د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

که پیسې زړې شي زیان یې خلک ګوري


پیسې د هر هېواد ملي شتمني وي نو ځکه خو هر وګړي ته په کار ده چې په ساتنه کې یې پوره کوښښ وکړي، که چېرې پیسې مخکې له وخت نه زړې شي نو زیان یې تر ټولو ډېرعامو خلکو ته رسېږي.

د افغانستان بانک مسوولین وایي چې دوی دم ګړۍ په بازارونو کې څه باندې۲۰۰ میلیارډه افغانۍ لري چې له خلکو سره لاس په لاس کېږي، له ۱۳۸۴لمریز کال څخه را په دې خوا هر هغه بانک نوټ چې زړېږي او د راکړې ورکړې نه وي دوی یې اخلي او په بدل کې یې نوي بانک نوټونه خلکو ته ورکوي.

دا چې څه ډول، وروسته پرې غږیږو لومړی د افغانستان بانک د رسنیو له مسوول ایمل عاشور سره د افغاني بانک نوټونو په کیفیت او عمر غږیږو.

دا چې ولې افغاني بانک نوټونه مخکې له وخت نه داسې زړېږي چې په عامه خبره ناچله شي د کابل له اوسېدونکي ستارې یوسفزۍ نه یې اورو.

د وردګو اوسېدونکی رحیم زی هم وایي چې اول د دوی په خپل کور کې مېرمنې د افغانیو ښه ساتنه نه کوي.

خو ځیني نارینه هم د پیسو په ساتلو کې بې پروایي کوي دا خبره د وردګو اوسېدونکی فضل محمد او د ننګرهار اوسېدونکی مړوند کوي.

پروګرام د لاندې لینک په کېکاږلو سره او رېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG