د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

کابل ښاروالۍ شاوخوا ۳۰ بې هویته جسدونه خارو ته سپارلي


عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کابل ښاروالۍ په کابل کې د ۳۰ جسدونو د ښخولو خبر ورکوي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کابل ښاروالۍ وايي چې د شنبې په ورځ یې د کابل په یوه هدیره کې شاوخوا ۳۰ جسدونه چې د دې ادارې په خبره هویت یې نه و څرګند ښخ کړي دي.

د دغې ښاروالۍ وياند وايي چې د دغو ٣٠ مړو په ګډون دوی په تېرو درېيو مياشتو کې د کورنيو چارو وزارت او عدلي طب رياست له څېړنو وروسته نږدې ۱۴۴ مړي ښخ کړي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو دا هم ته وویل چې په په دې مړو کې په نشه یي توکو روږدي کسان هم شامل وو چې په خبره یې د کابل ښار د پل سوخته د شاوخوا سیمو له پاکولو وروسته موندل شوي وو.

بارکزي زیاته کړه: "د کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۴۴ مړي ښخ کړي دي. په موسهي کې تقریباً ۳۹۷ جریبه ځمکه د هدیرې لپاره ځانګړې شوې ده. او تېره ورځ هم تقریباً ۳۰ مړي چې ۲۸ یې د پل سوخته سیمې څخه موندل شوي وو، دوی هم د موسهي په هديره کې ښخ شول."

بارکزي د دغو مړو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل.

ارشیف: په کابل کې یو شمېر روږدي کسان
ارشیف: په کابل کې یو شمېر روږدي کسان

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د مړو شویو کسانو د جنسیت او مړینې لاملونو په اړه د طالبانو د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت او دغه راز د عدلي طب ریاست نظر ترلاسه کړي، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

که څه هم د کابل ښاروالۍ وايي چې د دغو مړو ډېری یې د پل سوخته سیمې له شاوخوا څخه را ټول شوي او ښخ شوي، چېرې چې ډېری روږدي کسان اوسېدل، خو تر دې وړاندې بېلابېلو نړیوالو بنسټونو پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته د خلکو د وژل کېدو او لادرکه کېدو په اړه راپورونه ورکړي.

رواداري سازمان په مرغومي میاشت کې په یو راپور کې ویلي وو چې د طالبانو د واکمنۍ په ۱۵ میاشتو کې ۶۳۴ کسان وژل شوي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، دغه شمېر کسان د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر نومبر میاشتې پورې په کندهار، پنجشېر، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې د قضا پرته او په قصدي ډول وژل شوي دي چې په کې مخکېني نظام پوځيان، سیمه ییز مخور، خبریالان او قومي اقلیتونه شامل دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو حکومت د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو ویندویانو هغه مهال د رواداري سازمان په راپور کې شوې ادعاوې رد کړې وې.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو پر طالبانو تور لګولی چې د خپل مشر د عمومي بخښنې فرمان یې نه دی عملي کړی او د مخکېني جمهوري نظام تر سلو زیات کارکوونکي یې وژلي دي.

دغه شان نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۲مه راپور ورکړی وو چې یوه څېړنه یې ترسره کړې او موندلې یې دي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۵۰۰ پوځي افسران وژلي او یا یې په زور تري تم کړي، خو طالبانو دا راپور هم رد کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG