د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

احدي: کابل ته د نغدو پيسو د نه رسېدو عواقب خطرناک دي


انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

په سویس کې د افغانستان د پانګې په سر د نظارت د صندوق غړی انوارالحق احدي کابل ته د نغدو پیسو د نه رسېدو عواقب ډېر خطرناکه بولي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک که څه هم د پیسو د نه رسېدو راپورونه رد کړي خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارټین ګریفټس تایید کړې چې د ملګرو ملتونو د پروازونو د نشتوالي په سبب کابل ته د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالریزې بستې نه‌دي استول شوي.

په همدې تړاو صفي الله ستانکزي له ښاغلي انوارالحق احدي سره چې پخوا د افغانستان د مالي نظام یو پخوانی لوړپوړی چارواکی پاتې شوی مرکه کړې ده.

په دې ځانګړې مرکه کې افغانستان ته د یادو نغدو پیسو د نه رسېدو د عواقبو او د حل لارو په اړه ښاغلي احدي ځینو پوښتنو ته ځواب وايي.

د ښاغلي احدي مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:45 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG