د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۶

افغانستان

کابل او نورو ولايتونو کې چاودنې؛ ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

آرشیف: په کابل کې طالبان سرتېري
آرشیف: په کابل کې طالبان سرتېري

نن د افغانستان د پلازمینې کابل په شمول په څو ښارونو چاودنې شوې چې د راپورونو په اساس لسګونه کسانو ته پکې مرګژوبله رسېدلې.

په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه تاریخي جومات ( سه دوکان ) کې د ماسپيښین د لمانځه پر مهال درنه چاودنه شوې.

د بلخ د روغتون رییس ډاکتر غوث الدین انوري تایید کړې چې روغتون ته لس مړي او څه باندې څلوېښت ټپیان ور انتقال شوي.

په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو رییس ذبیح الله نوراني بیا د مرګژوبلو شمېره ۲۵ یاده کړې.

اخوا په کندز کې د طالبانو د په یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې چې پکې څلور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند عبیدالله عابدي ازادي راډيو ته تایید کړه چې چاودنه د دورې سر ښارګوټې د ۲۱۷ عمرې قول اردو د تخنیکي کارکوونکو په موټر شوې.

له ننګرهاره هم د راپورونو په اساس په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه موټر باندې بمي چاودنې لږ تر لږه څلور طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

په ولایتونو سربېره پلازمینه کابل هم د یوې چاودنې شاهد و چې پکې دوه ماشومان ټپیان شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ  د لوبلړۍ په وروستۍ مسابقه کې سره مخ کیږي

(له ښی خوا )لوبډلمشران شوبمن ګیل او حشمت الله شهیدي
(له ښی خوا )لوبډلمشران شوبمن ګیل او حشمت الله شهیدي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ د درو یو ورځنیو سیالیو په وروستۍ یا درېیمه مسابقه کې مخامخ شي.

د دې لوبلړۍ، چې د هند په کوربه توب پیل شوې، لومړۍ دوې هند ګټلې دي.

د آی سي سي یا د کرکټ د نړیوالې شورا د نورو غړیو لوبډلو پرتله د افغانستان لوبډله له لویو ټیمونو سره د مسابقو لږ چانس مومي خو له دې سره سره د افغانستان ملي ټیم به په اګست میاشت کې له آیرلنډ سره ۵ یو ورځنۍ سیالۍ وکړي.

د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د اسعارو راوړل منع اعلان کړل

ارشیف
ارشیف

د افغانستان بانک هېواد ته دسیمې د هیوادونو د پیسو راوړل منع اعلان کړل.

د افغانستان بانک ویلي چې د دې اقدام موخه د افغانۍ د ارزښت ساتنه ده، او له صرافانو، سوداګرو، ترانسپورتي شرکتونو او مسافرو یې غوښتي چې د بهرنیو اسعارو له لېږد څخه ډډه وکړي.

د افغانستان بانک ټینګار کوي چې افغانۍ د سیمې د ډېرو هېوادونو د اسعارو په پرتله غوره ثبات لري، او د ملي اسعارو د مقام ساتنه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ضروري ګڼي.

د یادونې وړه چې په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه په ملیونو افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي او ځینو یې ددغو هیوادونو پیسې له ځان سره راوړي دي.

امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره خبرې کړي

امیرخان متقی ، ارشیف
امیرخان متقی ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي چې بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې سره ټیلیفوني خبري کړي دي.

اعلامیه وايي دامیرخان متقي او په سیاسي او د سولې دټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمیري ډیکارلو ترمینځ خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د لا اغېزمنتیا په اړه بحث وشو.

اعلامیه زیاتوي چې میرمن ډیکارلو د طالبانو د حکومت له لورې د بشري فعالیتونو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او همکاري قدرداني کړې او د یوناما په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه یې معلومات شریک کړل.

د یادونې وړ ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپله وروستۍ غونډه کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ، یوناما ، دیوه کال په مخه تمدید کړ او له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په ښځینه افغان کارکوونکو محدودیتونه لیرې کړي ترڅو وکولای شي خپلو دفاترو ته تګ راتګ وکړي.

د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي

د ایران د بشري حقونو یوه ډله په ایران کې د یوه بل افغان د اعدامیدو خبرورکوي.

د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي، دغه افغان چې د مخدره موادو اړوند جرم پخاطر څلورکاله مخکې نیول شوی او د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و، د زاهدان په زندان کې اعدام شو. د خبرپاڼې له مخې د اعدام شوي افغان نوم عبدالله جلالي ښودل شوی او ویل شوي چې هغه د افغانستان د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اوسیدونکی وو. د دې بنسټ په خبره په دې وروستیو کې د افغانستان یوشمیرزیات اتباع د ایرانیانو منجمله بلوڅانو ترڅنګ د ایران په زندانونو کې اعدام شوې دي. پردغو اعدامونو د بشري حقونو ډلو تل انتقادونه کړي دي.

د طالبانو حکومت: روانه اونۍ ۴۸۵ نور افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد شول

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو د په سلګونو نورو افغان بندیانو د خوشې کیدو خبر ورکوي. دې وزارت د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۸ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له زندانونو ۴۸۵ تنه افغان کډوال له ازادیدو وروسته د تورخم او سپین بولدک د دروازو له لارې هیواد ته راستانه شول. ویل شوي چې ۴۷۵ د تورخم او ۲۸ نور د سپین بولدک له لارې راستانه شول او د لازمو مرستو له ترلاسه کیدو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولیږدول شول. د پاکستان له زندانونو د افغان کډوالود خوشي کیدو له بهیرسره هممهاله په هغه هیواد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرهم دوام لري.

ټرمپ وایي، ښایي وکولای شي له افغانستانه امریکایي وسلې او تجهیزات وباسي

د امریکا ولسمشرډونالډټرمپ یوځل بیا ټینګاروکړ چې له افغانستان څخه به پاتې ټول امریکایي پوځي وسایل او وسلې وباسي.

د فاکس نیوز د راپورله مخې ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي اوه سرمشریزې ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې وکړې چې ترډیره له ایران سره د هوکړې او د هغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه پرپوښتنو او ځوابونو متمرکزو. ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ښايي دی وکولای شي هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې د امریکا پوځ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د جو بایډن (پخواني ولسمشر) د وتلو پر مهال پرېښي وو.

هغه یوځل بیا د بایډن د بهرنۍ پالیسۍ پر کړنو نیوکې وکړې او د پخواني ډیموکرات ولسمشر پریکړې ته په اشاره یې وویل هغه پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځي او لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او له ۳۰۰,۰۰۰ څخه زیاتې وسلې پرېږدي.

د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال په جون کې، اټکل وکړ چې د ۷،۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ په داسې حال کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیرلا بشپړشوی نه وو، کابل ونیو.

اوچا: د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی حیاتي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی محدودوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی د هغوی لاسرسی حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لا محدودوي. دغه ادارې زیاته کړې چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو څخه یوه لري.

د اوچا د افغانستان د برخې یوې مسؤلې، اولګا چیروکو، په یوه ویډیويي پیغام کې د روان وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې افغانستان په هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو کې د شاوخوا ۶۰۰ میندو د مړینې له ثبت سره، په نړۍ کې د میندو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه دی. د هغې په وینا، روان بشري بحران تر ټولو ډېرې اغېزې پر ښځو او نجونو کړې دي.

هغې د روغتیايي سیستم په چوکاټ کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل:

«مخ پر زیاتېدو اندېښنې شته چې د ښځو او نجونو پر عامه ګډون او کاري فرصتونو لګېدلي محدودیتونه به نه یوازې بشري مرستې له ستونزو سره مخ کړي، بلکې د ښځو او نجونو وړتیا به هم کمه کړي چې حیاتي او ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی ومومي او ترې ګټه واخلي.»

اوچا ټینګار کړی چې د ښځو پر فعالیتونو او د کار پر فرصتونو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر او د روغتیايي خدمتونو اغېزمنتیا له جدي ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې چې میلیونونه افغانان لا هم بشري مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې

د روغتیانړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په ۲۰۲۶ کال کې د پولیو د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی.

د دې سازمان د راپور له مخې، نوې پېښې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ او د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالي کې ثبت شوې دي.

د دغو ناروغانو د ناروغۍ نښې د اپرېل په ۱۴مه او د مې په ۷مه څرګندې شوې وې.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې بومي پاتې دی.

د راپور له مخې، افغانستان د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د پولیو شپږ پېښې او پاکستان درې پېښې ثبت کړې دي. په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱ او پاکستان ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د شمېرو له مخې، افغانستان سږ کال تر دې دمه ۳۴ مثبتې چاپېریالي نمونې او پاکستان ۹۰ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت کړې دي.

د ازبکستان ولسمشر: ټرانس‌افغان رېللارې به جنوبي بندرونو ته مستقیمه لاره پرانیزي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په پنځم نړیوال فورم کې ویلي چې هېواد یې د ټرانس‌افغان رېللارې پر پروژه په فعاله توګه کار کوي. د هغه په وینا، دغه دهلېز به د سیمې هېوادونو ته جنوبي سمندري بندرونو ته مستقیم لاسرسی برابر کړي او اسیا به له اروپا سره ونښلوي.

افغانستان، پاکستان او ازبکستان په ۲۰۲۱ کال کې د ۵۷۳ کیلومتره اوږدې رېللارې د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و. د پروژې اټکلی لګښت ۴.۸ میلیارده ډالر ښودل شوی او موخه یې د سیمه‌ییزې اقتصادي نښلونې پیاوړتیا ده. روسیې هم په دې پروژه کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ترکیې د داعش خراسان یو مهم غړی نیولی

د ترکیې ملي استخباراتو (MIT) د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، احمد کازانجي، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.

امنیتي سرچینو ویلي، کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په نومونو هم پېژندل کېده، د داعش خراسان د رسنیزې څانګې له مهمو مسوولانو څخه و. نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان ـ پاکستان سیمې ته تللی او هلته یې د ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه.

د سرچینو په وینا، کازانجي د جنګیالیو د جلب او لېږد په چارو کې هم رول درلود او غوښتل یې په غیرقانوني ډول بېرته ترکیې ته ستون شي، خو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.

ترکي چارواکي وایي، دې عملیاتو د داعش احتمالي پلانونه شنډ کړي او د دې ډلې د جلب او جذب شبکې یې افشا کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG