د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

سیګار: افغان ځواکونه د امریکا او افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله دړې وړې شول


ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځواکونه
ارشیف: د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځواکونه

سیګار وایي، د افغانستان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونو د امریکا او د افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله دړې وړې شول.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې یا سیګار دغه خبره په هغه راپور کې کړې چې بېګا د فبرورۍ په ۲۷مه ناوخته خپور شوی دی.

راپور کې راغلي، د پخواني نظام پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د شلو کلونو په موده کې شاوخوا ۹۰ میلیارده ډالره مصرف شول، خو سیګار نیوکه کړې چې دغه ځواکونه د امریکا او افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله په ځان بسیا او خپلواک نه شول.

راپور کې پر نړیوالو ځواکونو د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو تکیه د دوی د ماتېدو یو لامل بلل شوی، خو دغه راز په کې راغلي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او له طالبانو سره د دوحې تړون هم د امنیتې ځواکونو په دړې وړې کېدو کې رول درلود.

راپور وایي، امریکا دغو ځواکونو ته شپږلکه میله وسلې، درې سوه الوتکې او اتیا زره پوځي موټر ورکړي و، خو بیا هم دغه ځواکونه په خپلو چارو کې پر نړیوالو پوځیانو متکي وو.

سیګار وایي، ۲۰۱۷ کال کې د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا د ستراتیژي په چوکاټ کې خپلو ځواکونو ته د طالبانو په ضد مبارزه کې خلاص لاس ورکړ.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د دغې تګلارې له مخې یوازې ۲۰۱۹ کال کې امریکایي ځواکونو د سیګار د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو پر اهدافو ۷۴۲۳ هوایي بریدونه کړي دي.

راپور کې د پخوانیو افغان چارواکو په حواله راغلي، د امریکا دغو هوایي بریدونو هغه مهال د افغان ځواکونو پرمختګ ډېر کړی و او له لاسه وتلې ډېرې سیمې یې بېرته تر کنټرول لاندې راوستې.

د سیګار د موندنو له مخې کله چې ۲۰۲۰کال فبروري کې امریکا او طالبانو دوحه کې تړون لاسلیک کړ نو امریکا افغانستان کې خپل هوایی بریدونه محدود کړل.

د راپور له مخې همدې د هوایي بریدونو محدودېدو افغان ځواکونه له طالبانو سره مبارزه کې له کلیدي ملاتړه بې برخې کړل.

د افغانستان پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې شمېر یې ۳۵۰ زرو ته رسېده د ۲۰۲۱ کال په اګست کې هغه وخت له منځه ولاړل چې طالبانو یو په یو د افغانستان ولایتونه سقوط کړل او بالاخره کابل ته ننوتل.

XS
SM
MD
LG