د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

په افغانستان کي د پیسو دچاپ سیسټم څه ډول دي؟


آښغلی اشور وايي، د پیسو چاپول ډیره لویه مساله نه ده، دا دومره لګښت لري، لکه تاسې چې یو عکس چاپوﺉ، ځکه چې دا یو کاغذ دی.
آښغلی اشور وايي، د پیسو چاپول ډیره لویه مساله نه ده، دا دومره لګښت لري، لکه تاسې چې یو عکس چاپوﺉ، ځکه چې دا یو کاغذ دی.

د افغانستان بانک چارواکي وایي، وروسته له دې څخه به یوه، دوه او د پنځو افغانیو بانکنوټونه چاپ نه کړي. د دې بانک مسولینو ازادي راډیو ته ویلي، ځکه چې د دې پیسو نوم ټیټ دی.

په افغانستان کي د پیسو دچاپ سیستم څه ډول دي؟ ایا دافغانستان بانک هرکال نوی پیسې چاپوي؟

د دې او داسې ورته نورو پوښتونو د ځوابولو لپاره مې د افغانستان بانک له مسوولینو او د اقتصادي چارو له کار پوهان سره خبرې کړي دي.

د افغانستان بانک مسولین وایي، دوی هله نوې پیسې چاپوي، چی یا په بازارونو کې پیسې ډیری زړې شوې وي او یا هم په هیواد کې اقتصادي وده وي.

د افغانستان بانک چارواکي وایي، چې په افغانستان کې پیسې د یوې اړتیا له مخې چاپیږي، نه د وخت په پرتله، خو بله پوښتنه دلته پیدا کیږي، چې ایا د پیسو چاپ ارزان دی او که ګران؟

د افغانستان بانک د مطبوعاتي چارو مسول ایمل اشور په افغانستان کې د پیسو د چاپ د سیسټم او بیې په اړه وایي.

″د پیسو چاپول ډیره لویه مساله نه ده، دا دومره لګښت لري، لکه تاسې چې یو عکس چاپوﺉ، ځکه چې دا یو کاغذ دی.

د پیسو د چاپ بیه:

دا ډول نه ده، چی سل افغانۍ، په سل افغانیو چاپ شي، د بیلګې په توګه زر سلیز بانکنوټونه، په دوه سوه افغانۍ چاپیږي، د پیسو کاغذ له نورو کاغذونو سره فرق لري، په دی کې تخنیکی مسایل ډیر په پام کې نیول کیږي، څو تقلب په کې ونه شي، جعلي جوړ نه شي او ډیر دوام باید وکړي. له عادي کاغذونو څخه یې چاپ لوړ دي.″


د افغانستان بانک مسولین وایي، چې اوسمهال د افغانستان لپاره پیسې په یوه انګریزۍ کمپنۍ، چې د ″ډېنه رو″ په نوم یادیږي او نړیوال اعتبار لري چاپیږي.

د دې بانک د معلوماتو له مخې، دغه کمپنۍ ان د افغانستان د پخواني پادشا ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال هم د افغانستان لپاره پیسې چاپولې.

د پیسو ملاتړ په یو هېواد کې تولید او اقتصادي وده ده، که چیرې تاسې زیاتې عرضي ذخیرې ولرﺉ او په هیواد کې مو تولید نه وي او اقتصادي وده ونه لرﺉ، منطقاً ستاسې پیسې به ښه ارزښت ونه لري.

اشور

د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وایي، چې له دې مخکې افغاني بانکنوټونه، په پخواني شوري اتحاد کې چاپیدل.

خو یوه بله پوښتنه چې را پیدا کیږي، هغه دا چې د افغانستان پولي تضمین څه شی دي؟

ځینې په دې اند دی، چې د افغانستان پولی تضمین طلا یا سره زر دي.

خو د افغانستان چارواکي وايي، چی په هېواد کې اقتصادي وده د افغانۍ پیسو تضمین دی. په دې اړه ایمیل اشور وایي.

″د پیسو ملاتړ په یو هېواد کې تولید او اقتصادي وده ده، که چیرې تاسې زیاتې عرضي ذخیرې ولرﺉ او په هیواد کې مو تولید نه وي او اقتصادي وده ونه لرﺉ، منطقاً ستاسې پیسې به ښه ارزښت ونه لري.

د افغانستان بانک عرضي ذخیرې لري، چې د دې عرضي ذخایرو ارزښت له شپږ میلیارد ډالرو څخه زیات دی، چې زر هم په کې شامل دي، چې د یو میلیارد ډالرو څخه زیاته اندازه یې طلا ده.″

په ټیټو بانکنوټونو چاپېدل:

په دې وروستیو کې بیا داسې لیدل کیږي، چې په بازارونو کې د یوې، دوه او پنځوروپیو نوټونه په بازارونو کې چلیږي.

مخکې له دې د افغانستان بانک دا پیسې منع او ناچله کړې وي.

ډیر خلک اندیښمن دي، چې بیا به دا پیسې چې د کاغذ کیفیت یې ټیټ دی په بازارونو کې چلیږي.

دا چې له مخنیوي سره سره بیا هم دا پیسې بازار ته را ووتلي، علت یې څه دی، په دې اړه، بیا هم ښاغلی اشور وایي.

″که چیرې مو دا پسې سوځولې وای، نو ډیر لوی اقتصادي تاوان به مو کړی و، ځکه چې د دې په چاپ پیسې لګول شوې وې.

نو له دې کلبه د افغانستان بانک عالي شورا په وروستي غونډه کې پریکړه وکړه، چې په دې پېسې لګول شوي، دا باید بازار ته وړاندې شي او مصرف شي او کله چې دا ‌پیسې زړې شوې نو بیا به یوه دوی او پنځه کاغذی روپۍ نه چاپیږي او پرځای یې زموږ فلزي پیسې شته دي.″

مخکې له دې به افغاني بانکنوټونه د پخواني شوري اتحاد له خوا چاپیدل، خو اوسمهال افغاني په اورپایي هیوادونو کې چاپیږي.

فاروقي

له ځینو خلکو سره دا پوښتنه موجوده ده، چې د افغانستان بانک د زړو پیسو په اړه څه ډول تصمیم نیسي؟

دا پوښتنه مو د افغانستان بانک له مسولینو سره مطرح کړه، د هغوی ځواب دا وو، چې له ۱۳۸۴کال راهیسې یې له بازارونو څخه د زړو پیسو را ټولول پیل کړي او سوځوي یې.

د دې بانک مسولین وایي، چی تر اوسه یې اوه میلیارده زړې افغانی پیسې سوځولي دي.

بله پوښتنه دا ده، چې ایا د پیسو چاپول د هرې کمپنۍ له خوا او په هر هیواد کې ترسره کیدای شي؟

د اقتصادي چارو کار پوه او د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځی استاد حمید الله فاروقي وايي، چې پیسې د هغه کمپنۍ له خوا چاپیږي، چې نړیوال اعتبار ولري او د پیسو چاپ ځانګړي کوډ لري.

″د نوي پولي او سیاسي سیسټم نه وروسته، د پیسو د چاپولو او د دې د عرضې مسوولیت د مرکزي بانک په غاړه اچول شوی او مرکزي بانک چې د افغانستان بانک دی، هغه د دې مسوولیت لري، چې د پولي عرضې او د پولي سیاستونه، د خپلې اجرایوي وظیفې په توګه ترسره کړي.

منتهی یو بل عامل چې په هغه کې په پام کې نیول کیږي، هغه د پیسو سرعت دی، چې په یوې ټولنه کې په یو کال کې څو وارې دا پیسې دوران کوي، بانکي سیستم ته ورننوځي، دا په نظر کې نیسي او په اساس د مشخصو فورمونونو د پیسو د نشر مقدار تثبیتیږي.″

د پیسو نړیوال صندوق

ښاغلی فاروقي وایي، چې مخکې له دې به افغاني بانکنوټونه د پخواني شوري اتحاد له خوا چاپیدل، خو اوسمهال افغاني په اورپایي هیوادونو کې چاپیږي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، هغه هیوادونه، چې د پیسو د نړیوال صندوق غړي دي، دا پیسې د دې سازمان د غړیو هیوادونو د څارونکو په وړاندې چاپیږي.

د پیسو د نړیوال صندوق، څارونکي په یو هېواد کې د پیسو د چاپ بهیر څاري، ځکه د دوی په وینا باید اضافي پیسی چاپ نه شي، ځکه چی په بازارونو کې د تورم سبب ګرځي.
راپور: ذکیه غیاثي نذیر
XS
SM
MD
LG