د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

امريکا: افغانستان بانک ته د پيسو لېږد د امريکا او طالبانو پر اړيکو کوم اغېز نه‌لري


د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک
د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان بانک

متحده ایالات وايي د نویو افغاني بانک‌نوټونو د چاپ لپاره افغانستان بانک ته د پیسو د انتقال اجازه ورکول له افغانانو سره يوه مرسته ده.

د افغانستان د نویو بانک نوټونو د چاپېدو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي، که څه هم دوی د دغو پیسو د انتقال په برخه کې مرسته کوي، خو دا کار یوازې د افغانانو د ښېګڼې لپاره کوي او د طالبانو او امریکا پر اړیکو اغېز نه‌لري.

د دې وزارت ویاند ند پرایس تېره ورځ ناوخته په یوې خبري غونډه کې وویل: "د پیسو د دوه ځله لېږد لړۍ له څو میاشتو راهیسې روانه ده، د حکومت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته بانکونه له افغانستان سره په معامله کې هر راز بانکي انتقالات چې افغانستان ته د پیسو لېږل او له افغانستانه د پیسو انتقال په‌کې شامل دي، ډېر خطرناک بولي."

"دا کار یوازې د افغانانو د هوساینې لپاره کېږي"

کله چې له هغه و پوښتل شول چې ایا دا مسله د امریکا او طالبانو ترمنځ پر اړیکو کومه مثبته اغېز لري؟ پرایس دا خبره رد کړه.

نوموړي وويل: "نه نه یې لري، دا کار یوازې د افغانانو د هوساینې لپاره کېږي. د افغانیو بانک نوټونو له زوړتوبه زیانمن شوي دي. د دوی اقتصادي معاملې د له کاره لوېدلو بانکي نوټونو له امله ډېرې اغېزمنې شوي."

ند پرایس
ند پرایس

نوموړی زیاتوي چې امریکا متحده ایالات او همکار هېوادونه یې له نړیوالو بانکونو سره په ګډه کار کړی چې په اروپایي هېوادونو کې د افغانیو بانک نوټونو چاپ ته زمینه برابره شي.

دا کمپنۍ به نوي افغاني بانک نوټونه چمتو کوي او د زړو هغو پر ځای به بازار ته وړاندې کیږي چې له دې سره به د افغانستان د نغدو پیسو د بحران یوه برخه حل شي.

د ند پرایس په وینا دا د امریکا متحده ایالاتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د بشري ملاتړ له لارې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک د افغانیو د نوو بانکنوټونو چاپېدو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

دغه بانک په یوه اعلامیه ویلي وو چې په نژدې وختونو کې به د افغانیو نوي چاپ شوي بانک‌نوټونه هېواد ته را ورسیږي.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي وو چې د افغانستان دوه بانکي معاملو ته يې اجازه ورکړې چې یوه د نویو چاپ شویو بانک نوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزي بانک له‌خوا تادیه شول.

نوموړي په امریکا متحده ایالاتو کې د مېشتو افغانانو یوې انلاین غونډې ته ویلي، نوي بانک‌نوټونه به د افغانیو د زړو بانک‌نوټونو ځای ونیسي.

که څه هم د افغانستان بانک د نویو چاپ کېدونکو افغاني بانک‌نوټونو اندازه نه‌ده ښودلې خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي که د چاپ کېدونکو پیسو اندازه زیاته شي د افغانیو د بې ارزښته کېدو لامل کېږي.

د افغانستان بانک نوټونه چې اوس مهال تر ډېره زاړه شوي دي.
د افغانستان بانک نوټونه چې اوس مهال تر ډېره زاړه شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوه اود پوهنتون استاد محمد شفیق حسام وايي: "د پسو عرضه باید د یوې منظمې پولي پالیسۍ له مخې ترسره شي، څومره چې اړتیا ده باید هماغومره عرضه شي، افغانستان بانک باید په دې برخه کې ډېر محتاط و اوسي که د پیسو اندازه له تقاضا زیاته شي نو د پیسو ارزښت ورسره کمیږي."

خو ښاغلي حسام وايي چې د نویو پیسو چاپ به په بازار کې د پیسو د کمښت او د پیسو د زړښت ستونزه حل شي.

"د پسو عرضه باید د یوې منظمې پولي پالیسې له مخې ترسره شي"

نوموړی وايي دغه شان به په کور دننه د بل هېواد بانک نوټونو ته د چلښت زمینه نه برابریږي.

دا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت ورورسته لومړی ځل دی چې د افغانیو نوي بانک‌نوټونه چاپیږي.

د محمد اشرف غني په مشرۍ د مخلوع افغان حکومت د تدارکاتو ملي ادارې په ۱۳۹۸ کال کې ویلي و چې د لس میلیارده افغانیو نوي بانک‌نوټونه به د یو پولنډي شرکت له‌خوا چاپ شي.

XS
SM
MD
LG