د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

د صرافانو سراسري ټولنه: نوي بانک‌نوټونه تر اوسه بازار ته نه‌دي وړاندې شوي


ارشيف
ارشيف

په داسې حال کې چې افغانستان ته د نویو افغاني بانک‌نوټونو له رارسېدو څه باندې یوه میاشت تېريږي، د افغانستان صرافانو ټولنه او عام خلک وايي چې د طالبانو حکومت لا هم دغه بانک‌نوټونه بازار ته نه‌دي وړاندې کړي.

د دې ټولنې ویاند حاجي عبدالرحمن ځیرک د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په خصوصي بانکونو او مارکېټونو کې زاړه بانک‌نوټونو لا هم جدي ستونزه ده.

"د لس افغانیو، شل افغانیو او پنځوس افغانیو په ګډون نوي بانک‌نوټونه افغانستان بانک ته راوړل شوي

نوموړي وويل: "د لس افغانیو، شل افغانیو او پنځوس افغانیو په ګډون نوي بانک‌نوټونه افغانستان بانک ته راوړل شوي، خو لا هم بازارونو ته نه‌دي وړاندې شوي."

خو ښاغلی ځیرک زیاتوي، څو ورځې وړاندې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان په مرکزي بانک کې بازارونو ته د نویو پیسو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه خبرې شوې وې.

په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان هم شکایت کوي، چې په بازارونو کې زړې پیسې زیاتې شوي او د دغو بانک‌نوټونو د کارولو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.

د حبیبې په نوم یوې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل: "موږ څه موده مخکې خبر شولو چې نوي بانک‌نوټونه چاپ شوي خو تر اوسه بازارونو ته نه‌دي راغلي، موږ چې هره ورځ سودا اخلو له دغو زړو پیسو سره په جنجال کې پاتې کېږو."

خلک له زړو افغانيو بانک‌نوټونو شکايت کوي، انځور - ارشيف
خلک له زړو افغانيو بانک‌نوټونو شکايت کوي، انځور - ارشيف

د کابل ښار يو بل اوسېدونکی فضل پوښتنه کوي چې ولې د طالبانو حکومت نوي بانک‌نوټونه بازار ته نه وړاندې کوي؟

"هغه نوې پیسې چې چاپ شوې او افغانستان ته راورسېدې څه شوې؟

نوموړی وايي: "هغه نوې پیسې چې چاپ شوې او افغانستان ته راورسېدې څه شوې؟ په بانکونو کې زړې پیسې، په بازارونو کې زړې پیسې، د خوراکي موادو په پلورنځیو کې زړې پیسې او آن په صرافیو کې نوې پیسې نه‌شته."

دوی له افغانستان بانک څخه، چې د طالبانو تر کنترول لاندې فعالیت لري، غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې نوي بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې کړي.

هڅه مو وکړه چې د افغانستان بازارونو ته د نویو بانک‌نوټونو د وړاندې کولو په وړاندې د خڼډ او ځنډ په اړه د د افغانستان بانک د ویاند حسیب الله نوري نظر هم واخلو، خو نوموړي زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په بازارونو او د صرافې په مارکېټونو کې د نویو بانک‌نوټونو د کمښت په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان بانک څه باندې یوه میاشت مخکې وویل، وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو د نویو بانک‌نوټونو د چاپ او د نړیوالو بانکي سیسټمونو له لارې د لېږد زمینه برابره کړه، په ملیاردونو افغاني نوي بانک‌نوټونه له پولنډ څخه کابل ته لیږدول شوي.

د دغه بانک مسوولینو تر دې مخکې ویلي وو، چې د چاپ شویو بانک‌نوټونه اندازه لس میلیارده افغانۍ ده.

XS
SM
MD
LG