د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

امرالله صالح: افغانستان کې د مرستو د ترلاسه کولو او وېش هيڅ مېکانېزم نه‌شته


امرالله صالح
امرالله صالح

د افغانستان د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال ویلي، کابل ته د نړيوالو مرستو د استولو بهیر لپاره هیڅ داسې یو مېکانېزم نه‌شته، څو ډاډ تر لاسه شي چې دغه مرستې د طالبانو له لاسه نه تېرېږي او یوازې اړو کسانو ته رسېږي.

امرالله صالح تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه معلومات چې له ده سره دي د ملګرو ملتونو او یا نورو غیر دولتي ادارو هیڅ ماموریتونه د طالبانو د استخباراتي ادارې له شتون پرته امکان نه‌لري.

ښاغلي صالح دا ادعاوې پرته د کومو شواهدو د وړاندې کولو کړې خو یادونه يې کړې، چې کولی شي په دې اړه نومونه او تاریخونه شریک کړي.

د امرالله صالح د ادعاوو پر بنسټ، طالبانو د پوهنې او روغتیا وزارتونو کې چې د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له‌خوا يې ډېر ملاتړ کېږي ملایان مقرر کړي دي.

ارشيف
ارشيف

ښاغلی صالح زیاته کړې ده، هیڅ یوه غیر دولتي اداره نه‌شي کولی د طالبانو د استخباراتو له اجازې پرته حتی یو کارکونکی هم استخدام کړي.

یو بل مورد چې ښاغلي صالح اشاره ورته کړې ده، دا دی چې د ده په وينا ټولې غير دولتي ادارې باید د طالبانو د اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر شي که نه نو د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.

تر اوسه طالب چار واکو د امرالله صالح دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه ښودلی او نه يې هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړي.

ملګرو ملتونو پرون افغانستان ته د نقدي مرستو په اړه یوه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغانستان سره مرسته شوې پيسې د ملګرو ملتونو د مربوطه ادارو مصارف ښودل شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې ویل شوي چې هیڅ ډول مرستې د طالبانو په اختیار کې نه ورکول کېږي او نه هم د دې هېواد کوم مرکزي بانک ته لېږدول کېږي، بلکې دا ټولې مرستې د ملګرو ملتونو او نورو مرسته رسونکو مؤسسو له خوا لګول کېږي.

د یوناما په اعلامیه کې دا هم ویل شوي وو چې د ۲۰۲۱ کال د ډیسمبر راهيسې افغانستان ته د پيسو د انتقال د مېکانېزم له رامنځته کېدو وروسته ۱،۸ میلیارده ډالر دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG