د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د کب نهمه د سرتېري ورځ؛ د تېر نظام يو شمېر پوځيان د خپل ژوند له بد وضعيت شکايت کوي


د تېر جمهوري نظام ځانګړي ځواکونه، ارشيف
د تېر جمهوري نظام ځانګړي ځواکونه، ارشيف

سږ کال د کب نهمه د "سرتېري ورځ" داسې مهال راځي چې، پر افغانستان طالبان واکمن او د تېر جمهوري نظام یو شمېر سرتېري د خپل ژوند له بد وضعيت شکايت کوي.

د تېر جمهوري نظام يو سرتېری چې په کندهار ولایت کې یې په ماین چاودنه کې يوه پښه پرې شوې ده او نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې د ژوند سختې شپې، ورځې تېروي.

د ده په خبره، د ړنګ شوي جمهوري نظام وروسته یې د طالبانو حکومت له‌خوا معلولینو ته ټاکلی معاش اخلي خو هغه ورته بسنه نه‌کوي.

دا پخوانی سرتېری وايي: "ژوند مو له سختو ستونزو سره تېرېږي، دولت هم راته د معلولیت معاش راکوي، د طالبانو پالیسي داسې ده، هغه څوک چې سل فیصده معلول او یا هم فلج وي د میاشتې درې نیم زره افغانۍ ورکوي چې په هغې زموږ ګزاره نه کېږي."

په کونړ ولایت کې د تېر جمهوري نظام بل سرتېری چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د کب نهمه دا دوه کاله داسې مهال راځي چې دوی له هر ډول امتیازاتو بې برخې او د ژوند له سختیو سره مخ دي.

نوموړی وايي: "سرباز ورځ اوس نماځل کېږي نه، سرباز ته دوی قدر نه ورکوي، دوی اوس ځانو ته سربازان وايي، ځکه چې دلته حق او حقوق خوړل کېږي ، عدالت او حکومت هیڅ نه‌شته، ترڅو چې دغه امارات راغلی موږ یوه روپۍ هم نه‌ده اخیستې."

د تېر نظام افغان ځانګړي ځواکونه
د تېر نظام افغان ځانګړي ځواکونه

دا په داسې حال کې ده، چې سیګار وایي، د افغانستان پخوانی پوځ د امریکا او د افغان حکومت د ناکامو تګلارو له امله وپاشل شو.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکې ادارې یا سیګار دغه خبره په هغه راپور کې کړې چې، د دوشنبې ورځې ناوخته یې خپور کړی.

د پخواني نظام پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د شلو کلونو په موده کې شاوخوا ۹۰ میلیارده ډالره مصرف شول

راپور کې راغلي، د پخواني نظام پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د شلو کلونو په موده کې شاوخوا ۹۰ میلیارده ډالره مصرف شول، خو سیګار نیوکه کړې چې دغه ځواکونه د امریکا او افغان حکومت د ناکامو تګلارو له کبله په ځان بسیا او خپلواک نه شول.

راپور کې پر نړیوالو ځواکونو د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو تکیه د دوی د ماتېدو یو لامل بلل شوی.

په راپور کې راغلي چې، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او له طالبانو سره د دوحې تړون هم د امنیتې ځواکونو په دړې وړې کېدو کې رول درلود.

راپور وایي، امریکا دغو ځواکونو ته شپږ لکه میله وسلې، درې سوه الوتکې او اتیا زره پوځي موټر ورکړي وو، خو بیا هم دغه ځواکونه په خپلو چارو کې پر نړیوالو پوځیانو متکي وو.

د سیګار د موندنو له‌مخې کله چې ۲۰۲۰کال فبروري کې امریکا او طالبانو دوحه کې تړون لاسلیک کړ نو امریکا افغانستان کې خپل هوایي بریدونه محدود کړل.

د راپور له‌مخې همدې د هوایي بریدونو محدودېدو افغان ځواکونه له طالبانو سره مبارزه کې له کلیدي ملاتړه بې‌برخې کړل.

خو د تېر جمهوري نظام د پوځ ویاند اجمل شینواری بیا د افغانستان د ملي پوځ د له‌منځه تګ اصلي لامل د وخت د حاکمو مشرانو ناسمې کړنې یادوي.

"د افغانستان وسله‌وال پوځ په جګړې له صحنې نه‌دی وتلی

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان وسله‌وال پوځ په جګړې له صحنې نه‌دی وتلی، دلته زموږ سیاسیونو په تېرو شلو کلونو کې چې زموږ افغانان د دې شاهدان دي دوی ونه‌شو کولای چې خپلې کړنې د یو واحد دریځ لاندې سمبال کړي، نو د هم‌هغې پر بنسټ موږ په ۲۰۲۱ کال کې د سیاسي غلطو پرېکړو له امله خپل ټول اکمالاتي او بهرنى ملاتړ له لاسه ورکړ او همدا لامل و چې وسله‌وال پوځ له داسې یو حالت سره مخ شي."

د کب نهمه بيا د ټولنیزو رسنیو يو شمېر کارونکو د پخوانيو ځواکونو د تصويرونو او دوى ته په ځانګړو ليکنو او مبارکيو سره نمانځلې.

د افغانستان پخوانی پوځ چې د سيګار په حواله شمېر یې ۳۵۰ زرو ته رسېده د ۲۰۲۱ کال په اګست کې هغه مهال وپاشل شول، چې طالبانو یو په یو د افغانستان ولایتونه سقوط او بالاخره په ټول افغانستان واکمن شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG