د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

ځانګړې کوډ لرونکې مجازي پیسې؛ یو شمېر افغانانو دغه پیسې کارولي


تایلنډ کې د ځانګړي کوډ لرونکو مجازي پیسو د کارونې یو انځور
تایلنډ کې د ځانګړي کوډ لرونکو مجازي پیسو د کارونې یو انځور

کرپټوکرنسي یا ځانګړې کوډ لرونکې مجازي پیسې د پیسو هغه ډول دی چې په دې وروستیو کې يې د نړۍ په لویو صعنتي هېوادونو کې د پخوا پرتله يې بازار تود شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مې راپه دېخوا له کله چې طالبان پر کابل بیا واکمن شول، امریکا د افغانستان پیسې د اروپا او د امریکا په فدرال بانکونو کې ګنګل کړې.

دا پیسې د افغانستان د بانکي سیسټم پشتوانه ګڼل کېده.

د بانکونو پر وړاندې د خلکو کتارونه جوړ شول. د صرافویو اوتومات ماشینونه له کاره ولوېدل او د مني ګرام له لارې بهر ته د پیسو لېږدول ستونزمن شول.

سوادګري په ټپه ودرېده او سوادګرو هڅه کوله خپله پانګه له افغانستانه بهر کړي.

خو په افغانستان کې له دې لوی تحول وړاندې زیاترو ځوانانو د دیجیټلي پیسو یا کوډلرونکو مجازي پیسو کارولو ته مخه کړی وه.

که څه هم اوسهال طالبانو په رسمي ډول ددې پیسو کارول منع کړيی دی، خو د جمهوریت له سقوط وروسته د دې پیسو کارونه ډېر شوې ده.

د کابل یو اوسېدنکی چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له کبله يې په راپور کې نوم واخیستل شي وویل، طالبانو په تېرو څو ورځو کې په هرات کې د ډیجیټلي پیسو د راکړې ورکړې یو بازار د دې لپاره وتاړه چې ویل يې دا د قمار یو ډول دي او قمار په اسلام کې حرام دی.

هغه زیاته کړه: "څه موده وړاندې طالبانو په هرات کې د صرافۍ هغه بازار وتاړه چې ډیجیټلي پیسې به په کې تبادله کېدلې او هغه دکانونه يې هم وتړل چې دا کاروبار يې کاوه. د طالبانو دلیل دا وه چې دا راکړه ورکړه یو ډول قمار دی او قمار حرام دی. همدارانګه د افغانستان بانک هم په دې اړه چې دغه پیسې که له چا څخه کوم هکر پټي کړي هېڅ تضمین نه ورکوي."

د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

ولید شینواری بیا په کابل کې د ځانګړو کوډ لرونکو پیسو د راکړې ورکړې کاروبار کوي.

هغه وايي، دا یوازي طالب حکومت نه دی چې د دې پیسو په راکړه ورکړه يې بندیز لګولی دی، بلکې په نړۍ کې ډېر داسې هېوادونه شته چې د بانکي سیسټم د ثبات لپاره د دې پیسو کارولو ته اجازه نه ورکوي.

شینواري وویل: "دا یواځې طالبان نه دي چې د دې پیسو کارولو ته اجازه نه ورکوي، په نورو هېوادونو کې هم خلکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې دا پیسې وکاروي، ځکه په دې کار سره بانکي سیسیټمونه فلجېږي، خلک خپلې ټول پیسې له بانکونو راباسي او په ډیجیټلي شکل يې اړوي او په دې سره پیسې ډېرې محفوظ کېږي او هېڅ څوک بیا ورته لاسرسي نه شي پیدا کولی. نو ځکه طالبان د دې لپاره چې بانکي ثبات پر ځای پاتې شي د دې پیسو کارولو ته اجازه نه ورکوي."

خو اوس پوښتنه دا ده چې دا د کرپټوکرنسي په نوم ډیجیټلي یا ځانګړې کوډ لرونکې پیسې څه ډول پیسې دي

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې نړۍ د یوه اقتصادي ناورین سره مخ شوه او تر ډېره لویو شرکتونه چې په نړیواله کچه يې کار وبار کاوه ورسره تاواني شول.

په همدې کال کې یو جاپاني اصله امریکايي د ساتوشي ناکامونو په مستعار نوم چې تراوسه يې هویت روښانه نه دی، د بلاک سېنټ او کرپټوکرنسۍ نظریه وړاندې کړه.

بلاک سېنټ د انټرنېټ غیرمتمرکز ډول دې چې کمپیوټرونه يې له سرورونو سره وصل نه دي او د حکومتونو له خوا پرې څار نه شي کېدلی.

په دې سیسټم کې لومړی د کارونکي یا یوزر له خوا اکونټ جوړېږي او دغه اکونټ ته د بانکې حساب نه پیسې اضافه کېږي او وروسته تاسې کولای شی چې په دې پیسو بیټ کوین چې د دې ځانګړې کوډ لرونکو پیسو تر ټولو مشهور ډول دی واخلئ او راکړه ورکړه پرې وکړئ.

د دې سیسټم د پیسو ځانګړنه دا ده چې یوازې د پیسو ارزښت په ځانګړو کوډونو کې لېږدول کېږي او د نورو ټولو بانکې سیسټمونو پرتله ډېر خوندیتوب او چټکتیا لري.

ستوری خان په کابل کې د نوې ټکنالوژۍ د زده کړو یو مرکز لري.

هغه وایي، د دې سیسټم تر ټولو لویه ځانګړنه دا ده چې پیسې په کې د کوډونو په ډول دي.

نوموړي زیاته کړه: "کرپټوکرنسي د کرپټوګرافي یا کوډونو په شکل کې تولیدېږي د هرې کرپټوکرنسي الفاط او شمارې د ۳۵ نه پیلېږي او تر ۳۵۰ پورې رسېږي. دا یو کوډ لري د سیسټم په استفادي سره تولیدېږي او کله چې موږ یو بل ته پیسې لیږو نو په اصل کې دغه کوډونه لېږو."

ولید شینواری چې د ځانګرو کوډ لرونکو پیسو کاروبار کوي وايي، د دې کوډونو ارزښت په دې کې دی چې تاسې کولای شی هر ډول راکړه ورکړه پرې وکړئ.

هغه زیاتوي: "دا ډیجیټل پیسې دي یا که داسې ووایم تاسې چې کله موبایل ته پیسې لیږئ نو کولای شی چې انټرنېټ پرې فعاله کړئ یا دا چې بله کومه بسته پرې واخلئ، نو دا پیسې هم همداسې دي تاسې کولای شي خپل اکونټ ته يې ولېږئ او له هغې وروسته چې هر کار لپاره تاسې يې غواړئ کارولی يې شئ."

سره له دې چې په دې سیسټم کې پیسې د ځانګړو کوډونو په مرسته لېږل کیږي، خو په کابل د نوی ټکنالوژۍ د زده کړو مرکز مشر ستوري خان وویل، د دې پیسو څخه د کار اخیستلو په وخت کې باید ډېر احتیاط وشي څو د جعل کارۍ ښکار نه شئ.

هغه وویل: "د دې سیسټم د استعمال پر وخت ځکه ډېر احتیاط په کار دی چې په دې سیسټم کې د کرنسۍ بېلابېل ډولونه دي او که څوک غواړي دا پیسې وکاروي نو باید د هغو مشهور لکه د بیټ کوین یا یتریم او نورو څخه دې کار واخلي، ځکه دا په دې بازار کې اعتباري دي او که څوک له دې سیسټم سره بلد نه وي نو ډېر امکان لري چې جعل کاري ورسره وشي."

د کرپټو کرنسي کارونکي وايي، د دې پیسو کارول ځانته خپل تخنیک لري او باید ټول سیسټمونه يې زده شي څو وکولای شئ له دې لارې راکړه ورکړه وکړئ.

خو په دې کوډونو سوادګري څومره ګټه او تاوان لري او کوم عوامل د دې سبب کېږي چې بازار کې د دې کوډونو بیه پورته او ښکته شي.

فواد نوري چې کلونه کېږي دا پیسې کاروي په دې اړه يې وویل: "بېلابېل موارد د کرپټو د بیې په ښکته پورته کېدو پورې اړه لري، لکه هغه کسان چې ډېر مشهور دي یا په اصطلاح هغوی چې سیلبرتي دي که هغوی د دې پیسو یو وړکې اعلان هم تېر کړي د دې پیسو ارزښت پورته ځي، خو کله کله داسې کېږي ځینې بانکونه د سود نرخ پورته کړي یا دا چې ځینې هېوادونه د کرپټو د بندېدو اعلان کوي یا لکه ایران کې کومې مظاهرې دي یا د اوکراین جګړه دا هم د کرپټو پر ارزښت ډېر تاثیر اچوي او قیمت يې ښکته کوي."

د ډیجیټلي پیسو کارونکي وايي، د دیجیټلي یا ځانګړو کوډ لرونکو پیسو د ودې نه دولتونه او بانکونه په وېره کې دي، دا چې ولې؟ دا پوښتنه راته ستوري خان داسې ځواب کړه: "دولتونه په دې بحث کوي چې څنګه کولای شي د دې سیسټم د کنټرول لپاره داسې قوانین وضع کړي څو دلته له پانګه اچونې نه مالیه ترلاسه کړي. همدارنګه هڅه کوي څو کومې پیسې لکه ډالر یا یورو چې دوي يې لري هغه په دې دیجیټلي پیسو واړوي او دې پیسو بانکې سیسټمونه د جدي ګواښ مخ کړي دي."

دغه دیجیټلي یا ځانګړې کوډلرونکې پیسې اوسهال تر ډېره د پرمختللو هېوادونو د وګړو لخوا کارول کېږي او دوی د دې ارزښت لرونکو کوډونو په مرسته کولای شي چې په بېلابېلو بازارونو کې پانګه اچونه وکړي، د سفر پر مهال هوټل بوک کړي، لویو او وړو شاپنګ مالونو کې پرې سواد واخلي او په ډېرې چټکتیا سره يې له یو ځای څخه بل ځای ته ولېږدوي.

د دې ځانګړو کوډ لرونکو پیسو تر ټول مشهوره ډول يې بیټ کوین دي چې اوسهال په بازارونو کې یو بیټ کوین په څه باندې شل زرو ډالرو تبادله کېږي.

د تېر پرتله د اوکراین جګړې د پیل راهیسې د بیټ کوین او نورو ډیجیټلي پیسو ارزښت د نړۍ په بازارونو کې کم شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG