د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

د دوحې تړون درېیمه کالیزه؛ ځینې شنونکي: دغه تړون لا هم نه دی عملی شوی


د طالبانو د استازي ملابرادر او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د دوحې تړون له نن څخه درې کاله وړاندې د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
د طالبانو د استازي ملابرادر او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د دوحې تړون له نن څخه درې کاله وړاندې د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.

د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي وايي، درې کاله مخکې لاسلیک شوی د دوحې تړون له هم نه دی عملی شوی.

ملا عبدالغني برادر له نن څخه درې کاله مخکې د دوحې تړون د لاسلیک پرمهال ویلي وو: "د افغانستان اسلامي امارت او امريکا ترمنځ کاميابه مذاکرات او توافق، د افغانستان مجاهد ولس او نړۍ په ګټه يو مثبت اقدام دی. د افغانستان اسلامي امارت د توافقنامې عملي کولو ته ژمن دی."

ملابرادر هغه مهال د دې تړون د پلي کولو ډاډ ورکړی و.

نوموړی د دغه تړون د لاسلیک پر مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال و او اوسمهال د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستیال دی.

ملا عبدالغني برادر
ملا عبدالغني برادر

د طالبانو په استازولۍ ملا برادر او د امریکا په استازولۍ د افغانستان د سولې لپاره د هغه هېواد پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دغه تړون له نن څخه درې کاله وړاندې د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، چې د ۲۰۲۰میلادي کال د فبرورۍ له ۲۹مې سره سمون خوري، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړ.

د دوحې تړون چې د ډېرو په باور له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو، د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو لامل شو.

په یاد تړون کې امریکا موافقه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او طالبانو هم هوکړه وکړه چې د القاعده ډلې په ګډون له ټولو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

که څه هم د افغانستان پخواني جمهوري حکومت ادعا کړې وه چې د مذاکراتو په جریان کې نه و پرېښودل شوی، خو د دوحې په تړون کې افغان حکومت مکلف و چې پنځه زره طالب بنديان خوشې کړي او له هوکړې درې مياشتې وروسته به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل شي.

په اوربند او د تاوتریخوالي په کمولو هم ټینګار شوی و.

باور دا و، چې طالبان به له جګړې لاس واخلي او یو موقت حکومت به جوړ شي او داسې انګېرل کېده چې د دوې تګلاره د لومړۍ ځل واکمنۍ سره په توپیر کې ده او دوی به د ښځو حقونو او فردي ازادیو ته درناوی وکړي.

ارشیف: له کندهار زندانه څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو یو انځور
ارشیف: له کندهار زندانه څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو یو انځور

مخکې له دې چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي، داسې حالت رامنځته شو، چې وړاندوینه یې نه وه شوې او د افغانستان ولایتونه پر له پسې ډول پرته له جګړې د طالبانو لاس ته ولوېدل، بلاخره پلازمېنه کابل هم له افغانستانه د وخت د ولسمشر محمد اشرف غني له وتلو وروسته د واک له خلا سره مخ شو، چې طالبانو ورڅخه ګټه پورته کړه او په ټول افغانستان واکمن شول.

مخکېني افغان ولسمشر، د افغانستان له سقوط وروسته، په خپلې لومړنې رسنیزې مرکه کې وویل، له هېواد څخه د وتلو پرېکړه هغه وخت پېښه شوه چې د هغه امنیتي ځواکونو په ارګ کې وویل، چې نور پلازمېنه نه شي ساتلی.

یو شمېر شنونکي وايي چې د دوحې تړون هېڅ ماده د طالبانو له خوا نه ده عملي شوې.

پوځي شنونکي او تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت مرستیال او نظامي کارپوه شاه محمود میاخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل دا کار د دې لامل شوی چې هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او کورنی مشروعیت هم نه لري.

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

میاخېل وویل: "له بده مرغه، چې د توافقنامې يوه برخه هم طالبانو نه ده عملي کړې، کابل يې په زور ونيوه، د سیمې تروريستي ډلې اوس هم په افغانستان کې شتون لري، فزيکي امنيت او بشري امنيت په افغانستان کې تامين نه دی. همدا رنګه د بين الافغاني ډيالوګ زمينه برابره نه شوه چې هلته يو با اعتباره او مشروع حکومت جوړ شي."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري او په دې وروستیو کې د پوهنتونونو دروازې هم د دوی پر مخ تړل شوي، همدارنګه په دولتي او نادولتي ادارو کې پرته له ځینو خاصو مواردو، د ښځو په کار هم بندیز لګول شوی دی.

که څه هم طالبانو د واک له بیاځلي ترلاسه کولو وروسته عمومي بخښنه اعلان کړه، خو د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیولو او وژلو راپورونه خپاره شوي دي، هغه څه چې طالبان یې تل ردوي.

د سیاسي چارو پوه پوهاند محمد بشیر دودیال وايي، سره له دې چې د دوحې تړون نیمګړتیاوې لري، خو د بشپړ پلي کېدو هیله یې نه شته.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې په سیمه کې د حالاتو بدلون او د اوکراین جګړه د دې لامل شوې چې د افغانستان مسله د امریکا او نړۍ لپاره فرعي مسئله وګرځي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان خلک هیله من نه دي، داسې يو سند چې خلک ترې بې خبره وو، خو د دوی د برخليک لپاره خورا مهم و، کوم اعتبار ولري او څوک وکولای شي هغه پلی کړي. د دې سند د نيمګړتياوو سره سره ، هېڅ څوک نه شي کولای چې د دې سند پلي کول دې په طالبانو ومني او يا دې هغوي دې ته اړ کړي چې ورته ژمن پاتې شي."

د طالبانو حکومت بیا وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن پاتې شوي، خو د دوی په خبره امریکا په کې ذکر شوي ځینې ټکي نه دي پلي کړي چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ بې باوري رامنځته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان اسلامي امارت ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې به د امریکا او د متحدینو پر ضد یې کار نه اخيستل کېږي چې تر اوسه نه ده کارول شوې. د افغانستان اسلامي امارت د دوحې تړون ته تر اخره ژمن پاتې دی، خو د دې تړون ځینې ټکي د امریکا لخوا پلي نه شول، دوی ژمنې عملي نه کړې چې دا بې باوري رامنځته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، که طالبان په افغانستان کې د القاعده ډلې پر وړاندې د اقدام په برخه کې په خپلو ژمنو د پوره کولو توان ونه لري یا یې ونه غواړي، امریکا چمتو ده او د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.

د دې وزارت ویاند نېدپرایس په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري په نښه کول د بېلګې په توګه یاد کړ.

د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د القاعده مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

په رومانیا کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو پوه ډاکتر ذاکر حسین ارشاد په دې باور دی چې د دوحې په تړون کې ځینې مادې له پیله د تطبیق وړ نه وې.

هغه وویل: "ځینې هغه شیان چې د دوحې په تړون کې يې وړاندوینه شوې وه، له پیل څخه د تطبیق وړ نه وو او هغه دا و چې طالبان به له نورو ایډیالوژیکو او تروریستي ډلو او حلقو سره خپلې اړیکې له منځه یوسي، له دې څخه ناخبره چې دا کار هېڅکله امکان نه لري. د دې فرضیې ثبوت په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري شتون او وژل کېده دي."

د القاعدې شبکې پخوانی مشر ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د طالبانو واکمنۍ پر مهال په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، خو طالبانو هغه مهال ویلي وو چې دوی د هغه له مرګه خبر نه دي او د څېړنو د پیل خبر یې ورکړ، چې تر اوسه د دې څېړنو پایلې رسنیزې نه شوې.

په دې وروستیو کې پاکستان هم ادعا کړې چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او د دغه هېواد لپاره یو احتمالي ګواښ ګڼل کېږي، هغه څه چې په افغانستان کې د طالبانونو حکومت یې ردوي.

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، ازبکستان او تاجکستان د افغانستان پولې ته څېرمه له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره څو ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي، څو د ترهګرو د احتمالي فعالیت په اړه خپل چمتووالی وښيي او د دې هېوادونو تر څنګ ایران هم د داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

خو د طالبانو حکومت تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د سیاسي چارو پوهان په دې باور هم دي چې د دوحې په هوکړه کې د خلکو رول له پامه غورځول شوی او اوسمهال په افغانستان کې وضعیت داسې دی چې عمومي ناهیلي خپره ده.

دوی وايي، ډېری افغانان له هېواده د تېښتې په فکر کې دي او په افغانستان کې د خپلو هیلو تر سره کېدل ناشوني ګڼي، ځکه د دوی په خبره، طالبان د خلکو غوښتنو ته ځان ځواب ویونکي نه ګڼي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG