د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک‌نوټه رسېدلي


کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک نوټه رسېدلي
کابل ته په ميلياردونو نوي افغاني بانک نوټه رسېدلي

دا افغانۍ مخکې چاپ شوې وې خو طالبانو نه شوای کولی چې افغانستان ته یې انتقال کړي، اوس د امریکا متحد ایالتونو دې ته لاره برابره کړه چې دا پیسې ولېږدوي.

د افغانستان بانک مسؤلينو په وینا وروسته تر دې چې د امریکا متحد ایالتونو د افغانستان دې مرکزي بانک ته د نړیوالو بانکي سیستمونو له لارې د پیسو د ورکړې لاره هواره کړه، کابل ته په پولنډ کې چاپ شوې افغاني بانک نوټونه ورسېدل.

د رویټرز اژانس د راپور له‌مخې د نویو افغاني بانک نوټونو چاپ د افغانستان له مرکزي بانک سره په چلند کې د بدلون څرګندونه کوي، ځکه چې د سخت دریځه طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته د دې بانک ارتباط له نړیوال مالي سیستم سره قطع شوی و او د طالبانو پر یو شمېر چارواکو هم نړیوال بندیزونه لګېدلي دي.

د افغانستان بانک د پولنډ یوې کمپنۍ سره د افغاني بانک‌نوټونو د چاپ تړون کړی و خو د جولای تر میاشتې پورې یې نه شوای کولی چې د دې افغانیو لګښت ور واستوي.

نوي بانک نوټونه د سې شنبې په ورځ کابل ته ولیږدیدل چې، انځور - ارشيف
نوي بانک نوټونه د سې شنبې په ورځ کابل ته ولیږدیدل چې، انځور - ارشيف

د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وایي چې د دې پیسو له درکه طالبان کولی شي د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

نوموړی وايي: "که چېرته له دې پیسو په شفاف ډول استفاده وشي حکومت ته د شاوخوا یوسل او لس- یو سل او شل میلیونه ډالرو په ارزښت امکانات برابرولی شي او ګټه ور رسوي چې په عادی او انکشافي بودیجه کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي."

طالبان کولی شي د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

د رویټرز اژانس په وینا که چېرته یو کال نور افغاني بانک نوټونه نه وای چاپ شوي اکثر به یې نور په جیبونو کې له زړښته د لېږد وړ نه وو.

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت د یوه ویاند خبره رویټرز اژانس را اخیستې ده چې وایي، د افغانستان بانکونه په نغدو پیسو چلیږي چې د نویو نوټونو له چاپ سره به د افغانستان مرکزي بانک دا وړتیا پیدا کړي چې زاړه نوټونه په نویو بدل کړي او له دې سره به د افغانانو د خوراکي موادو او نورو شیانو د اخیستو چارې اسانه کړي.

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک

د افغانستان د مرکزي بانک غړی شاه محرابي وایي، نوي بانک‌نوټونه د سې شنبې په ورځ کابل ته ولېږدېدل چې د تړون له‌مخې لس میلیارډه افغانۍ دي او بل تړون له یوې فرانسوۍ کمپنۍ سره شوی دی چې هغه به هم همدومره افغانۍ چاپ کړي.

د افغانستان بانک په عالي شورا کې دوه طالبان هم شته.

طالبان وایي چې د افغانستان بانک چارې خپلواکې دي خو متحد ایالتونه په دې بانک کې په لوړپوړو څوکیو د طالبانو پر موجودیت اعتراض لري.

XS
SM
MD
LG