د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

بلومبرګ: د کابل شهرنو کې چینايي ډیپلوماټان او سوادګر په نښه شوي وو


په کابل کې د داعش له لوري په نښه شوی مېلمستون چې په کې چینايي وګړي او سوداګر مېشت وو.
په کابل کې د داعش له لوري په نښه شوی مېلمستون چې په کې چینايي وګړي او سوداګر مېشت وو.

بلومبرګ:

د بلومبرګ خپرونې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه ملېمستون وروستي برید باندې تمرکز کړی دی.

په مطلب کې راغلي، دغې برید کې هغه ځای په نښه شوی و چې چینايي ډیپلوماټان او سوادګر په کې مېشت وو.

د دې برید مسوولیت د داعش د خراسان څانګې په غاړه اخیستی دی.

په مطلب کې وړاندې راځي، په دې حمله کې د چین وګړي په نښه شول، هغه هېواد چې د بلومبرګ په وینا له څو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راوروسته له دوی سره نږدې اړیکې لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون د ډسمبر په ۱۳مه تایید کړه چې په دې برید کې یې پنځه اتباع ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند وانګ وین بین ویلي چې په افغانستان کې يې د چیني وګړو غوښتي څو دغه هېواد پرېږدي.

په برید کې د مرګ ژوبلې ضد و نقیض شمېرې ورکړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، په دې برید کې درې بریدکوونکي وژل شوي دي او دوه بهرنی وګړي ټپیان دي.

خو په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، د شهرنو په سیمه کې له دې برید وروسته دغې روغتون ته درې مړي او ۱۸ ټپیان وړل شوي دي.

وال ستریټ ژورنال:

وال ستریټ ژورنال ورځپانې بیا د هغو افغانانو وضعیت ته کتنه کړی چې د تېر کال په اوړي کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د کابل هوايي ډګر له لارې بهر ته انتقال شول.

د ورځپانې په ټکو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په زرهاوو افغانان امریکا متحده ایالاتونو ته انتقال شول چې اوسمهال په دې هېواد کې له ناڅرګند وضیعت سره مخ دي.

وړاندې راځي، د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۷۹ زره افغانان امریکا ته انتقال او دوه کلنه موقتي اقامه ورکړل شوه.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د امریکا ګانکرس د افغان پناه غوښتونکو بحث ته په خپله اجنډا کې ځای ورکړی دی، خو د دغو افغان پناه غوښتونکو د دایمي مېشتېدو لپاره هېڅ ډول پلان لا نه شته او وخت د تېرېدو په حال کې دی.

د ورځپانې په باور، په امریکا کې به د افغانانو د ادغام پروسه ډېر وخت واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG