د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

شاوخوا ۱۰۰ میلیارده نوي افغاني بانک‌نوټونه چاپ شول


ايا نوي افغاني بانکنوټونه مو تراوسه ليدلي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

ايا نوي افغاني بانکنوټونه مو تراوسه ليدلي؟

د افغانستان بانک ویلي چې د نویو چاپ شویو بانک‌نوټونو یوه برخه دې هېواد ته رسېدلې او عملآ ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

د دې بانک مسؤلانو ازادي راډیو ته ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده نوي بانک‌نوټونه یې چاپ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال په بازار کې د زړو بانک‌نوټونو موجودیت په ورځنۍ راکړه ورکړه کې جدي ستونزې او انتقادونه راپارولي دي.

خلک نیوکې کوي چې د ۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰ افغانیو نوټونو ډېری زاړه شوي او نور د استفادې وړ نه‌دي.

فریدون رحماني او اجمل بخت د کابل دوه اوسېدونکي په دې اړه وایي: "زړو پیسو ستونزې راپیدا کړي او څوک‌یې په اسانه، نه‌اخلي. دا بانک‌نوټونه ډېر زاړه شوي او زموږ غوښتنه دا ده چې ژر بدل شي او نوي بانک‌نوټونه بازار ته وړاندې شي."

"دا نوټونه ډېر زاړه شوي، نه‌یې دکاندار اخلي او نه هم نانوایان. زموږ غوښتنه دا ده چې زاړه نوټونه راټول شي او نوي بازار ته راشي. له خلکو هم غواړو چې د نوټونو په ساتنه کې هڅه وکړي."

یو شمېر افغاني بانکنوټونه او بهرني اسعار
یو شمېر افغاني بانکنوټونه او بهرني اسعار

خو د افغانستان بانک ویلي چې نږدې ۴۰۰ ملیونه بانکنوټونه چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده افغانۍ کېږي تازه چاپ شوي.

د دې بانک د رسنیو د څانګې مدیر عصمت‌الله کوهسار ازادي راډیو ته ویلي چې په کابل او ولایتونو کې د دې بانک‌نوټونو وېش پیل شوی دی.

ښاغلی کوهسار زیاتوي: "د دې پیسو یوه برخه افغانستان ته راوړل شوې او ډېر ژر به‌یې پاتې برخه هم راورسېږي. په دې کې ۱۰، ۲۰، ۵۰ او د ۱۰۰ افغانیو بانک‌نوټونه شامل دي. د دې پیسو ۵۰ ملیونه نوټونه، لسګونونه او ۵۰ ملیونه‌یې شلګونونه دي."

ښاغلي کوهسار ویلي چې له ۱۳۸۱ لمریز کال راهیسې ۳۶۵ میلیارده او ۶۰۰ ملیونه افغانۍ بازار ته وړاندې شوي چې له دې پیسو څخه څه باندې ۵۸ میلیارده‌یې چې زاړه شوي بېرته راټولې او سوځول شوې دي.

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

په ورته وخت کې د اقتصادی چارو پوه صمیم صارم وایي چې د بانک‌نوټونو د دوام لپاره باید پیسې به لوړ کیفیت چاپ او د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر عملي شي.

ښاغلی صارم زیاتوي: "ښه تګلاره دا ده چې په بانک‌نوټونو کې با کیفیت مواد وکارول شي ترڅو د ډېرې مودې لپاره ورڅخه ګټه واخیستل شي. په عین حال کې مرکزي بانک مکلف دی چې د بانک‌نوټونو د ښه ساتلو لپاره عامه پوهاوی ولري ترڅو بانک‌نوټونه ژر زاړه نه‌شي."

خو د افغانستان بانک ویلي چې نوي بانک‌نوټونه له لوړ کیفیت څخه برخه‌من دي او د (پي،ډبلیو، پي، ډبلیو) کمپنۍ له‌خوا په پولنډ کې چاپ شوي او په هر بانک‌نوټ شاوخوا درې افغانۍ لګښت راغلی دی.

دا بانک له خلکو غواړي چې په کابل او ولایتونو کې د بانکونو څانګو ته ورشي او د کمېشن له ورکړې پرته زاړه بانک‌نوټونه په نویو بدل کړي او په احتیاط ورڅخه ګټه واخلي ترڅو بانک‌نوټونه ژر زاړه نه‌شي.

XS
SM
MD
LG