتیجه ښیي چې په دغه برید سره هېڅ قانون ترپښو لاندی شوی نه دی.

د کابل هوایي ډګر ته نژدې پر یوه کور د اګسټ په ۲۹مه په دغه برید کې د یوې کورنۍ د اوو ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي ووژل شول.

د امریکا د وسله والو ځواکونو سرمفتش جنرال سامي سعید پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې پلټونکي ټیم یې هغه شواهد او استخباراتي معلومات وارزول چې د دغه برید ترسره کوونکي ټیم ارزولي او پر اساس یې دغه برید ترسره کړی و.

د دوی پلټونکي ټیم د دې ترڅنګ د دغه برید د اجرا کوونکو مکالمې هم وارزولې.

جنرال سعید وویل، ده نه ده موندلې چې له قانون یا د جګړې له قانونه دې سرغړونه شوې وي.

هغه همدارنګه وویل چې داسې څه یې هم نه دي موندلي چې کوم کس دې داسې بې پروایي کړې وي چې هغه جرم وګڼل شي.

جنرال سامي زیاته کړه، هغه څه چې ده موندلې، د ارتباطاتو په پروسه کې اختلالات چې ډېر خلک په کې ښکېل دي، د دې سبب شوي چې دا پېښه رامنځ ته شي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنټ مک کینزي دا ومنله چې دغه برید کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنټ مک کینزي دا ومنله چې دغه برید کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي

پنټاګون د دې پېښې په اړه د خپلې څېړنې د حقیقت موندنې نتیجه په یوه پاڼه کې خپره کړې او ټول راپور یې چې محرم دی، نه دی خپور کړی.

د جرمني د 'ډي. پي. اې' خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د دغه ترسره شوي برید په لومړیو ورځو کې د دې برید دفاع کوله او ویلي یې و چې په هغه کې یې د اسلامي دولت ډلې سخت دریځي په نښه کړي و، خو وروسته له هغې چې امریکایي نیویارک ټایمز ورځې په دې اړه د خپلې څېړنې نتیجه خپره کړه، د سېپټمبر په ۱۷ امریکایي جګپوړي قوماندان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنټ مک کینزي دا ومنله چې دغه برید کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي او هغه یې یوه تراژیدیکه تېروتنه وبلله.

د نیویارک ټایمز په څېړنه کې ویل شوي و چې دغه برید کې هېڅ یو ترهګر نه دی وژل شوی بلکې په غلطۍ ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې پیښې د قربانیانو کورنۍ ته به تاوان ورکړي او د بهرنیو چارو وزارت سره په همکاري به هڅه وکړي چې پاتې غړي یې امریکا ته ور وغواړي.

د امریکا د بې پیلوټه الوتکې دغه برید څو ورځې وروسته له هغې وشو چې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر په هغه برید کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی، د دیارلسو امریکایي سرتیرو په ګډون له ۱۷۰ زیات کسان ووژل شول او شااوخوا یو نیم سل نور هم ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG