د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

د مايک پامپيو نوی کتاب؛ د افغانستان تېر جمهوري نظام په‌کې فاسد او د سولې مخالف بلل شوی


د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو په خپل نوي کتاب کې چې د سه‌شنبې په ورځ د «NEVER GIVE AN INCH» خپور شو، په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو او د محمد اشرف غني په مشرۍ د دغه مخکیني جمهوری نظام ته اشاره کړې ده.

ښاغلي پامپیو په خپل کتاب کې ویلي، د محمد اشرف غني حکومت فاسد و او زیاته کړې یې ده، چې هغه او په مخکیني جمهوری نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د هغو ډلو مشري کوله چې له افغانستانه یې ملیونونه ډالر غلا کړي دي.

په دې کتاب کې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر افغانستان ته د خپل سفر په اړه ویلي او لیکلي، چې که دغه هېواد په کور دننه متحد وای، نو ډېر پیاوړی او مسلکي پوځ یې جوړولای شوای.

نوموړي لیکلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې يې د افغانستان له ګوښه کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال هغه د نړۍ تر ټولو غیر محبوب مشر وموند.

نوموړي په خپل کتاب کې دا هم لیکلي، چې اشرف غني یو غولوونکی و او د ډېرو امریکایانو ژوند یې ضایع کړ، ځکه د ده په وینا ښاغلی غني د سولې د پروسې مخالف و او یوازې په واک کې پاتې کېدل يې غوښتل.

په ۲۰۲۰ کې د مارچ په ۲۳مه نېټه کابل کې د ارګ ماڼۍ کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او مايک پامپيو ليدنه.
په ۲۰۲۰ کې د مارچ په ۲۳مه نېټه کابل کې د ارګ ماڼۍ کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او مايک پامپيو ليدنه.

خو د محمد اشرف غني د ولسمشرۍ پر مهال د ده مرستیال امرالله صالح د دې خبرې په غبرګون په خپل ټوېټر کې لیکلي، چې د افغانستان پخواني حکومت په اړه د ښاغلي پامپیو ادعاوې دروغ دي، پخوانی افغان حکومت هيڅکله د سولې مخالف نه و او فساد د امریکایانو له‌خوا رهبري کېده.

انتخابات او د ارزښتونو ساتنه هغه قیمت و چې امریکایانو نه غوښتل ور يې کړي.

امرالله صالح ویلي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر، څو څو ځله د ژر او په وخت انتخاباتو او د واک د انتقال پر مهال د ارزښتونو د ساتنې وړاندیز کړی و، خو د ده په وینا انتخابات او د ارزښتونو ساتنه هغه قیمت و چې امریکایانو نه غوښتل ور يې کړي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، که امریکا د افغانستان د سقوط لامل فساد ګڼي، نو ولې دې ته چمتو نه‌ده، چې د هغو سترو تړونونو نوملړ خپور کړي، چې دوی خپله تړل؟

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو، په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ، د سولې خبرو ته په اشارې سره په خپل کتاب کې ویلي، کله چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل خبره کوله، نو اشرف غني یې دښمن ګاڼه، ځکه د ده په وینا ښاغلي غني هره معامله له واکه د ده د لیرې کېدو لامل ګاڼه.

په ۲۰۲۰ کې د نومبر په ۲۱مه نېټه د قطر په دوحه کې د مايک پامپيو او طالب چارواکو ليدنه
په ۲۰۲۰ کې د نومبر په ۲۱مه نېټه د قطر په دوحه کې د مايک پامپيو او طالب چارواکو ليدنه

خو د افغانستان ګوښه کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني او په تېر جهوري نظام کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د مایک پامپیو دغو ادعاوو ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

مایک پامپیو ویلي دي چې، یو ځل یې په کابل کې اشرف غني ته، چې نه یې غوښتل د سولې په خبرو کې برخه واخلي خبرداری ورکړی و، چې که په دغو خبرو کې ګډون ونه کړي نو له افغانستان سره به دوی خپله یو ملیارد ډالري مرسته بنده کړي.

زلمی خلیلزاد يې د یوه پټ کار او اړیک لرونکي کس په توګه معرفي کړی.

نوموړي قطر ته د خپل سفر او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک په اړه وویل، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه یې تر ټولو بده تجربه وه، ځکه چې د تړون د لاسلیک پر مهال د طالبانو جامې ورته اسامه بن لادن یاداوه.

مایک پامپیو د دې کتاب په یوه برخه کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحده ايالاتو استازی، زلمی خلیلزاد د یوه پټ کار او اړیک لرونکي کس په توګه معرفي کړی.

خو زلمي خلیلزاد د ښاغلي پامپیو څرګندونو ته له غبرګون پرته په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې ښاغلي غني له امریکا سره قوي اړیکې درلودې او داسې يې ګڼل، چې د مایک پامپیو، زما او نورو امریکايي چارواکو ښکاره پیغامونه له پامه غورځولی شي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نېډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د ښاغلي پامپیو لیکنې د هغه شخصي نظر وباله.

نوموړي وويل: "هغه د یو عام وګړي په توګه خپل شخصي نظر څرګندوي او دا یې حق دی. د افغانستان تاریخ، په تېره بیا په دې هېواد کې د امریکا د متحده ایلاتو د پوځي حضور په وروستیو کلونو کې، د پام وړ موضوع ده."

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو تر دې مخکې هم د افغانستان ګوښه کړل شوي ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د خبرو په مخالفت تورن کړی او ویلي یې و، چې دوی له ولسمشر غني څخه ستړي شوي وو ځکه یې افغانان د مذاکرو له مېز څخه لرې کړل.

خو ښاغلي صالح هغه مهال هم دغه موضوع رد کړه او پر خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي و، چې د مونیخ په کنفرانس کې یې ښاغلي پامپیو ته ۱۱ دلایل وړاندې کړي، چې د ده په ټکو پاکستان او ترهګرو ته د افغانستان سپارل سوله نه‌شي راوستلی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان د جمهورې نظام سقوط یوه جنجالي مسله ده چې د امریکا او د افغانستان مخکیني حکومت چارواکي یې وخت په وخت د سقوط پړه پر یو بل اچوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG