د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

طالبان: ښايي د داعش ځینې کړۍ د کابل په پرونۍ چاودنه کې ښکېلې وي


ارشیف ۲۰۱۸ کال، د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه د یوې چاودنې سیمه.
ارشیف ۲۰۱۸ کال، د کابل عیدګاه جومات ته څېرمه د یوې چاودنې سیمه.

طالبانو ویلي د کابل په پرونۍ چاودنه کې چې یو شمېر خلک په‌کې مړه او ټپیان شول ښايي د داعش ډلې اړوند کړۍ لاس ولري.

دا خبره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د کابل تر چاودنې څو ساعته وروسته ازادي راډیو ته وکړه.

مجاهد وايي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او درې کسان نیول شوي دي.

دی زیاتوي: "اوس هم زموږ څېړنې روانې دي، خو لومړني معلومات ښيي چې ښايي د داعش اړوند کړیو دا برید ترسره کړی وي."

پرونۍ چاودنه د عیدګاه جومات دروازې ته څېرمه په داسې حال کې وشوه چې هلته د ذبیح‌الله مجاهد د مور د مړینې په مناسبت د فاتحې مراسم روان وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې هغه د چاودنې له ځایه لیرې و او زیان ورته نه‌دی رسېدلی، خو د ارقامو له شریکولو پرته‌یې وویل چې په پېښه کې یو شمېر ملکي کسان مړه او ټپیان شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي ويلي و چې د عيدګاه جومات دروازې ته څېرمه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کابل د اکثرو نورو خونړیو چاودنو په څېر د پرونۍ چاودنې مړي او ټپيان اېمرجنسي روغتون ته وړل شوي.

د طالبانو ویاند مجاهد وویل چې درې کسان د عیدګاه جومات مخته د چاودنې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

مجاهد په دې پېښه کې د داعش د ښکېلتیا په اړه داسې وخت وغږېد چې چا تر اوسه د چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی او داعش هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مګر په دې وروستیو کې، د طالبانو او داعش ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي.

سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې طالبانو پرون په ننګرهار ولایت کې درې کسان له داعش سره د تړاو په تور اعدام کړي دي.

د وژل شویو له ډلې د دوو مړي په جلال‌اباد ښار او درېیم په چپرهار ولسوالۍ کې ځړول شوي وو.

تر دې وړاندې د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي اسوشیټډ پرس ته ویلي و چې طالب جنګیالیو په پروان کې د داعش پر یوه پټنځای برید کړی چې د دغې ډلې یو غړی یې وروژلی او څو نور یې نیولي دي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه کابل ته ننوتل او په افغانستان کې یې واک تر لاسه کړ. پرونۍ حمله کابل کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوهمه خونړۍ حمله وه.

د طالبانو د واکمنۍ په دوهمه اوونۍ د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه خونړۍ چاودنه وشوه چې په‌کې څه باندې ۱۷۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه
د اګسټ په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه

دا خونړی برید کابل هوایي ډګر ته څېرمه هغه وخت وشو چې لسګونه زره کسانو غوښتل له کابله ووځي او ټول د کابل هوایي ډګر شااوخوا ورټول وو.

د کابل د دې خونړۍ چاودنې مسؤلیت چې په‌کې ګڼو ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله واوښته داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست.

د داعش ډلې د خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې جوړه شوه او ډېر ژر د ننګرهار څو سیمو ته پراخه شوه.

واک ته د طالبانو له رسېدو دمخه په ننګرهار، کونړ او جوزجان کې هم د طالبانو او داعش ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG