د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

امریکا: د هغو افغانانو خونبها ورکوو چې ۲ میاشتې مخکې بې پیلوټه الوتکې ووژل


د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې یوه قرباني شوې کورنۍ
د بې پیلوټه امریکايي الوتکې په برید کې یوه قرباني شوې کورنۍ

د امریکا دفاع وزارت ژمنه وکړه چې د هغو افغانانو خپلوانو ته به تاوان ورکړي چې د اګسټ په میاشت کې په کابل کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.

د کابل هوایي ډګر ته نژدې دا هوایي برید د اګسټ په ۲۹مه هغه مهال وشو چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه په وتلو وه او له هوایي ډګره د افغانانو د ایستلو هڅې روانې وې.

د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن څه باندې دوې اوونۍ تر دې پېښې وروسته ویلي و چې له څېړنو معلومه شوې ده چې دې برید کې سهواً ملکیان وژل شوي دي.

هغه وخت د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال کینټ مککنزي وویل چې د دې پېښې د قربانیانو له خپلوانو سره پر مرستو غور کوو.

د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال کینیت مککنزي
د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال کینیت مککنزي

نوموړي زیاته کړه: "موږ د خونبها یا د خلکو د ایستلو په اړه فکر کوو او دا مساله بیا هم له سیاسي چلند سره تړل کېږي، نو د بهرنیو چارو له وزارت سره سلا مشوره کوو چې څرنګه دا ممکنه ده. لکه تاسو چې پوهیږئ دا ډېره ګرانه ده چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره څوک په ارتباط کې شي، خو موږ دې ته ډېر لېواله یوو چې دا کار وکړو."

امریکایي پوځي چارواکو ویلي دي چې دا برید د استخباراتي غلط راپور په اساس درې ورځې وروسته تر دې وشو چې داعش د کابل هوایي ډګر له وره سره ځان وژونکی برید وکړ چې پکې په لسګونو افغانان او دیارلس امریکایي عسکر ووژل شول.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ وویل، دوی له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي چې په دې پیښه کې د وژل شویو کسانو د کورنۍ پاته غړي امریکا ته واستوي.

جان کربي دا ونه ویل چې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو ته به څومره پیسې ورکوي او کله به د دې کسانو د کورنۍ غړي امریکا ته لیږي، خو څرګنده یې کړه چې وژل شوي کسان بیګناه و او له داعش سره یې هیڅ ډول تړاو نه درلود.

په لومړیو کې چې دا هوایي برید وشو چې امریکایي چارواکو ادعا وکړه چې د داعش وسله وال یې په نښه کړې دي، خو وروسته څرګنده شوه چې د څو ماشومانو په ګډون ټول تلفات عادي ملکي افغانانو ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG