د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

"د افغانستان بانک بازار ته نوي بانکنوټونه راوباسي"


د افغانستان بانک رییس نور الله دلاوري
د افغانستان بانک رییس نور الله دلاوري
د افغانستان بانک مسوولین وایي چې هر کال یوه اندازه نوې پیسې بازارونو ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک مسوولین وایي چې درې کاله مخکې یې له ملي شورا نه د دوه سوه ملیارده افغانیو د چاپ جواز تر لاسه کړی و.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته وویل چې؛ د نشر شویو پیسو لپاره د استهلاک موده لږ تر لږه درې کال تعین شوې ده.

دی وایي چې، د نویو افغاني بانک نوټونو د چاپولو مسوولیت یو معتبره بریتانوي شرکت اخیستی.

"موږ دا مهال په بازار کې یو سلو شپږ اتیا میلیارده افغانۍ لرو، موږ هر کال لږ تر لږه د یو کال لپاره زاړه بانک نوټونه ځان سره ساتو.

په لنډه موده کې موږ ته نوې پيسې راځي او د اړتیا په وخت کې به یې بازار ته وړاندې کړو."


دلاوري همدا راز وویل چې له افغاني بانک نوټونو نه د سمې ګټې اخیستنې لپاره یې په کابل او ولایتونو کې د عامه پوهاوي ځینې پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

سره له دې چې یو شمیر افغانان په بازارونو کې د جعلي افغانیو د ډیریدو له امله اندیښنه لري، خو د افغانستان بانک مسوولین وایي چې د نویو افغاني بانک نوټونو د چاپ په برخه کې ډیره پاملرنه شوې ده.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري وایي، چې په افغاني پنځه سوه ګون او زرګون کې داسې نښې دي چې په ډیرې آسانۍ سره یې له جعلي پيسو سره توپیر کیږي.

"د دې لپاره چې خلک د جعلي او اصلي پيسو په توپیر پوه شي باید دوه شیان په پام کې ونیسي.

د پنځه سوه ګون او زرګون په منځ کې یو نقره يي تسمه ده چې که یې لمر ته ونیسی نو د افغانستان بانک لوګو پکې لیدل کیږي او بل دا چې د اصلي افغانیو کاغذ ډیر ډبل دی."


د رپوټونو له مخې دا مهال د هیواد په یو شمیر سرحدي ولایتونو کې له افغانیو پرته ایراني تومان، پاکستانۍ او کلدارې هم چلیږي.

د افغانستان بانک مسوولین وایي چې له څو کلونو راپدیخوا هڅه کوي د دې کار مخه ونیسي خو د خلکو د نه همکارۍ له امله تر اوسه پدې ندي توانیدلي چې په افغاني بازارونو کې د پردیو پیسو د چلیدا مخه ونیسي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG