د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

ایا طالبان د نویو پیسو د چاپولو پلان لري؟


زړې افغانۍ
زړې افغانۍ

په افغانستان کې د افغانۍ د زړو بانکنوټونو په اړه د شکایتونو له زیاتېدو وروسته د طالبانو حکومت د دې ستونزې د حل لپاره د اقداماتو خبر ورکړی.

هرات د هېواد وروستی ولایت دی چې پرون په کې د تېلو او ګاز د پلور او پېر بازار د افغانۍ د زړو بانکنوټونو پر وړاندې د اعتراض په دود وځنډېد او یوه ورځ مخکې د هرات د صرافانو ټولنې په همدې دلیل په اعتراض لاس پورې کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا آزادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ستونزې د حل لپاره اقدامات ترلاس لاندې دي. ښاغلي مجاهد د آزادۍ راډیو دې پوښتنې ته چې ایا د طالبانو حکومت د نویو پیسو د چاپولو پلان لري که نه په ځواب کې وویل: "د دې موضوع د حل لپاره لارې چارې لټول کېږي. کوشش روان دی چې د زړو افغانیو غم وخوړل شي او یوه بدیله لاره ورته پیدا شي. هڅې روانې دي خو تراوسه کوم عملي اقدام نه دی شوی. دا ستونزه موږ درک کوو. د افغانستان بانک په دې برخه کې پر اقداماتو لاس پورې کړی دی."

کورنیو رسنیو او له هغې ډلې ۸ صبح ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هرات د تېلو او ګاز ټولنې په بازارونو کې د زړو پیسو د زیاتېدو په اعتراض کې خپل فعالیت درولی دی او د یکشنبې په ورځ پژواک خبري آژانس د همدې ستونزې له کبله د هرات ښار د صرافانو د ټولنې د اعتراض په اړه راپور ورکړ.

صرافان وايي، چې میلیونونه افغانۍ زاړه بانکنوټونه چې نور د کارولو نه دي ورسره پاتې دي.

له دې مخکې د کابل د شهزاده سرای صرافانو او عامو افغانانو هم د افغانۍ د بانکنوټونو د زړښت په برخه کې شکایتونه له آزادۍ راډیو سره شریک کړي وو.

کابل کې شهزاده سرای یوه څنډه
کابل کې شهزاده سرای یوه څنډه

دوی ویل، چې د افغانۍ بانکنوټونه هومره زاړه شوي چې نور په بازارونو کې د چلند وړ نه دي.

صرافان او دوکانداران په بازار کې د افغانۍ د کمښت ستونزه هم د پام وړ بولي او د طالبانو له حکومته غواړي چې یا د افغانستان بانک له زېرمو افغانۍ د چلند لپاره بازار ته راوباسي او یا نوي بانکنوټونه چاپ کړي.

د راپورونو له مخې پخواني حکومت د افغاني بانکنوټونه په جرمني، فرانسه، بریتانیا او پولنډ کې چاپول خو تراوسه معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به نوي بانکنوټونه څه وخت او په کومو هېوادونو کې چاپ کړي.

XS
SM
MD
LG